Homeخبرونهیوناما په هلمند او کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې د...

یوناما په هلمند او کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې د ۱۰ تنه ملکیانو وژل کېدا تایید کړه

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کونړ او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما زیاته کړې چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ماشومان دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې ملکي وګړي لا هم د پولې پورې غاړې د نښتو له امله زیانمنېږي او یو ځل بیا یې د خبرو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اختلافونو د حل غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي همداراز د نړیوالو قوانینو پر رعایت او د ملکي وګړو د لا ډېر زیان د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دې مخکې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د ټي ټي پي او د بلوچستان د آزادۍ پوځ کمپونه او پټنځایونه په نښه شوي دي.

پاکستان داسې مهال تل ادعا کوي چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه په دقیقه او هدفي توګه د وسله‌والو پر ضد ترسره کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، یوازې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په هوايي برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری قربانیان د دغه مرکز ناروغان وو.

1 COMMENT

  1. پاکستان که دومره دقیقه بمباري کولای شي ، نو ولې په کور دننه د دوی په خبره د ترهګرو مخه نه نیسي ، چې د بل هېواد مظلوم اتباع وژني ؟
    پنجابیانو ته د په یاد وي ، چې د ا ټول زما درباندې پور دي ، انشا‌ءالله یوه ورځ به راشي ، چې له تورمخو نظامیانو نه به د دغو مظلومو شهیدانو کسات او انتقام اخیستل کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...