سلګونه کلونه کېږي چې مرګ ته نژدې تجربې هم ساینسپوهان او هم عام خلک حیران کړي او مجذوب کړي دي. له وروستۍ ساه وروسته څه پېښېږي؟ ایا یو کس یوازې له خیالي توهم سره مخامخ کېږي، او که رښتیا هم د ژوند بل پړاو ته انتقالیږي؟ یو امریکايي ډاکټر د ۵۰۰۰ ناروغانو له ارزونې وروسته دا مسئله تشریح کوي.
ډاکټر جفري لانګ، چې د شعاعې معالجې انکولوژۍ متخصص او د “مرګ ته نژدې وخت تجربو د څېړنې انستیتیوت” بنسټ ایښودونکی دی، باور لري چې د دې پوښتنې ځواب له علمي چوکاټ څخه بهر دی.
هغه له ۵۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو قضیې مطالعه کړې، چې مرګ ته د نژدې مهال تجربه یې لرله، او دې نتیجې ته رسېدلی چې دا کیسې تصادفي نه دي. د هغه په وینا، د دې تجربو ترمنځ حیرانوونکې ورته والي یو داسې نهردېدونکی ثبوت دی چې ښيي شعور له مرګ وروسته هم دوام لري.
خو کوم شواهد دي چې دا ډاکټر یې په دې باور یقیني کړی دی؟ د کاناډا یوه فرانسوي ژبې ویبسایټ “lanature” د هغه څېړنې ارزولې او پلټلې دي چې ولې دا ډاکټر په کلکه باور لري چې له مرګ وروسته ژوند یوازې یوه افسانه نه ده. سره له دې، ساینس لا هم هڅه کوي چې دې پوښتنې ته یو دقیق ځواب پیدا کړي.
مرګ ته د نژدې تجربو کشف
ډاکټر جفري لانګ هغه وخت د مرګ ته د نژدې تجربو (NDE) له پدیدې سره اشنا شو، کله چې یو ځوان ډاکټر او د تخصص د دورې محصل (رزیدنټ) و. یوه ورځ چې ده د یوې علمي مجلې پاڼې اړولې، د امریکا د طبي ټولنې په مجله کې یې یوه مقاله ولوستله، چې د هغو ناروغانو حیرانوونکې کیسې یې بیانولې چې مرګ ته د نژدې وخت تجربه یې لرله. دې غیرمعمولي روایتونو د هغه تجسس وپاراوه، او پرېکړه یې وکړه چې دا پدیده ژوره وڅېړي.
مرګ ته د نژدې وخت تجربو د څېړنو بنسټ
د ډاکټر جفري لانګ تجسس هېڅکله نه و کمرنګه شوی، او د دې معما د حل کولو لپاره یې د ” مرګ ته نژدې تجربو د څېړنو بنسټ” (Near-Death Experience Research Foundation) جوړ کړ؛ دا یوه اداره ده چې د دې پدیدې علمي مطالعې ته ځانګړې شوې ده.
ده د شهادتونو د راټولو او سیسټماټیک تحلیل له لارې له ۵۰۰۰ څخه د زیاتو مستندو قضیو یو پراخ ډیټابېس جوړ کړ.
مرګ ته د نژدې تجربو حیرانوونکې ورتهوالی
د دې تجربو یوه تر ټولو حیرانوونکې ځانګړتیا دا ده چې، له کلتور، مذهب یا فردي عقایدو پرته، دا روایتونه له یو بل سره ډېر ورته دي.
هغه ناروغان چې د کلینیکي مرګ یا سختو بحرانونو له حالته تېر شوي، اکثره له بدن څخه د وتلو، د روښانه رڼا د لیدلو، د بشپړې آرامتیا د احساس، یا حتی د مړو عزیزانو د لیدو یادونه کوي.
د ډاکټر لانګ په وینا، دا ورتهوالی نه شي کېدای تصادفي وي. دی باور لري چې دا تجربې د یو داسې حقیقت نښه ده چې زموږ له اوسنۍ علمي پوهې څخه بهر دي، او له مرګ وروسته ژوند یو نهردېدونکې واقعیت دی.
خو د دې نظریې مخالفان، چې د روح او بدن د جلاوالي د نظریې په اړه انتقادي نظر لري، د دې احساساتو علمي توجیه وړاندې کوي، او دا د دماغ د کیمیاوي تعاملاتو او فزیکي عکسالعملونو پایله بولي.
د حیرانوونکو شهادتونو او تکراري نمونو موندل
ډاکټر لانګ، له زرګونو راپورونو وروسته، دې پایلې ته رسېدلی چې د هغو کسانو کیسې چې تر مرګ پورې تللي، د پام وړ ورتهوالي لري.
تقریباً ۴۵ سلنه کسان ادعا کوي چې د “بدن پرېښودو یا له بدن څخه د وتلو” تجربه یې کړې، یو داسې حالت چې په هغه کې یې شعور داسې احساس کوي لکه د خپل بدن له پاسه چې روان وي.
