۴مه برخه
شاه اشرف هوتک،
څرنګه واک ته ورسېد؟
شاه محمود هوتک چې د افغان جنګیالیو پر مټ واک ته ورسېد او په اصفهان کې د پاچاهي تاج په سر کړ، شاوخوا درې کاله یې پاچاهي وکړه او د ده د ټولو اکمنۍ څو مهمې پېښې دا وې:
۱— محمود خپل نامتو قومندان امان الله خان دېته وګماره، چې د اصفهان ښار او شاوخوا سیمې د خپلې واکمنۍ لاندې راولي او بیا یې نصر الله خان قزوین لور ته واستوه.
۲ — امان الله خان چې اصفهان تصفیه کړ نو بیا محمود دي دېته وګماره چې له اته زره (۸۰۰۰) سپرو سره قزوین ته لاړ شي. خو هلته د یوې خونړۍ پېښي په ترڅ کې اوه زره (۷۰۰۰) افغان سرتېري ووژل شول او پخپله امان الله زخمی شو. ولې د محمود له خوا د وژل شوو افغانانو د وینو په بدل کې اصفهان ګڼ شمېر قزلباشان له مینځه یووړل شول.
۳ — د محمود په امر ډېرې خزانې راټولې شوې، افغان ځواکونو ته یې ډېر عزت ورکړ ان تر دې چې ده امر وکړ د اصفهان خلک که غواړي له افغانانو سره وګوري باید ودریږي او لاس په سینه کېږدی … پاچا به د شپې له خوا د خپلو سرتېرو لیدنې ته ورته او ګزمه به یې کوله .
۴- محمود چې ځان په اصفهان کې ځواکمن کړ، نو بیا یې وپتیله چې د خپل واک او ځواک لمن نورو سیمو او ښارونو ته وغوځوي. نو ځکه یې د خپلو ځواکونو په وړتیا باور درلود، هغوئ ته یې سپارښتنه وکړه، چې د قزلباشانو یو مرکز «کز» چې اصفهان ته په څو کیلو متري کې موقعیت درلود کلابند کړي.
قزلباشانو د سولې وړاندیز وکړ او هغه غلې دانی او نور توکي چې زخیره کړي ول ترې ونیول بیا یې اصفهان ته راولېږدول او له دې سربیره یې په «بني اصفهان» کې لطف علي خان ونیو او لاس تړلی یې شاه محمود ته راواستاوه.
۵- محمود د نصر الله خان په ګډون یو شمېر افغان مشران د یوه لښکر په ملتیا شیراز ته واستول. نصر الله خان یو میړنی جنګیالی وه، چيرته به چې افغانانو ته کومه امنیتي ستونزه پیدا شوه، دی به له خپلو جنګیالیو سره ورغی او هغه خلک به یې ایل اوتابع کړل.
چېرته چې قزلباشانو سرپورته کړ، نو بیا به نصر الله خان چې د «ایل دام خان» لقب یې خپل کړی وه ورواستول شو او هغوئ به یې وځپل.
ده د همدې اتلولی له مخې په شیراز برید وکړ، دا چې دی به تل د لښکر په سر کې روان وه، د دښمن په ګولۍ ولیګید او ساه یې ورکړه.
محمود دده په مرګ دومره خواشینی شو، چې ډېر ژر یې د هغه پر ځای «زبردست خان» وګماره، چې دده تشه ډکه کړي، ولې بیا هم د شیراز په نیولو بریالي نه شول.
شیراز خان یو مدبر هوښیار سړی وه، اته میاشتې یې خپله سیمه وساتله، خو هغه ځواکونه چې د عبد الباقی خان په مشرۍ دده مرستې ته په لاره وه، د افغانانو له برید سره مخ شول، مرګونی ګوزار یې پرې وکړ، نه یوازې قزلباشان ووژل شول پخپله عبد الباقي هم د جګړي په ډګر کې له مینځه لاړ.
۶- له دې وروسته افغان ځواکونو یو د بل پسې «ګلپایګان»، کاشان او یو شمېر نوری سیمې ونیولې ، ولې کومه پېښه چې شاه محمود هوتک ته خواشینوونکی وه، هغه د «کز» په سیمه کې ددوه (۲۰۰۰) زرو افغان کورنیو په کاروان برید وو، چې ډېرو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.
محمود هوتک د هغو د ځپلو لپاره ورغی، ولې ماته وخوړه نه یوازې بیرته اصفهان ته راستون شو، بلکې له یوې سختی دماغي ناروغۍ سره مخ شو، ان د ده هغه یواځنۍ میرمن چې د صفوی شاه حسین لور کېده او ډېره پرې ګرانه هم وه (او له هغی څخه یو زوې هم درلود) دده په دې ناروغۍ ډېره خپه شوه.
۷- له دا ډول پرلپسې پېښو وروسته هره ورځ د شهینشاه ستونزې زیاتېدې دی درې کالو په شاوخوا کې (۱۷۲۲-۱۷۲۵ز) د ایران پاچا وه. په لومړي سر کې یو مینځمهاله ځواکمن واکمن وه، چې په پریکړې او سپارښتنې د شرعیت په رڼا کې تر سره کېدی. له خلکو سره یې په ډېره مینه چلن کاوه، هغوئ یې له ولږي او تندې وژغورل.
کله چې له ماتې وروسته اصفهان ته راستون شو دا دده یوه اندېښه ، د امان الله زخمي کېدل ده ته یو بل رواني ګواښ وه چې بیا ده د دری سوه(۳۰۰) تنو په شاوخوا کې د انتقام له مخی د اصفهان وزیران او سرداران ووژل ، دده او د امان الله خان تر مینځ خوابدي دده په مغزو یو بل فشار وه، سره ددې چې هغه یې پخلا کړ.
د کروسنسکي په وینا هغه لومړنی کاروان، چې له دېرش (۳۰) زره اوښان ورسره مل وه تر درې میاشتو مزل وروسته اصفهان ته دننه شول درې زره اوښان پاتې وه، چې په هغه کې د محمود مور هم وه ، دې پېښې هم په ده ډېره بده اغیزه وکړه.
۸- «یو د بل پسی دغه اندېښنې دومره زر مینځته راغلي، چې محمود یې د خلکو په مینځ کې ډېر بې باوره کړ او لا کله چې خبر شو چې د محمد قلي خان ورور هم د قزوین په پاڅون کې لاس درلود، ډېر خپه شو.
د دغو ستونزو د حل لپاره څلوېښت (۴۰) ورځې اعتکاف وکړ، نه یې څه خوړل او نه یې څښل او نه یې هم له چا سره خبرې کولې … په دې سره دده روغتیا نوره هم خرابه شوه.»[1]
ده له دې سربیره داسې رپوټونه هم ترلاسه کړل، هغه خزانه چې له اصفهان نه کندهار ته په لاره وه چور شوېده او د خزانې لوټ ده ته نوره اندېښنه زیاته کړه.
۹- په «کز» کې د دوه زره افغان کډوالو یرغمل، د محمود له خوا د صفوي شاه حسین د اولادونو او خپلوانو وژل، د افغان جنګیالیو د مشر سید علي خان ماته، چې د طهماسب له وېرې اصفهان ته پر شا شو، په دې سره د دې اندېښنې زیاتی شوې.
د لارنس لکهارت، کروسنسکی او د نورو تاریخپوهانو د څرګندونو پر بنسټ روان کړکېچ د شاه محمود هوتک په اعصابو لا ډېره بده اغیزه وکړه او په پاې کې ناروغي دې کچې ته ورسېده، چې دده په کړو وړو نور افغانان شرمېدل.
د محمود په بدن کې داسې ټپونه او زخمونه پیدا شول، چې د هغه وخت طبیبان یې له علاجه عاجز پاتې شول.
په اصفهان کې یو شمېر مېشتو افغان سردارانو هیله وښوده، چې د ده ورور شاه حسین هوتک له کندهار څخه راوغواړي، خو دا چې لاره ډېره اوږده وه، مناسب ونه ګڼل شو، بیا خلکو دده د تره زوې میر شاه اشرف د سلطنت لپاره غوره کړ. نو د اپریل په ۲۲ مه (۱۷۲۵ ز) امان الله خان له څو تنو سره اشرف خان له زندان نه راووېست او د «۸۰۰» تنو په شاوخوا کې وسله والو په سلطنتي ماڼۍ برید وکړ، محمود یې ونیو او بیا یې زندان ته واچوه. «اشرف د هغه پرځاې کیناست او د محمود پنځه سوه شاوخوا ساتوونکي ووژل.»[2]
شاه اشرف په ډېرې هوښیارۍ او زړورتیا د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې ودرید. د کروسنسکي په وینا دی هم د محمود غوندې یو زړور جنګیالی و، خو ترهغه یې تجربه اوځيرکتیا ډېره وه.
که څه هم دی او شاه محمود هوتک همزولي وو، ولې د محمود د وخت تجربې ورته ډېر څه زده کړي ول او د هغه د تېروتنو بیا غبرګه ول یې نه غوښتل او په ډېرې ځيرکتیا او وړتیا یې ګامونه پورته کول.
شاه اشرف په سرکې د اصفهان دننه کورنیو چارو ته ډېره پاملرنه وکړه او وې پتیله، چې د صفوي شاه حسین زوی طهماسب، څرنګه د عثماني ترکیې او روسې له غېږې نه لري کړي، نو ځکه ده له پخواني پاچا شاه حسین سره ولیدل، لومړی یې هغه ته د هغې سترې غمیزې له امله، چې دده د کورنۍ یو شمېر غړي د شاه محمود هوتک له خوا ووژل شول تسلیت ورکړ او هغه یې ځغم ته راوبوله او ډاډ یې ورکړ، چې ما د خپل تره زوې محمود په څېر ونه ګڼي اوبیا يې د هغه د کورنۍ وژل شوی غړي له افغاني دود سره سم په «قم» کې خاورو وسپارل .
بله ورځ یې د لیدلو په ترڅ کې ورته وړاندیز وکړ، چې د سلطنت چارې په غاړه واخلي. «سرجان ملکم» هم ددې خبرې پخلی کړیدی، چې شاه اشرف له هغه څخه وغوښتل چې بېرته خپل تخت ته راوګرځي. خو هغه ورته وویل، که ما د سلطنت وړتیا درلودی، نو خدای به لما نه تاج و تخت نه اخسته او ټینګار یې وکړ، چې زما د کورنۍ پاتې غړو ته باید پاملرنه وشي ، ما له حکومت څخه لاس وینځلی دی، غواړم پاتې عمر په خلوت کې تیر کړم، زه ناپېیلی مینځمهاله انسان یم او تاسو ته به د بري دوعا وکووم، نو بیا یې خپله یوه بله لور ده ته په نکاح کړه.
شاه اشرف هوتک د خپل واک او ځواک په سر کې چې له کومو کورنیو او بهرنیو ګواښونو او ستونزو سره مخ شوی، څو بېلګې دا دي:
۱ـ شاه اشرف هوتک ته وویل شو، چې ګنې امان الله خان غواړي له شهزاده طهماسب سره، چې په دغه وخت کې اذربایجان کې وه لاس یو کړي او تاسو له مینځه یوسي.
امان الله خان یو وخت له شاه محمود هوتک نه هم مرور شوی وه او غوښتل یې کندهار ته لاړ شي، خو محمود هغه بېرته پخلا کړ او خپل صدر اعظم وټاکه.
ولې شاه اشرف ته چې کومه اطلاعیه رسېدلی وه، چې د یوه لیک په ترڅ کې طهماسب ته د اصفهان د نیولو بلنه ورکړېده، نو هغه هم په بېړه نوموړی له خپلو نږدې ملګرو سره وواژه او بیا یې د ټولو ځواکونو مشر او سپه سالار سیدال خان ناصر وټاکه.
۲- د شاه اشرف هوتک بله ستره کورنۍ ستونزه دا وه، ده دومره ځواکمنتیا نه درلوده، چې له کورني او بهرني دښمن سره وجنګېږي، ددې لامل دا وه، چې کندهار پاچا شاه حسین نه یوازې له ده سره مرسته ونه کړه، بلکې د خپل ورور د کسات او انتقام اخستو فکر یې هم درلود.
هغه مهال به چې د هند په لودیانو او یا سوریانو (بهلول—-شېر شاه) دښمنانو برید وکړ، نو دوئ به له افغانستانه جنګیالي وغوښتل ولې په شاه اشرف دغه لاره د کندهار لخوا بنده شوه او د هرات ابدالیان هم له یوې خوا پخپلو کې اخته ول او له بلې خوا د نادر افشار تر بریدونو لاندې ول.
۳- د اشرف خان هوتک د کور دننه یو بل ستر دښمن پخپله نادر افشار وه. دی نه یوازې د هرات د ابدالیانو پر وړاندې جنګېده، بلکې له شاه طهماسب سره یو ځاې د شاه اشرف هوتک پر وړاندې هم جګړه کوله.
