پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد اتلانو جام پایلوبه؛ د هند او نیوزیلنډ ترمنځ نن ترسره کېږي

د اتلانو جام پایلوبه؛ د هند او نیوزیلنډ ترمنځ نن ترسره کېږي

تاند 【یکشنبه د کب – حوت ۱۹مه 】د چمپینز ټرافۍ پایلوبې ته هند او نیوزلنډ لوبډلې وتلې دي او ټاکل شوې نن دغه لوبه په ۱:۳۰ مه بجه ترسره شي.

نیوزیلنډ د روېنډرا او ویلمسن غوره توپوهنې پرمټ د اتلانو جام پایلوبې ته لار پیدا کړه.

نیوزیلنډ د روېنډرا ۱۰۸ او د ویلمسن ۱۰۲ منډو پرمټ سیالې افریقايي لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار وکړه.

بل لورته بیا هندۍ لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ماته ورکړه او پایلوبې ته یې ځان ورسوه.

د دې سیالیو کوربه پاکستان بیا پرته له کومې بریا او اوس به په دوبۍ کې د پایلوبې ننداره کوي.

افغان لوبډلې بیا په یوې بریا سره د دې لوبو پنځم ځای خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...