پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغان او پاکستاني سوداګر د تورخم د پرانیستو په موخه نن جرګه...

افغان او پاکستاني سوداګر د تورخم د پرانیستو په موخه نن جرګه کوي، حکومتي استازي پکې نشته

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】‏د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، نن (یکشنبه د کب ۱۹مه) به د تورخم لارې د پرانیستې په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو او سوداګرو ترمنځ جرګه وشي.

دغې خونې د دې جرګې بله موخه د ډېورنډ پر فرضي کرښې اوربند یاد کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه جرګه کې به د دواړو خواو دولتي استازي ګډون ونه کړي.

شاوخوا د ۱۶ ورځو په تېرېدو لاهم د تورخم دروازه تړلې ده.

د یادې دروازې د تړلو پر سر دړاړه لوریو سختې نښتې وکړې او دواړه لوریو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د وړمې ورځې په نښته کې افغان لوري ته د درېیو خبریالانو ترڅنګ یو شمېر افغان طالب پوله ساتي هم ټپیان شوي دي.

یوه افغان سوداګر د نوم نه خپراوي په شرط تاند وېب سایټ ته وویل، چې د تورخم دروازې بندېده دواړه غاړه سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

سرچینه زیاتوي یاده لار د جګړې پرمټ نه بلکې د خبرو اترو له لارې پرانیستل کېږي.

له نښتو سره سره دواړه لوریو د تورخم دروازې د خلاصون په اړه څو ځلې ناسته هم وکړه خو بې پایلې شوه.

تېره چهارشنبه افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د تورخم نښتو ته په اشارې ویلي وو چې، اسلام اباد او کابل باید دیپلوماسي غوره کړي نه جګړه.

وبه لیدل شي د دواړه لورو سوداګرۍ ګډه خونه به هوکړې ته ورسېږي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...