ولیعهد طهماسب د یوه ستر برید په ترڅ کې مازندران ته راورسېد، ولې لوې درستیز سیدال خان ناصر ورغې، نه یوازې د هغه جنګیالیو ته یې سخته ماته ورکړه، بلکې «قزوین» یې هم ونیوه.
کله چې ولیعهد د خپلو خلکو له ملا تړ نه نهیلی شو، نو بیا یې بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه، چې د شهینشاه شاه اشرف هوتک پر وړاندې بهرنی ملاتړ تر لاسه کړي.
۴- دلته دی چې شاه اشرف هوتک له بهرني دښمن سره لاس و ګریوان شو. طهماسب د عثماني ترکې په مرسته د هېواد لویدیځ همدان، ایروان او تبریز لاندې کړ، ولې د تبریز خلکو په پوره مېړانې له خپلې خاورې دفاع وکړه او د ترکې، پوځ ته یې ماته ورکړه.
۵- هغه مهال چې ترکانو ماته وخوړه، نو بیا یې له روسانو سره یو ځاې پرېکړه وکړه، چې په ګډه د هوتکي شاه اشرف د حکومت پر وړاندې ودرېږي او دغه هېواد پخپلو کې ووېشي.
د روسې له هېواد سره ولیعهد طهماسب ژمنه وکړه، که چېرې د شاه اشرف ځواکونه مات شي نو د خپل هېواد یوه ټوټه ځمکه به روسی ته پرېږدي. هماغه وه چې په ۱۷۲۳ ز د سپتمبر په ۱۲ مې نېټی د اسماعیل بیګ په استازیتوب د پترو ګراد په پلاز کې لومړنی تړون د دواړو غاړو تر مینځ لاسلیک شو، چې د تړون مینځپانګې څوټکې داسې وو :
« دخزر د سمندرګي شاوخوا سیمې لکه بادکو او یو شمېر ښارونه، ګیلان، مازندران او استراباد به، پتر کبیر د روسې ټولواک ته پریږدي.»[3]
۶- ترکېي او روسې، له دې تړون نه یو کال وروسته د جولای په اتمی (۸ نېټی ۱۷۲۴ ز) یو تړون لاسلیک کړ، چې روسې له کپکاس نه تر بادکو پورې سیمو کې خپل پوځونه ځاې پر ځاې کړل.
عثمانی ترکې هم د ایران لویدیځ ته خپل ځواکونه راواستول او په داسې حال کې چې شاه اشرف هوتک نه سمندري ځواک درلود او نه هم دومره ځواکمن وه، چې له دوه سترو هېوادونو سره مقابله وکړي. دده د واک او ځواک په ختیځ سیستان کې محمود سیستاني واک درلود، چې نشو کولی د افغانستان له هېواد نه جنګیالي اصهفان ته راورسوي.
خو یو ناڅاپه ده خبر ترلاسه کړ چې د روسې امپراتور پتر کبیر (۱۷۲۵ ز) کې ومړ او له هغه وروسته د هغه ځاې ناستي دا وس نه درلود چې د هغه نخشه عملي کړي، نو خپل ځواکونه یې له ګیلان او مازندران ووېستل.
په دغه ترڅ کې د عثماني ترکې یو والي حسن پاشا هم ساه ورکړه او پر ځاې زوې احمد پاشا د بغداد والي وټاکل شو. ده نه یوازې په کرمان قناعت ونه کړ، بلکې اصفهان لور ته یې خپل جنګیالي واستول. د اصفهان خلک چې په مذهبي لحاظ له ترکانو سره جوړ نه ول، نو د هوتکیانو په ملاتړ یې پاڅون وکړ او په دغه برید کې د موصل والي حسین او جنرال عبد الرحمن هم له احمد پاشا سره مل ول.
په «جهانګشاې نادري» کې راغلي دي، چې شاه اشرف دروغې جوړې لپاره د عبد العزیز په نوم خپل استازی واستوو، خو دا چې ترکانو اویا (۷۰) توپونه او شپېته(۶۰) زره پوځ درلود، د هغه وړاندیز یې ونه مانه او ګواښ یې وکړ، چې شاه اشرف باید اصفهان پریږدي او خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته لاړ شي.
ولې شاه اشرف د دېرش زرو (۳۰ زرو) ځواکونو سره ورغی او په ۱۷۲۶ ز کال د نوامبر په اتمه (۸) نېټه د اصفهان او همدان تر مینځ سخته جګړه ونښته او د ترکانو شاوخوا دولس (۱۲) زره جنګیالي ووژل شول. هغه څلور دیني عالمان چې د شاه اشرف په سپارښتنه، د ترکانو پوځي چوڼۍ ته ننوتل او روانه جګړه یې د دوه مسلمانانو ځواکونو تر مینځ نا روا وبلله … د همدې تکتیک له مخې د هغو سپکه او درنه وسله یې هم ترې لاندې کړه، چې په دې کې د ترکانو پنځوس (۵۰) توپونه هم شامل وه او پاچا د نوامبر په ۱۷ مه په بري سره راستون شو.
ترکانو چې د هوتکیانو جګړه ییزه ځواکمنتیا او د علماو تبلیغ ولیده، د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه یې (۱۷۲۵ ز) یوه تړون ته غاړه کېښود، چې په همدان کې د دواړو غاړو استازو له خوا چې ۱۲ مادې درلودې لاسلیک شو.
ددغه تړون له مخې کردستان، لرستان او خوزستان د حایل سیمې په نوم وپيژندل شوې، چې په خطبه کې به لومړی د عثماني ترکې د خلیفه نوم اخستل کېږي او بیا به ورپسې د اصفهان د پاچا شاه اشرف هوتک نوم زکر کیږي. نامتو تاریخپوه «هانوي» هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې «د جمعي په لمانځه کې به چې کله خطبه لوستل کېده لومړی به د اسلام د خلیفه نوم او بیا به د هوتکي شاه اشرف نوم یادېده، خو سکه د شاه اشرف په نوم ووهل شوه.»[4]
په خطبه کې د اسلام د خلیفه نوم یادول له پخوا نه یو دیني او مذهبي دود وه، هغه وخت چې د اسلام د خلافت مرکز بغداد وه هم په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې، چې بشپړ سیاسي واک او ځواک به یې هم درلود د اسلام د خلیفه نوم په خطبه کې اخستل کېده.
دلته شهینشاه شاه اشرف هوتک هم، پداسې حال کې چې جګړه یې ګټلې وه، دا ومنله چې د عثمانی ترکې سره ښې اړیکې ولري نو د خلیفه نوم به یادیږي، د دې په څنګ کې شاه اشرف نور داخلی او بهرني دښمنان هم درلودل، چې موږ نادر افشار صفی او سلطان محمد د ساري په توګه یادولی شو،نو ځکه خو ټولواک هوتکي شاه اشرف نه غوښتل چې په څو جبهو کې وجنګیږي.
نو بیا د عثماني دولت مشر دریم سلطان احمد خان له خوا د شاه اشرف سلطنت په رسیمت وپېژندل شو او «راشد پاشا» يې د سفیر په توګه اصفهان ته واستوو، چې بیا شاه اشرف هم محمد خان بلوچ د خپل استازي په توګه استانبول ته ولېږه او یو ۱۲ فقریزه تړون د دواړو هېوادو تر مینځ لاسلیک شو.
شاه اشرف تر ډېره بریده د عثماني ترکېې او روسې له ګواښ نه وژغورل شو او حال دا چې تزاري روسې د پتر کبیر په مهال، چې غوښته یې د هند سمندر ته ځان ورسوي او دا داسې مهال دي، چې بریتانې په هند کې خپل واک او ځواک ته پراختیا ورکړې وه، یانې د شرق الهند کمپنۍ (تاسیس ۱۶۰۰ ز کال) اوس یوازې سوداګریز دریځ نه درلود، بلکې سیاسي او پوځي ځواک ته یې هم لاره اواره کړې وه.
نو ځکه خو پتر لومړی یو پلاوی په ۱۷۱۴ ز کال مینځنۍ اسیا او په ۱۷۱۵ ز یې خزر سمندرګي ته واستوو، چې له کومې لارې کولی شي هند ته ځواکونه واستوي؟
هغه مهال چې په ۱۷۲۲ ز کال شاه محمود هوتک اصفهان ونیو، پتر غوښتل چې له یو ستر پوځ سره کپکاس ته ځان ورسوي او په همدې هوډ یې «بادکو» لاندې کړ.
