پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+نن د ګاندي د زوکړې ورځ ده

نن د ګاندي د زوکړې ورځ ده

تاند- له نن څخه کاله ۱۵۵ پخوا د ۱۸۶۹ د اکتوبر په ۲ مه موهنداس کرمچند ګاندي د هند په پوربندر کې وزېږېد.

کله چې په ۱۹۱۸ کې ګاندي د هند د ملي کانګریس مشري په غاړه واخیسته او د ملي سمبول په توګه وپېژندل شو، د هند خلکو ده ته د مهاتما یا سترې اروا لقب ورکړ. اوس ټول دی په همدې نوم (مهاتما) پېژني.

د ده د زوکړې ورځ په هند کې ملي رخصتي ده.

دی په نولس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته لاړ او د حقوقو په څانګه کې یې زده کړې وکړې. مهاتما د وکالت ترڅنګ ژورنالیستي کارونه هم کول. دی د هندیانو سیاسي او معنوي مشر و او د بریتانیا د استعمار پر ضد یې د خپلواکۍ په مبارزه کې د هندیانو لارښوونه وکړه. ده د هند د خپلواکۍ لپاره ډېر کلونه مبارزې وکړې او له همدې کبله هندیانو ده ته د خپل هیواد د پلار یا بابا لقب ورکړی دی.

ګاندي د لندن پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فراغه شوی. ده به په اوونۍ کې یوه ورځ روژه نیوله او دا کار به یې د باطني ارامښت سبب باله.

ګاندي چې کله له بریتانیا هند ته ستون شو، خپل هیوادوال د انګلیسي جامو یا له هغو جامو چې ټوکر یې په بریتانیا کې جوړ شوي وو، د نه اغوستلو غوښتنه وکړه. ده به هم د خان عبدالغفار خان پاچا خان په شان له خامتې یا کرباس څخه جوړو شویو جامو ته خلک هڅول.

د ګاندي کورنۍ

د ګاندي مور بې سواده وه خو ډېره مخلصه او د پاکو عقایدو خاونده وه. له همدې کبله یې پر خپل زوی زیات اغېز وکړ. مهاتما د خپل پلار له مړینې وروسته مجبور شو چې بریتانیا ته لاړ شي. دی د دې سفر په لړ کې له سابه خورو سره بلد شو او په دې ډول یې غوښتل چې ژوو (ژوندي سارو) ته زیان ونه رسوي.

مېرمن یې

د مهاتما ګاندي مېرمن کاستوریا ګاندي د ۱۸۶۹ د اپریل په ۱۱ په هند کې زېږېدلې. دا هم د هند د ازادۍ یوه مشره وه او هندیانو ورته «مان» یعني مور ویل.

کاستوریا او مهاتما په ۱۸۸۳ م کال واده وکړ. په دې موده کې د دوی عمرونه ۱۴ او ۱۳ کلونه وو. کارستوریا په ۱۹۰۴ کې د سیاست ډګر ته راووته او د هندي مهاجرو خلاف د جنوبي افریقا د تاوتریخوالي په وړاندې یې اعتراض وکړ او په همدې خاطر ونیول شوه. هغه بالاخره په ۱۹۴۴ م کال د هند د پونې په محبس کې مړه شوه.

د ګاندي اولادونه

مهاتما ګاندي او مېرمن یې کاستوریا ګاندي څلور اولادونه لرل چې هري لال، مانیلا، ردماس او دوداس نومېدل.

د ګاندي دین

ګاندي له اره یودايي هندو و. خو کله چې له ده وپوښتل شول چې د هندو او مسلمان په اړه څه فکر لري، ده وویل هندو مې ښۍ سترګه او مسلمان کیڼه سترګه ده. ګاندي ته وویل شول چې بیا دې هم فرق وکړ ځکه چې هندو دې ښۍ سترګه وباله. ګاندي په ځواب کې ورته وویل:«کیڼه سترګه زړه ته نژدې وي.»

ګاندي په هندویزم کې عدم تشدد او د غوښې نه خوړلو ته ډیر پام کاوه او پرې ډېر باورمن و خو په دې باوري و چې درست دینونه له یو بل سره برابر دي او د ټولو دینونو په اړه یې مطالعه کوله. دی پر خدای کلک باورمن و.

د ګاندي کتابونه

نمنځ (عبادت)

هغسي چې زه خدای پېژنم

ټول خلک برابر دي

ولې له مړینې وېره؟

څنګه ګاندي ووژل شو؟

ګاندي د ۱۹۴۸ د جنورۍ په ۳۰ مه د ۷۹ کلونو په عمر د یوه سختدریځي هندو، چې ناتورن ګودسه وینایاک نومېده، له لوري ووژل شو. پر ګاندي تر دې وړاندې هم په ځلونو وژونکي بریدونه شوي وو.

۳۸ کلن ګودسه، چې د هندوانو د ماهاسبها د ښي اړخي ګوند غړی و، پر ګاندي تور لګاوه چې د مسلمانانو تر اندازې ډېر پلویتوب کوي او د پاکستان په وړاندې له نرمښته کار اخلي داو په دې توګه له هندوانو سره یې خینات کړی دی.

د ګودسه د ګوند غړيو ګاندي د هند او پاکستان د بېلتون له کبله د وینو بهیونو سبب باله.

د ګاندي د وژل کېدو په اړه نور جزییات دلته ولولئ:

ګاندي یې ولې وواژه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب