پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د میرزا غالب دوه بیتونه | عصمت الله ځلاند

د میرزا غالب دوه بیتونه | عصمت الله ځلاند

تجھ سے قسمت میں مری صورت قفل ابجد
تہا لکھا بات کہ بنتی ہی جدا ہوجانا

تفسير:-

له قفل ابجد څخه هغه کولپ مراد دى چې د تورو په يو ځاى کولو سره خلاصيږي، يعنې د تورو پاسورډ ولري او کله چې سم تورې پکې ووهل شي نو خلاص شي.

مرﺯا خپل محبوب ته وايي چې له تا سره په اﺯل کې ﺯما اړيکه داسې ليکل شوې وه لکه د ابجد د کولپ په څير چې توري يې سره يو ځاى شي نو د کولپ دوه برخې يو له بله سره بېلې شي، همداسې ﺯه او ته چې کله سره مخامخ شولو او ﺯما ﺯړه دې راڅخه يوړ نو د قسمت د پرېکړې له مخې راڅخه جلا شوې.

دغه يو ځل ليدل، مئيندل او بيا جدايي د محبت د سوﺯ او ګداﺯ ورستى حد دى چې مرﺯا په ډېر هنريت او نهايت ښکلي انداﺯ د ابجد کولپ سره په تشبيه کې انځور کړى دى‌.

همدې ته ورته يو مضمون د حافظ شيراﺯي په دې بيت کې هم کتلى شو:-
شيدا از آن شدم که نگارم چو ماه نو
ابرو نمود و جلوه گری کرد و رو ببست.
2:-
بیضہ آسا تنگ بال و پر ہے یہ کنج قفس
از سر نو زندگی ہو گر رہا ہوجائیں

په دې بيت کې مرﺯا د دې نړۍ ژوندانه ته يوه نادره او بې مثاله اشاره کړې او داسې تصوير يې ترې ويستلى دى چې تر ننه يې بېلګه نشې موندل کيداى.

وايې چې دا دنيا ﺯمونږ د وﺯر وهلو (ژوند) کولو لپاره د هګۍ په څېر تنګه ده.

د هګۍ ﺫکر له دنيا سره په رعايت کې ددې لپاره راغلى دى چې د هګۍ په منځ کې هم ژوندى چرګوړى وي، خو ژوند يې هغه مهال پيليږي چې هګۍ ماته شي او دى ترې بهر راووځي.

د مرﺯا په قول چې دا دنيا هم ﺯمونږ د ژوندانه لپاره هغه شان تنګه ده لکه د چرګوړي لپاره چې هګۍ تنګه وي، په دوهمه مصرعه کې تشريح ورکوي او وايي چې ﺯمونږ اصلي ژوند به هغه وخت له سره شروع شي چې کله له دې تنګې دنيا څخه اﺯاد شو او حقيقي جهان ته ور دننه شو لکه څرنګه چې چرګوړى له هګۍ څخه راووځي نو ژوند يې پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب