تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، نن یکشنبه (د حوت ۱۹مه) په ۱۵ ولایتونو کې د واورې، باران او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.
د افغانستان د هواپېژندنې ریاست پرون د ایکسپاڼې (پخوانی ټویټر) له لارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، دایکنډي، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې به نن نسبتاً شدید باران او واوره واوري او نتیجه کې یې په ځینو ځایونو کې د سیلونو احتمال شته.
د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ مليمتره او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمتره اټکل شوې ده.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول فراه، کندهار او هلمند کې لسګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.