تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د افغانستان د واکمنې ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بیلاروس ته په خپل رسمي سفر کې د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره د صنعتي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د تولیدي فابریکو د جوړولو، په منظم ډول د افغانستان او بیلاروس د سوداګریز فورم د جوړېدو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمېسیون په غونډو کې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بیلاروس د صنعت وزیر په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د ګډون له امله مننه کړې او افغانستان ته د بیلاروس د تولیدي شرکتونو، په ځانګړي ډول د تراکتورونو، ماشینونو او د کانونو د استخراج لپاره د اړینو وسایلو د جوړونکو شرکتونو د نمایندګیو د لېږدولو په برخه کې د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.
عزیزي هم د بیلاروس له تولیدي او صنعتي شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي او په کابل کې د ابو حنیفه په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
عزیزي د بیلاروس د کرنې له وزیر سره هم د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمېسیون د پرېکړو د پلي کېدو او د افغانستان او بیلاروس د سوداګریز فورم د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
د سوداګریزو اړیکو د پراختیا کنفرانس، د سوداګرو او حکومتي چارواکو ناستې، سوداګریز نندارتون، د پانګونې کنفرانس، د کارموندنې او کاري ځواک د لېږلو، د ګرځندوی صنعت د پراختیا، بانکي خدمتونو او د پیسو د لېږد د اسانتیا، د ویزو د صادرولو او د سیاسي استازولیو د جوړولو موضوعات هم په دې لیدنو کې مطرح شوي دي.