دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې په پښتو ژبه کې کره کتونکي یا کره کتنه په نشت حساب ده. دا شاید ډېر لاملونه ولري، خو زما په اند یو لوی لامل یې دا هم دی چې موږ د کره کتنې زغم نه لرو.
هسې خو په هیچا هم نیوکه ښه نه لګېږي، وای کارغه خپل بچي ته وایي چې های زما سپینکیه زویه او شکوڼ ورته وایي چې وای زما پستکیه زویه! دوی ځکه داسې ورته وایي چې اولاد یې دی، دغسې هر هنري اثر هم د لیکوال/شاعر معنوي اولاد وي، هر ډول چې وي، دوی ته ښه ښکاري؛ مګر بل څوک خو بیا د دوی له سترګو نه ورته ګوري.
خو د نورو خلکو برعکس پښتانه چې یو څه تندخویه او په ځان مین خلک دي، نو د کره کتونکي نیوکه اسانه نه شي زغملای. دلته چې ډېره وړه خبره هم په شخصي او اجتماعي اړیکو کې خنډ پېښولای شي، نو له همدې امله هم ډېر کسان کره کتنې ته زړه نه ښه کوي.
د کره کتنې یوه مهمه دنده د کره او کوټه بېلول دي، نقد چې په ادبیاتو کې یو مهم اصل دی د تخلیقي ادب په وده کې خورا لویه ونډه لري.
که کره کتنه نه وي، نو شاعر و لیکوال به څنګه په خپلو تېروتنو او کمالونو پوهه شي. رسول حمزه توف لیکي چې: ابوطالب د داغستان یوه نقاد ته ویلي و: زه د انګورو نه شراب وباسم او ته د څښلو نه وروسته دا فیصله کوې چې دا شراب په میلمستیا کې د اېښودلو دي او که نه؟
البته دا په دې مانا نه ده چې موږ باید هره کره کتنه یا د هر نقاد خبرې په پټو سترګو ومنو او په وړاندې یې غبرګون و نه ښایو. کره کتونکی که د کارغه بچي ته تور ووایي او دا خبره که هر څو په کارغه بده هم ولګېږي، خو نور خلک کره کتونکی ګرم نه بولي، خو ولې که کره کتونکی د د دروېش په خبره د طوطي بچي ته تور ووایي، نو بیا خبره اپوټه کېږي او خلک یې ملامت ګڼي.
شاعر او لیکوال باید د کره کتونکو نظرونو ته وګوري او په دې ځان وپوهوي چې د چا نظر سم دی؟ د چا انتقاد له ښه نیته دی؟ د چا له بد نیته؟
هوښیار پنځګر هغه وي چې د کره کتونکو د ستاینو او انتقادونو د ارزونې وړتیا ورسره وي، ځکه ډېری ستاینې پنځګر بې لارې کوي، خو ډېر سم انتقادونه یې ممکن سمې لارې ته راوبولي.
دروېش دُرانی په خپل کتاب “کره کتنه او د هغې زغمل” کې کره کتونکي په دریو کټګوریو وېشي.
یو هغه دي چې په اصطلاح د طوطي بچي ته تور وایي، دوی ځکه داسې کوي چې نیت یې خراب وي، له شاعر او لیکوال سره عناد لري او ښه نوم یې ورباندې نه پېرزو کېږي. خو د دغو کره کتونکو په منطق او نیوکه کې هومره زور نه وي چې د هغه کس د هنر دنګ او پیاوړی غر راونړوي، بلکې د ده په عناد او خراب نیت خلک پوهېږي، د دې په ځای چې دی پنځګر ته زیان واړوي، برعکس تاوان پخپله همدغه زهرجن کره کتونکي ته رسېږي او خپل شخصیت او حیثیت ته صدمه اړوي.
دویم ډول کره کتونکي چې د دوی هم تر ډېره نیوکې بېځایه وي او له جدي غبرګون سره مخ کېږي، هغه کسان دي چې نه یې نیت خراب وي او نه له پنځګر سره کومه عقده پالي، خو دا چې د علم او پوهې سکې ورسره کمې وي، نو خبره ځینې ورانه شي.
یو کس پیژنم، د عمر او مطالعې په لحاظ لا ډېر خام دی، خو همېشه د ادب د لویو استادانو په پنځونو ډېرې بېځایه نیوکې کوې، لومړی مې فکر کاوه چې ممکن دا کس د ډېر خراب نیت څښتن وي، خو وروسته پوه شوم چې د ده د بیځایه نیوکو لامل د نیت خرابوالی نه دی، بلکې له ده سره د علم او پوهې کمی دی او داسې ترازو ورسره نشته چې لوی ادب پرې سم وتللاي شي او موږ ته یې پوره وزن راوښیي، بس په ناپوهۍ کې د چا سیر ته نیم سېری ووایي او هغه جدي غبرګون څرګندولو ته اړ باسي.
درېیم ډول کره کتونکي د دُراني صاحب په اند هغه دي چې هم یې نیت سم وي، هم پوهه لري او هم یې خبرې منطقي او په تول تللې وي.
که څه هم درېیم ډول کره کتونکي په پښتو کې خورا کم دي، لامل یې شاید دا وي چې، نن سبا لوستونکي زیات دي، مګر جدي لوستونکي ډېر لږ پیدا کېږي. کله چې جدي لوستونکي زیات شي، نو د کره کتونکو شمېر هم ورسره زیاتېږي. شاعر او لیکوال چې پوه شي له جدي لوستونکو سره مخامخېدونکی دی، ممکن بیا د ادب په ایجاد کې احتیاط وکړي او هر څه د ادب په نامه راباندې و نه لولي.
موږ که غواړو چې اوچت اثار وپنځوو، په خپلو تېروتنو او کمالونو پوهه شو، نوښتونه وکړو او د ادب په دنیا کې بېساری پرمختګ وکړو، نو باید د درېیم ډول کره کتونکو خبرو او نیوکو ته غوږ شو، زده کړه ترې وکړو او په سړه سینه یې وزغمو؛ ممکن زغمل یې څه ناڅه سخت وي، ځکه چې هر هنري اثر د هنرمند معنوي اولاد وي، هغو یې په زیږولو، روزلو او نړۍ ته په وړاندې کولو کې ډېر درد ګاللی وي، خو په راتلونکې کې د واقعي کار او پرمختګ لپاره اړ یو چې د خپل اولاد په کمزوریو او نیمګړتیاوو غور وکړو.
زموږ یو عیب دادی چې له یوې خوا که د غیرمنطقي کره کتنې زغم نه لرو، همداسې په منطقي او پر ځای کره کتنه کې هم د ځان توهین او د کره کتونکي عقده راښکاري او په خبرو یې چندان غور نه کوو.
هغوی چې د لوی شاعر یا لوی لیکوال جوړېدو ارزو لري، باید د درېیمې کټګورۍ د کره کتونکو د نیوکو زغم ولري، د هغوی له تجربو او سپارښتنو د خپلو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره ګټه واخلي.
همدارنګه هغه کسان چې د منطقي کره کتنې زغم نه لري، ادیب به شي، خو واقعي ادیب جوړېدل به یې ستونزمن وي.