دغه کسان له دقیقو جزئیاتو سره هغه صحنې بیانوي چې دوی ته د درملنې پر مهال پیښې شوې، د ډاکټرانو حرکات، خبرې، او حتی د بیا ژوندي کېدو هڅې. په ځینو مواردو کې، دا جزئیات د نورو شاهدانو له خوا هم تایید شوي، چې د دې تجربو اعتبار لا زیاتوي.
خو دا تجربه یوازې له بدن څخه په وتلو پورې محدوده نه ده. ډېر کسان ادعا کوي چې دوی “بلې نړۍ” ته داخل شوي، یوه داسې سیمه چې د روښنايي او آرامتیا احساس ورکوي.
یو شمېر کسانو ویلي چې له خپلو مړو عزیزانو سره یې لیده کاته کړي، هغه تجربه چې دومره ریښتینې ښکاري، چې د دوی نظرونه یې د مرګ په اړه بیخي بدل کړي.
د علمي محدودیتونو ننګونه
ډاکټر لانګ، سره له دې چې دې چارې ته د شک په سترګو ګوري، خو باور لري چې علمي دلایل د دې تجربو د تشریح لپاره بسنه نه کوي.
اوسنۍ علمي نظریې هڅه کوي چې دا تجربې د دماغي کیمیاوي تعاملاتو یا د اکسیجن د کمښت غبرګون وښيي.
تقي کیمیایي اسدي، چې په امریکا کې د اعصابو او مازغو متخصص دی، باور لري چې دا پدیده، لکه د تونل په پای کې د روښنايي لیدل یا په هوا کې د ځوړندوالي احساس، چې ډېرو کسانو د مرګ په مهال (یا مرګه ته د نژدې کېدو په مهال) تجربه کړی، علمي دلیل لري.
د هغه په وینا، د وینې د فشار کمښت د مغز په ځینو برخو اغېزه کوي، لکه:
- د مغز شاتنۍ برخه (Occipital Lobe)، چې د سترګو لید کنټرولوي، د اکسیجن کمښت له امله ممکن سپینه رڼا تولید کړي.
- هیپوکامپ (Hippocampus)، چې د یادښتونو د تنظیمولو مسوول دی، فعالېږي او د پخوانیو یادونو بیا ژوندي کولو ته لار هواروي.
- پاریټل لوب (Parietal Lobe)، چې د شعور د پروسس کولو مسوول دی، کولی شي د بدن د پرېښودو احساس رامنځته کړي.
په دې اساس، که یو کس له دې حالته بېرته ژوندی پاتې شي، هغه به دا یادونه “مرګ ته نژدې تجربه” وګڼي.
دا توضیحات ښیي چې مرګ ته د نژدې تجربو ډېری پدیدې، ممکن د مغز د عکسالعملونو له امله رامنځته شي، چې د سختو بحراني شرایطو په پایله کې رامنځته کېږي، پرته له دې چې له مرګ وروسته د شعور د بقا ثبوت ولري.
خو د ډاکټر لانګ په وینا، دا علمي نظریې د ناروغانو د بیان شویو تجربو وضاحت، ژورتیا او تسلسل نه شي تشریح کولی. څنګه ممکنه ده چې هغه ناروغان چې د کلینیکي مرګ په حالت کې دي او مغز یې تقریباً غیر فعال وي، بیا هم د ځان په شاوخوا کې پېښې شوې صحنې په تفصیل سره بیان کړي؟
همدارنګه، ولې دا روایتونه، له کلتوري یا مذهبي توپیرونو پرته، له یو بل سره دومره ورته دي؟
دا پوښتنې زموږ د شعور او هستۍ په اړه پوهه له جدي ننګونو سره مخامخ کوي.
ډاکټر لانګ باور لري چې علم باید له خپلو محدودیتونو څخه تېر شي او دا احتمال په پام کې ونیسي چې دا تجربې یوازې د مغز یوه ساده توهمي پدیده نه، بلکې د یو بل حقیقت نښه کېدای شي.
ایا مرګ یوازې یو انتقالي پړاو دی؟
ډاکټر جفري لانګ، له کلونو دقیقو څېړنو او له ۵۰۰۰ څخه د زیاتو مرګ ته نژدې تجربو د راپورونو له ارزونې وروسته، دې پایلې ته رسېدلی دی چې له مرګ وروسته ژوند شته!
د هغه څېړنې، چې د حیرانوونکو روایتونو پر بنسټ ولاړې دي، د انسان د هستۍ په اړه پوهه له نوي ازمیښت سره مخامخ کوي.
د ده د مطالعو پایلې پر تکرارېدونکو او تجربي شواهدو ولاړې دي، داسې شواهد چې ښيي شعور له فزیکي بدن څخه پرته هم دوام مومي.
دا موندنې موږ له یوې اساسي پوښتنې سره مخامخ کوي:
ایا مرګ رښتیا هم پای دی، که یوازې یوه بل حقیقت ته د تګ لاره ده؟
ډاکټر لانګ په ډاډ وايي:
“زه دې باور ته رسېدلی یم، چې له دې ژوند وروسته، حتماً یو بل جهان شته!”