ولې د روسې ټولواک په ۱۷۲۵ ز کال ومړ او ټولې نخشې په اوبو لاهو شوي ، خو بیا هم اشرف هوتک دومره پوځي ځواک نه درلود، چې روسان د کپکاس له ټولو سیمو نه وباسي او د سپه سالارسیدال خان ناصري ټپی کیدل هم د ځغم وړ نه وو، ولې بیا هم د افغان جنرال سیدال ناصري او جنرال «لواشف» تر مینځ «رشت» کې په ۱۷۲۹ کال د فبروري په ۲۴ مه یو تړون لاسلیک شو، چې له بابته یې افغان ځواکونه له هغو سیمو تیر شول، چې صفوي طهماسب او د هغه استازي اسماعیل بیګ روسي هېواد ته سپارلی وي .
ددغه تړون په لاسلیک کې د فرانسې دریځ د پام وړ ځکه وه چې د دوئ اصلي دښمن بریتانیا وه، هماغه وه چې دویم پتر له شاه اشرف سره نږدی شو لکه څرنګه چې د عثماني ترکې دریم سلطان احمد د شاه اشرف سلطنت د یوه تړون په ترڅ کې په رسمیت وپېژند، دارنګه روسې هېواد هم د یاد تړون پر بنسټ د شهینشاه هوتک حکومت په رسمیت وپېژند.
خو بیا هم د شاه اشرف هوتک واک او ځواک د هېواد په شمال کې د روسانو، په لویدیځ کې د عثماني ترکانو، په لویدیځ خراسان کې د صفوي طهماسب ګواښونو شتون درلود. ولې بیا هم د ایران موهمې سیمې لکه اصفهان، تهران، شیراز، قزوین، کرمان او د سیستان لورته یو شمېر سیمی د شاه اشرف هوتک د سلطنت برخې وې.
د شاه اشرف هوتک د ماتې لاملونه
سره د دې چې د شاه اشرف پر وړاندې کورني او بهرني دښمنان په بشپړه توګه له مینځه نه وه تللي، ولې بیا هم د اوسني ایران غوښنې او موهمې سیمې او ښارونه د هوتکي شهینشاه په واک کې ول.
دا چې شاه اشرف ولې له ماتې سره مخ شو او سیاسي واک او ځواک یې له لاسه ورکړ، څو لاملونه یې داسې ول:
۱ـ تر هغه مهال چې صفوي شاه حسین ژوندی وه، طهماسب د یوه ولیعهد په توګه فعالیت کاوه، خو کله چې پلار ومړ نو بیا یې د سلطنت اعلان وکړ او ځان یې د صفوي سلطنت رښتنی وارث وګاڼه، نو ځکه یې د نادر افشار په څېر زړور قومندان تر شا ودرېد، چې نه یوازې دی د هرات له ابدالیانو سره په جګړه کې ښکیل و، بلکې د شاه اشرف پر وړاندې هم پوځی ډګر ته راووت.
له نادر افشار پرته د امام رضا د کورنۍ یو تن چې د میرزا داود لمسی کېده سید احمد کرماني وه، چې ځان یې د سلطنت وارث ګاڼه په دې پلمې چې ګنې دی د سلطان سلیمان زوم دی،ده هم د شاه اشرف پر وړاندې پاڅون وکړ او په کرمان کې د خپلواکۍ بیرغ اوچت کړ.
له دوئ نه پرته سلطان محمد خرسوار، صفي میرزا (معصوم)، محمد علي رفسنجاني (ده هم ځان صفي میرزا باله)، د ابراهیم زوې زینل او یو شمېر نور سیمه ییزه واکمنو هم د شاه اشرف د واک پر وړاندې اخ و ډب ته لاره اواره کړه.
۲- سید فتح علي خان قاجار یو بل نامتو کس وه، چې په استراباد، مازندران او یو شمېر نورو سیمو کې چې د ځواک څښتن و، له شاه طهماسب نه خپل ملاتړ اعلان کړ. لومړی يې خراسان ونیو او بیا یې مشهد کلابند کړ.
۳- شاه اشرف پخپل مینځي ناندرېیو کې دومره ښکېل شو، چې د شاه محمود د صدر اعظم او اعتماد الدوله امان الله خان پر وړاندې هم ودرېد.« میانجي »یو بل نامتو افغان و، چې د شاه محمود هوتک د سلاکار او لارښود په نوم نامتو و، تهدید کړ او شته یې ترې واخستل او ان خپل ورور یې ونیو او ړوند کړ.
) افغانان له پارس نه…..۳۸۳ مخ[1]
) کروسنسکي ۱۲۲ مخ[2]
) سیعد نفیسي تاریخ سیاسي و اجماعي ایران ۲۹۵ مخ[3]
) هانوي ۲۵۴-۴۵۵ مخونه[4]