Homeخبرونهولې میلیاردران سویس ته مهاجرت کوي؟

ولې میلیاردران سویس ته مهاجرت کوي؟

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د سویس تر ټولو شتمن کس، ژرار ورتهایمر، یو فرانسوی سوداګر او د «شنل» لوکس برانډ شریک مالک دی چې اوس په جینوا کې اوسیږي. خو اټکل کېږي چې تر د ده ترڅنګ، سلګونه نور بهرني میلیونران به هم د روان میلادي کال تر پایه د دې نمونې پیروي وکړي.

د «هنلي اند پارټنرز» شرکت د راپور له مخې، د جیوپولیټیکي ګډوډیو او په ځینو هېوادونو کې د رژیمونو بدلون د دې سبب شوی چې میلیونران د خپلو سیمو پرېښودو ته مجبور شي او د نړۍ د غوره ځایونو په لور کډوال شي. د پانګونې له لارې د کډوالۍ دغه مشورتي شرکت وړاندوینه کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به نژدې ۱۵۰۰ لالهانده میلیونران سویس ته لاړ شي.

د دې شرکت د ۲۰۲۴ کال د کلني راپور پر بنسټ، د شتمنۍ دا لوی بدلون به سبب شي چې ۱۲۸ زره میلیونران د استوګنې ځایونه بدل کړي. ځینې د جګړو له امله او ځینې نور د ظالمو رژیمونو د وېرې له امله خپل هېوادونه پرېږدي، ځینې د بندیزونو له کبله او نور بیا یوازې د دې لپاره چې لږ مالیه ورکړي. سویسي پانګوال اریک سارازین د سویس «زونتاګ» ورځپاڼې ته وویل: «هر څوک چې شتمني راټوله کړې، غواړي هغه د خپلې کورنۍ لپاره وساتي. نو امنیت یو ټاکونکی عامل دی. په داسې حال کې چې سیاسي کړکېچونه په هر ځای کې په زیاتېدو دي، زه سویس د ثبات ټاپو بولم.»

د شتمنۍ د کډوالۍ ریکارډ

هنلي اند پارټنرز وایي، مخکې له دې په نړۍ کې کله هم دومره ډېرو میلیونرانو د ښه کور د موندلو لپاره په یوه کال کې کډوالي نه ده کړې.

سویس، چې په نړۍ کې د پانګونې تر ټولو ستر او خوندي مرکز دی، له ډېر وخت راهیسې د شتمنو کسانو د دویم کور په توګه پېژندل کېږي. دا هېواد د آلپ غرونو په زړه کې د ثابت حاکمیت، بې سارو ښکلو منظرو، د نامعلومې اوسېدنې (په داسي ډول چې څوک دې ونه پېژني) او د شتمنو لپاره د سخاوتمندو مالیاتي معافیتونو له کبله شهرت لري.

په تېرو لسیزو کې، د سویس بېلابېلو کانتونونو (ولایتونو) کې د موسیقۍ د ستورو، شتمنو سپورتي لوبغاړو، بریاليو سوداګرو او نورو بهرنيو شتمنو کسانو تود هرکلی شوی دی. دا کانتونونه هم د هغوی د جذب لپاره ډېرې هڅې کوي. دوه کاله مخکې، لسګونه نارویژي شتمن کسان د خپل هېواد د مالیاتي رژیم د بدلون له امله سویس ته کډه شول. اوس اټکل کېږي چې نور شتمن خلک به هم د بریتانیا پرېښودو ته مخه کړي، ځکه د دې هېواد نوي حکومت د شتمنو کډوالو د مالیاتي وضعیت د بدلون پرېکړه کړې ده. هالنډ او فرانسه هم د دې په لټه کې دي چې له خپلو شتمنو کسانو څخه زیاته مالیه واخلي.

«یوبي‌ایس» بانک وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به د بریتانیا مېشتو میلیونرانو شمېر شاوخوا ۱۷ سلنه کم شي.

د شتمنو د جذبولو لپاره سیالي

 سویس د شتمنو د جذبولو لپاره له نورو هېوادونو سره په سخته سیالۍ کې ښکېل دی. متحده عربي امارات د روسي او هندي میلیونرانو د جذبولو لپاره یو مؤثر مرکز بدل شوی دی. سنګاپور او استرالیا هم په د اسیايي میلیونرانو په جذبولو بوخت دي.

په اروپا کې، پرتګال او ایټالیا خپل مالیاتي سیستمونه بدل کړي ترڅو لا زیات شتمن جذب کړي.

که څه هم سویس لا هم د شتمنو لپاره د یو جذاب ځای په توګه ګڼل کېږي، خو د پخوا په څېر سخاوتمند نه دی. د ۲۰۰۷/۲۰۰۸ مالي بحران د دې لامل شو چې حکومت د ځانګړو مالیاتي معافیتونو قوانین یا «په یو وار ټولې پیسې» سیسټم، چې کانتونونه یې وړاندې کوي، سخت کړي. ځینو کانتونونو لکه زوریخ د دې کړنلارې د بشپړ منع کولو ته رایه ورکړه. د «په یو وار ټولې پیسې» مالیاتي سیسټم یو داسې ماډل دی چې د سویس په ګډون په ځینو هېوادونو کې د بهرنیو شتمنو کسانو د جذب لپاره جوړ شوی دی. په دې سیسټم کې مالیه د یوه فرد د ژوند د لګښتونو پر اساس ټاکل کېږي، نه د هغه د عمومي شتمنۍ یا عاید پر بنسټ. نو فرد اړ نه دی چې د خپلې شتمنۍ اندازه د سویس حکومت ته په ډاګه کړي.

پر دې سربېره، ځانګړې مالیاتي وضعیت د دې مخه نیسي چې د معافیت ترلاسه کوونکي د بهرنیو فعالیتونو له لارې عاید ترلاسه کړي.

سره له دې، د ځینو خلکو په نظر، سویس لا هم د شتمنو لپاره ډېر له سخاوته کار اخلي. د روان کال په پیل کې، د سویس د سوسیال دیموکرات ګوند د ځوانانو څانګې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې د هغې پر بنسټ یې غوښتنه وکړه چې د اقلیم د خوندیتوب د اقداماتو لپاره د شتمنو کسانو پر میراثونو دې ۵۰ سلنه مالیه ولګول شي.

منتقدان باور لري چې داسې مالیه به د بهرنیو شتمنو لپاره د سویس جذابیت کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...