شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغان سفیر د لور...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغان سفیر د لور د ربړوونکو په اړه څېړنې کوي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۸) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، امنیتي چارواکي د دوو ټکسیانو له یوه چلوونکي سره په تماس کې دي چې له موټر څخه یې په هغه ورځ کار اخیستل شوی و، چې د افغانستان د سفیر لور وتښتول شوه.

رشیداحمد له جیونیوز سره د شنبې په ورځ په مرکه کې وویل، امنیتي چارواکي له کورنۍ سره هم په تماس کې دي خو تراوسه پورې یې د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د ده اشاره غالباً د افغانستان د سفیر کورنۍ ته وه.

د اج تلویزیون پر اساس، شیخ رشید دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان شیخ رشید ته امر وکړ چې د افغانستان د سفیر د لور په پېښه کې لاس لرونکي باید په ۴۸ ساعتونو کې ونیول شي او د پېښې ټول پټ اړخونه څرګند شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، صدراعظم عمران خان دغه راز ویلي، باید ټولې قانون نافذوونکې ادارې د دې پېښې په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي او دا یقیني کړي چې د مجرمانو په نیولو کې له ټولو امکاناتو کار اخلي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې مجرمان به عدالت ته راوکاږل شي.

دغه وزارت همدا راز ویلي چې له اړوندو امنیتي چارواکو او د سفیر له کورنۍ سره په نژدې تماس کې دي او د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هرراز همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سفارت او د سفیر امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان د دپلوماتانو،‌ د هغوی د کورنیو د غړو او کارکوونکو د امنیت او مصونیت په اړه ژوره خواشينې ښودلې ده او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي، عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، «د پاکستان له حکومت څخه غواړي‌ چې د بین المللي میثاقونو او ژمنو په اساس، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او قونسلګری، د دپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د بشپړ امنیت په اړې دې لازم او عاجل اقدام وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب