شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبدا غل دی/ ایمل مړوند

دا غل دی/ ایمل مړوند

 ((دا غل دی )) د ځوان لیکوال نصرت ارمان د لنډو کیسو ټولګه ده، چې ختیځ ادبي بهیر ملګرو يې، د مخکتنې لپاره خپله ( ۴۹ ) مه اونیزه ناسته ځانګړې کړې وه.د مخکتنې دغه غونډه د ( ۱۳۹۲ ) کال د چنګاښ په ( ۷ ) مه، د جمعې په سهار، د جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې د محمود خزان لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پیل شوه.

د دریځ چارې احمد جمال جمال سره وې، مشري یې د دوست محمد دوست پر غاړه وه او میلمانه يې سلطان عزیز عزام او ډاکټر خیرالله خیال وو.

په سر کې  د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاالدین همت مل ټولو راغلو ملیمنو او فرهنګیانو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه: (( نصرت ارمان تنکی زلمی دی او د نننۍ غونډې موخه د ځوانانو  د هڅونه ده.))

ورپسې صادق الله صادق د غونډې ګډونوالو ته د نصرت ارمان پیژندنه وکړه،هغه وویل:

  (( ښاغلی نصرت ارمان د نوموتي شاعر او لیکوال عزت الله ځواب زوی دی، چې له نن  نه ( ۱۸ ) کاله وړاندې يې د ننګرهار د روغانیو په سرکې کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولي او په ( ۱۳۹۲ ) کال د ننګرهار له عالي لیسې فارغ شوی . زما لپاره د خوشالۍ خبره داده، چې نصرت په ډېر کم عمر کې د خپلې بې کچې مینې له امله چې د لیکوالۍ او  په ځانګړي ډول د کیسو لیکلو سره يې لري، نن د یوې ټولګې لنډو کیسو ( دا غل دی ) څښتن دی.))

تر پېژندنې وروسته  د ننګرهار د ښونې او روزنې د پوهنځي استاد شېر حسن کمالزی مقاله واوروله.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي : (( نصرت ارمان په خپلو کیسو کې د روانو حالاتو ترجماني کړي ده، دی لا تنکی  زلمی دی، خو کیسې يې تر ده ډېرې پخې دي او تمه لرم چې یو وخت د ښو کیسو لیکونکو په ډله کې وي.))

بل وینا وال کیسه لیکوال او شاعر  باز محمد عابد و. هغه د ارمان د نثر لیکلو ژبه وستایله او زیاته يې کړه: (( نصرت د خلکو پر ژبه د هغوی سره ګړیږي، چې دا يې تر ټولو لوی کمال دی اوکه همداسې مخکې لاړ شي، نو په نږدې وخت کې به یولوی نثر لیکونکی شي.))

باز، د یادې شوې ټولګې څخه د ( خارج) په نوم کیسه، لنډه کره کتنه وکړه.

نوموړي که څه هم د نصرت لنډې مکالمې او ډایلاکونه وستایل، خو یو شمېر اضافي جملې او کلیمې يې هم یادې کړي.

د دې کیسې په یوه برخه کې راغلي: ((  هغه کښتۍ چې افغان ځوانان په کې سپاره وو، په سمندر کې ډوبه شوې ده او په غوښو يې د سمندر نهیګانو خپلې خولې سرې کړې وې)) او بیا وروسته  وايي: (( کلي ته خبر راغی چې قبرونه وباسي چې د ډوبې شوې کښتۍ مړي راوړل کیږي او بیا کلیوالو  ۱۸ قبرونه وویستل.))

عابد پر دغو دوه پراګرافونو د نیوکې په توګه وویل:

 (( کله چې خبرونو کې وویل شول، چې کښتۍ ډوبه شوه او د افغان ځوانانو په غوښو نهنګانو خولې سرې کړې، نو بیا يې جسدونه له کومه شول؟))

نوموړي په کیسه کې ځينو نورو اضافي جملو او پراګرافونو ته هم ګوته ونیوله او نصرت ارمان يې خپلو نیمګړتیاو ته متوجه کړ.

 له دې وینا وروسته،  حضرت یوسف یوسفزي ښکلي ترنم وکړ او بیا ځوان لیکوال او شاعر نصرت الهام دریځ ته ودرید او د  نصرت ارمان تنکۍ لیکوالي يې خوښه کړه خو پر لیکوال یې غږ وکړ چې د استادانو لارښونې له یاده ونه باسي.

په غونډه کې  خالد خالقیار د اجمل اند او باز محمد عابد د ښکليو  غزلونو په ترنم ګډونوال ونازول.

سلطان عزیز عزام هم  په کتاب لیکنه کړې وه، چې د نصرت کیسې يې په کې تول کړې وې او د یو شمېر کیسو ښېګنې او بد ګڼې يې په ګوته کړې وې.

ښاغلي عزام د نثر لیکلو په ډګر کې د نصرت ارمان پل ایښودل ډېر له ارزښته ډک یاد کړ.

  بیا د کابل پوهنتون استاد او د ختیځو ولایتونو د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر   لال پاچا ازمون په یاده شوې ټولګه خبرې وکړې.هغه وویل : (( هر نقد او کره کتنه چې کیږي باید د شخصیت د سن، عمر او تجربو ته په کتو وشي. زما په باور په دې عمر کې د درې جملو لیکل هم ډېر لوی او ستر کار دی)).

استاد ازمون هم د نصرت ارمان د نثر لیکلو هنر وستایلو او زیاته یې چې ارمان به ګرامري تېروتنې کړي وي، خو په دې تنکۍ ځوانې کې د داسې نثر لیکل لوی کمال دی.

 د ازمون په خبره که چېرته یو لیکوال ډېر ښه داستان لیکونکی وي، خو چې داستاني ژبه ونه لري خلک له ځان سره نه شي ساتلي.

نوموړي  وویل: (( که چېرته ژبه ډېره تخنیکي شي، نو مصنوعي کیږي او د داستان او کیسې له خونده ځي.))

ورپسې بشري د یو مست ترنم لپاره دریځ ته وبلل شو او یو شیبه يې ټول بهیروال د ترنم په ټال وزنګول او په چکچو بدرګه شو.

تر ترنم وروسته عزت الله ځواب دریځ ته راغلو، د غونډې له جوړونکیو او ویناوالو یې مننه وکړه.

هغه همدارنګه وویل چې  نصرت ته یې وخت په وخت مشورې ورکړي او مطالعې ته یې هڅولی دی.

په ورستې برخه کې نصرت ارمان له ټولو مشرانو او بهیروالو مننه وکړه چې نیکې او رغنده مشورې يې ورته ورکړې او ژمنه یې وکړه چې په دغو مشورو به عمل کوي.

په پای کې د ناستې مشر دوست محمد دوست غونډه ډېره ښه وارزوله او د جوړونکو يې مننه وکړه، تل يې ورته غونډې جوړې کړي دي.

د راتلونکې اونۍ لپاره وتاکل شوه، چې د کیسه لیکنې په اړه په د هیواد تکړه لیکوال نعمان دوست ادبي درس وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د یادو شویو ویناوالو سربېره احمد جمال جمال، محمود خزان، ډاکټر خیرالله خیال اومید حیران او ځينو نورو  راغلو پرهنګیانو هم پر کتاب خبرې او مقالې واورولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب