که د ټولنپوهنې له زاویې یې وشنو نو دا تضاد تصادفي نه دی، بلکې د تاریخ، قدرت، روایت او جغرافیې ګډ محصول دی.
۱) ختیځوال او د تقدس روایت
مذهبي، کلتوري او جغرافیاوي جوړښتونو ختیځوال دې ته سوق کړي چې ځان د «معنویت، اخلاقو او تقدس» وارث وبولي.
دینونه (اسلام، هندویزم، بودیزم…) دلته زېږېدلي؛ نو اخلاق د اسمان له امر سره تړل شوي، نه له انساني قانون سره.
د استعمار او اوږدې ماتې تجربې ختیځوال دې ته اړ کړي چې اخلاقي برلاسی د فزیکي او اقتصادي کمزورۍ جبران وبولي.
کله چې ځواک نه وي، روایت پیاوړی کېږي: «موږ بېوزلي یو، خو پاک یو؛ موږ کمزوري یو، خو حق لرو».
نو تقدس دلته یوازې دین نه دی، بلکې د هویت دفاعي مېکانېزیاد هم دی.
۲) لوېدیځوال او د بشري حقونو ژبه
لوېدیځ د روښانتیا (Enlightenment)، صنعتي انقلاب او قانوني دولت له لارې ځان د عقل، فرد او حقونو مدافع معرفي کړ.
اخلاق دلته له دینه جلا شول او قانون ته ولېږدول شول.
بشري حقونه د نړیوالې ژبې، نورم او اصل په توګه مطرح شول، خو دا ژبه د قدرت له مرکزونو خپره شوه.
کله چې ته نړیوال ځواک لرې، خپل ارزښتونه «نړیوال معیار» ګرځوې.
خو ستونزه دا ده چې دا ژبه ډېری وخت سیاسي ده، نه اخلاقي.
۳) د اپسټین قضیه؛ د لوېدیځ د روایت درز
د اپسټین په څېر قضیې هغه نقاب څېري، چې لوېدیځ اغوستی و.
له دې څرګندیږي چې د بشري حقونو شعارونه د قدرت د طبقې لپاره استثنا لري.
قانون شته، خو ټول یو شان پرې نه تطبیقېږي.
ماشومانو ته زیان، جنسي استثمار او پټ شبکهيي جنایتونه ښيي چې اخلاق هلته هم قرباني کېږي—یوازې په ځیرکه ژبه پټېږي.
نو لوېدیځ نه دا چې اخلاق یې پرېښي، بلکې بازاري کړي یې هم دي :
۴) اصلي تضاد چېرې دی؟
ختیځوال ځانونه تقدس ته نږدې ګڼي، ځکه اخلاق یې له اسمان سره تړلي.
لوېدیځ ځانونه د حقونو مدافع بولي، ځکه اخلاق یې له قانون او ځواک سره تړلي.
خو:
ختیځ کې تقدس ډېری وخت د ظلم پټولو وسیله ګرځي.
لوېدیځ کې بشري حقونه د منافقت پرده ده.
نه ختیځ مقدس دی، نه لوېدیځ منصف.
یو یې په مدرسو کې پر معنویت، اخلاقو او تقدس د بد اخلاقۍ قدمونه ږدي، بل یې اخلاق له دینه د قانون چوکاټ ته ولېږدول او بیا ترې په پوره واک ځواک سرغړونه کوي، یعنې د جرم انګېزه یو شان خو عقیدوي منشاوې او عنوانونه یې توپیر لري.
اصلي ستونزه دا نه ده چې څوک څه وایي، بلکې دا ده چې څوک حساب ورکوونکی دی او څوک نه.
بل توپیر دا دی چې پر خپل جرم عتراف کوي خو موږ یې منو هم نه او تقدیر هم ملامتو.
جیفري ایپسټین څوک و؟
جیفري ایپسټین په 1953م کال کې د نیویارک د بروکلین په یوه یهودي مېشته سیمه کې د یوې منځنۍ کچې یهودي کورنۍ کې وزېږېد. ده د ښوونځي زده کړې بشپړې کړې، خو چې پوهنتون ته ولاړ، خپلې لوړې زده کړې یې بشپړې نه کړې. هغه په ریاضي کې تکړه و، نو هماغه مهال یې په یوه ښوونځي کې د ریاضي د ښوونکي دنده ترلاسه کړه. خو یوازې دوه کاله وروسته، د دندو په سمه توګه نه ترسره کولو له امله له دندې ګوښه شو.
جیفري یو ډېر جذاب او د اړیکو په جوړولو کې ماهر شخصیت درلود. د ښوونکي په وخت کې د خپل یوه زده کوونکي له پلار سره بلد شو چې د بانک مدیر و. له ښوونځي څخه تر ایستل کېدو وروسته، د همدې اړیکې له لارې په بانک کې دنده ورته پیدا شوه.
