ليکوال: عبدالنافع همت
ښاغلي غضنفر صاحب تل داسي موضوعاتو ته ګوتي ور وړي چي نورو ليکوال نه وي په خبر او يا يې لږ خبرې پر کړې وي. دا وار يې د عددي صفت متمم کلماتو موضوع را مخ ته کړه چي پر ډېرو ليکوالو ښه ولګېده، په دې لړ کي استاد محمد معصوم هوتک هم دغه موضوع په مخه کړه او نوره يې هم پسي وسکښتله.
دا موضوع ما څو واري له ليکوالو او لوستو خلکو سره شاربلې ده خو هغه د چا خبره کوچي مي نه دي په کړي، ستونزه دا ده چي د دې موضوع لپاره مي يوه علمي اصطلاح او نوم نه درلود، دا دی د غضنفر صاحب يې کورودان چي اخير يې په دې غړکه کوچي وکړل، دې موضوع ته يې هم مناسب نوم پيدا کړ او هم يې ښه په زړه پوري وشنله.
زما چي په دې باب څه واحدونه ياد ته راغلل هغه مي دلته وليکل، خو له هغو واحدونو څخه تېر سوم چي آغلي لينا شريفي، ښاغلي نيازي او هوتک صاحب ياد کړي ول. ښايي دا لړ به بشپړ، کره او ډېر عام نه وي ځکه هغه څه چي ياد ته مي راغلل ژر مي وليکل. دا هغه خبري دي چي ما له خپل پلار، مور، اناګانو، نيکه ګانو، مشرانو او کندهار له پښتنو څخه اورېدلي دي، ګران لوستونکي کولای سي چي د اندازه کولو دا واحدونه ولولي او د خپلي سيمي د واحدونو په ور زياتولو سره دا لړۍ پسي وغځوي. زما د عددي صفت د متممو کلماتو لړۍ په دې ډول ده :
د مساحت اندازه کولو واحدونه:
١- يوه يکي ځای. په دې باب يوه کيسۍ سته چي وايي: زما يو شی دی کشمشی دی، ټوله ورځ تللی وي ماښام چي کور ته راسي د يوې يکۍ ځای نيسي. ځواب يې لکړه ده.
٢ – يو نوک ځای. خلک وايي چي اول نوک ځای کړه او بيا سوک.
٣- يو ورغوی ځای. خلک وايي چي د فلاني پر بدن د يوه ورغوي په اندازه ټپ و
٤- يو ښار کور. ( د کور د پراخوالي لپاره ويل وکېږي)
٥ – يوه پوله شپيشتي (رشقه) د رشقې يا شفتلو ځمکه پر پولو وېشل سوې وي چي هري ليکي ته يې پوله وايي) .
د مايعاتو اندازه کولو واحدونه:
١- يوه اوښکه تېل.
٢- يو څراغ تېل ( هغه اندازه تېل چي د اليکين څراغ ذخيره يو وار په ډکېدای سي)
٣ – يو څک اوبه ( له څک څخه مطلب هغه لږ اوبه دي چي يو وار څکل کېږي يا خوله په لندېږي)
يوه ګوته غوړي . هغه غوړي چي يوه ګوته په غوړېږي، خلک وايي چي د غوړو په ځک او يا ټيم کي يوه ګوته غوړي نسته.
٤ – يو څاڅکی يا يو څک وينه. ( دلته له څک څخه يو څاڅکی وينه مطلب ده)
٥- يوه غړکه شلومبې
٦- يوه دکۍ مستې ( دکۍ يو ډول خاورين لوښی دی چي شيدې پکښي مستې کېږي)
٧- يوه لپه اوبه
٨ – يو چوړونګی اوبه ( کله چي منګی يا د اوبو بل لوښی وښوري نو د اوبو اواز ته يې چړونګی وايي، دلته يې مطلب دا دی چي دومره اوبه پکښي نسته چي اواز دي وکړي) .
٩- يو زنګون اوبه ( دا واحد د اوبو د ژوروالي لپاره کارېږي، مثلا وايي چي ددې رود اوبه تر زنګو پوري دي او يا دا متل دی چي وايي : فيل که مړ هم سي په نس کي يې يو زنګون اوبه ولاړي دي.)
١٠- يو قد اوبه (دا واحد هم د اوبو د ژوروالي لپاره کارېږي، مثلا وايي په دې رود کي دوه قده اوبه بهېږي) .
١١- يو سور چای (کله چي سړی د تودو چايو غوړپ کوي نو اواز ته يې سور وايي.)
١٢- يو غوړپ اوبه
١٣- يوه وياله اوبه (وايي اسلم خان په فلاني ځای کي يوه وياله جايداد لري)
١٤- يو ساعت اوبه ( دا واحد د اوبو لګولو لپاره کارول کېږي)
١٥- يو کټوری اوبه (دا واحد د څښلو د اوبو لپاره هم استعمالېږي خو په کندهار کي د اوبو لګولو په مفهوم ډېر ويل کېږي. پخوا چي اوبه لږ وې نو د اوبو مشر (مير اب) به يو ځانګړی کټوری ساتلی او هغه ته به يې په تل کي يو سوری ورکړی و، بيا به يې دا کټوری د اوبو په ستل کي کښېښود، کله چي به کټوری د سوري له لاري له اوبو ډک سو نو د ابو لګولو دې وخت ته يې يو کټوری اوبه ويلې.
د حجم اندازه کولو واحدونه:
١- کرکنډ ( دا د غير هندسي شکلونو د اندازه کولو لپاره کارېږي لکه معدني مالګه، ډبره، قند، ګوړه او نورو جامدو موادو لپاره کارېږي)
٢- يو ښار سړی (دا واحد د لوی، جګ او چاغ سړي لپاره کارېږي، په تېره بيا هغه سړی چي ډېر کالي يې اغوستي وي لکه کورتۍ، بالاپوښ، لنګۍ، سدرۍ، چپنه، پټو او نور )
٣- يوه خونه ښځه (دا واحد د لويي، جګي، چاغي او بې ډوله ښځي لپاره کارېږي، مانا چي دومره لويه ښځه ده چي يوه پوره خونه په ډکېږي.)
٤- يو جيم خاوره (هغه لنده خاوره يا خټه چي په يوه وار يوم يا بېلچه کي اخيستل کېږي)
٥- يو څرو اور ( يوه سکروټه اور )
٦- يوه ګوله ډوډۍ ( ګوله ياني د دري ژبي لقمه )
٧- يو نس ډوډۍ (هغه اندازه ډوډۍ چي سړی يو وار په مړېږي)
٨- يو غرټی واوره (غرټی د کره وي او ګرديو اجسامو د اندازه کولو لپاره کارېږي)
د وخت اندازه کولو واحدونه:
١- يوه سترګه خوب (دا واحد د خوب اندازه کولو لپاره استعمالېږي، ياني هغه لږ خوب چي د سترګو پټولو او بيرته سترګو پرانستلو تر منځ واټن او وخت ښيي)
٢- يو اړخ خوب (دا واحد هم د خوب د اندازه کولو لپاره کارېږي. کله چي په خوب کي د سړي يو اړخ وچ سي نو پر بل اړخ اوړي چي د خوب دې اندازې ته يو اړخ خوب وايي.)
٣- يوه منډه لار (هغه واټن چي د انسان د يوې منډي په اندازه وي) .
٤- يوه ناره لار (هغه واټن چي له يوه سر څخه يې بل سر ته د انسان ناره يا اواز رسېږي)
٥- يوه سا لار: دا واحد هغه لنډ واټن ته ويل کېږي چي سړی په يوه سا ولاړ سي ياني تر يوې منډي لږ واټن ته ويل کېږي) .
٦- يو عمر وخت (د انسان د ژوند په اندازه وخت)
د کار اندازه کولو واحدونه :
١- يو لاس کالي پرېولل (کله چي ښځي کاليو ته يو وار صابن ورکړي نو دې ته يو لاس وايي)
٢- يو ټک کار (د لاسي خامک په وخت کي چي ستن يو وار تر ټوکر و ايستل سي يو ټک کار بلل کېږي.)
د جنګ اندازه کولو واحدونه:
١- يوه خوله جنګ (د خولې جګړه)
٢- يوه لغته جنګ (د چرګانو جنګ )
٣- يوه مښوکه جنګ (د کرکانو او زرکو جنګ)
د ليدلو او پېژندلو اندازه کولو واحدونه :
١- يوه ديد ليدل
٢- يو مجلس ليدل
د نور يا رڼا اندازه کولو واحدونه :
١- يو څراغ رڼا
٢ – يوه وړانګه لمر
پای