Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، تر پاکستان د افغانستان افتصادي وده ښه...

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، تر پاکستان د افغانستان افتصادي وده ښه ده

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر محمد سهیل افریدي د پاکستان پر اقتصادي وضعیت نیوکه کړې، ویلي چې د افغانستان اقتصاد، له سختو شرایطو سره سره، ۴،۳ سلنه وده کړې او د پاکستان د اقتصاد پرتله یې ښه فعالیت ښه دی.

افریدي ویلي، له ۱۴۰۰ کال راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د هر وګړي کلنی عاید له شاوخوا ۳۵۰ ډالرو پیل شوی، په پرله‌پسې توګه لوړ شوی او اوس نژدې ۴۳۰ ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې: «خو په پاکستان کې، وروسته له هغې چې د حکومت د بدلون عملیات ترسره شول او د عمران خان حکومت ړنګ کړل شو، او بیا داسې خبري غونډه وشوه چې پاکستان به پرمختګ وکړي، زموږ د هر وګړي عاید له ۱۷۰۰ ډالرو څخه ۱۳۰۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.»

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې د پرله‌پسې دوهم کال لپاره وده کړې ده. دغه بانک د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په راپور کې د افغانستان د ناخالص کورني تولید وده ۴،۳ سلنه اټکل کړې وه. په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان اقتصاد ۲،۵ سلنه وده کړې وه.

د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان اقتصادي وده تر ډېره د خدمتونو، صنعت، کرنې، کانونو او ودانیزو برخو له فعالیتونو او همداراز له ایران او پاکستان څخه د څه باندې دوو میلیونو افغان کډوالو له بېرته راستنېدو وروسته د تقاضا له زیاتوالي سره تړاو لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو او د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد فشار

افریدي داسې مهال د پاکستان د مرکزي حکومت پر اقتصادي سیاستونو نیوکه کړې، چې د تېر کال د تلې له ۲۰مې راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړل شوې دي. د دې وضعیت له امله د پاکستان پر اقتصاد، په ځانګړي ډول پر خیبر پښتونخوا، د پام وړ فشار راغلی دی.

د خیبر د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یوسف افریدي تېره میاشت ویلي و، چې له افغانستان سره د تورخم او نورو سوداګریزو لارو تړل کېدو تر اوسه د پاکستان سوداګرۍ ته شاوخوا ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اړولی دی.

هغه ویلي و، په دې کې د صادراتو شاوخوا یو میلیارد او ۶۴۴ میلیونه ډالره او د وارداتو ۸۱۷ میلیون ډالره زیان شامل دی. نوموړي همداراز ویلي چې د لارو تړل کېدو د خیبر پښتونخوا د حکومت د ګمرکي عوایدو کچه شاوخوا ۷،۷ میلیارد پاکستانۍ روپۍ کمه کړې ده.

د خیبر د سوداګرۍ خونې د مشر په وینا، د لارو د تړل کېدو دوام د زرګونو سوداګرو، موټرچلوونکو، کارګرانو، پلورونکو، ترانسپورتي شرکتونو او ګمرکي کارکوونکو پر فعالیتونو هم اغېز کړی دی. هغه د تورخم د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دوه اړخیزه سوداګري باید له سیاسي او امنیتي اختلافاتو جلا وساتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...