هغه تر 1981م کاله پورې نږدې پنځه کاله په بانک کې کار وکړ. په دې موده کې یې خپلې اړیکې لا پراخې کړې، خو وروسته نوموړی د درغلیو او مشکوکو مالي راکړو ورکړو له تورونو سره وتړل شو او بالاخره یې بانک هم پرېښود.
په همدې کلونو کې د هغه لومړۍ ملګرې ایوا انډرسن (د سویډن د ښکلا پخوانۍ ملکه) وه. هغه نیویارک ته کډه شوه او دا اړیکه شاوخوا لس کاله روانه وه. له بانک وروسته، جیفري د شتمنو کسانو لپاره د مشورې
[16:50, 03/02/2026] +44 7876 458989: (کنسلټینګ) یوه اداره جوړه کړه او له همدې لارې یې نورې هم اغېزناکې اړیکې جوړې کړې.
په 1991م کال کې یې له ایوا انډرسن سره اړیکه پای ته ورسېده. ویل کېږي چې بېلتون په ارام او دوستانه ډول وشو، او آن دا هم ادعا کېږي چې جیفري خپله له هغې سره مرسته وکړه څو د ګلن ډوین په نوم له یوه میلیاردر سره اړیکه ټینګه کړي.
له 1991 وروسته، هغه له غزلین میکسویل سره بلد شو، چې د لیکوال رابرټ میکسویل لور وه. د هغې کورنۍ هم یهودي وه، او د رابرټ په اړه دا ادعا کېږي چې له موساد سره یې اړیکې لرلې. ځینې روایتونه وایي چې له همدې ځایه د جیفري د استخباراتي اړیکو کیسې هم راولاړې شوې.
له همدې مودې وروسته، د جیفري او غزلین د ګډ ژوند نوی پړاو پیل شو. جیفري پر کم عمره نجونو د نفوذ، دوکې او استحصال تورن شو، او ویل کېږي چې وروسته یې دا ناوړه کړنې د شتمنو او بااثره کسانو لپاره هم برابرولې. ځینې دا ادعاوې هم کوي چې په دې کارونو کې منظم ملاتړ موجود و، خو دا خبرې تل د بحث او اختلاف موضوع پاتې شوې دي.
ویل کېږي چې قربانیانې د پیسو، ژمنو او ګواښونو له لارې چوپ ساتل کېدې، او د ده شتمني او کاروبار نور هم پراخېده. جیفري ډېر مجلل کورونه، ماڼۍ، بېړۍ، شخصي الوتکې او یو شخصي ټاپو درلود چې هلته به ځانګړي مېلمانه ورتلل.
د هغه پر ضد لومړنی ثبت شوی شکایت په 1996م کال کې د ماریا فارمر له خوا وشو، چې ادعا یې وکړه په کور کې پرې جنسي تېری شوی. خو قضیه د هغه د نفوذ له امله جدي پایلې ته ونه رسېده.
په 2005م کال کې د فلوریډا د پام بیچ په سیمه کې، د یوې 14 کلنې نجلۍ مور پولیسو ته شکایت وکړ چې لور یې د پیسو په بدل کې جنسي ځورول شوې. له دې وروسته تحقیقات پیل شول، رسنیو موضوع راپورته کړه، او نورې قربانیانې هم مخې ته راغلې. شمېر یې تر سلګونو ورسېد.
په 2007م کال کې، د فدرالي څارنوالۍ له لوري ورسره یو ډېر نرم ډول تړون وشو، چې وروسته پرې سختې نیوکې وشوې. په 2008م کې هغه محدود بند تېر کړ او قضیه ظاهراً وتړل شوه. خو له کلونو وروسته دا معامله د “پټې هوکړې” په نوم سخته وغندل شوه.
په 2018م کال کې میامي هیرالډ ورځپاڼې د ژورنالیستي تحقیقاتو یوه لړۍ خپره کړه چې پکې د لسګونو قربانیانو مرکې شاملې وې. دا راپورونه د عامه فشار لامل شول او قضیه بیا پرانیستل شوه.
په جولای 2019م کې جیفري ایپسټین ونیول شو. څه باندې یوه میاشت وروسته په زندان کې مړ وموندل شو، او رسمي راپور یې مرګ ځان وژنه وبلله، خو په دې اړه لا هم ګڼ شکونه او پوښتنې شته.
د هغه نږدې همکارې غزلین میکسویل وروسته ونیول شوه، محاکمه شوه او په بند محکومه شوه. د قضیې اړوند میلیونونه اسناد راټول شول، چې یوه برخه یې عامه شوه او یوه برخه لا هم محرم بلل کېږي.
دا قضیه د معاصر تاریخ له تر ټولو لویو جنسي او سیاسي رسواییو څخه ګڼل کېږي، او لا هم د بحث، څېړنو او لانجو موضوع ده.