Homeخبرونهد طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن عمان ته لاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن عمان ته لاړ

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه یاد هېواد ته په رسمي سفر روان شو.

سرچینې ویلي، چې متقي به د دې سفر پر مهال د عمان بهرنیو چارو وزیر په ګډون له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته ولري.

سرچینې د دې سفر موخه سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې بللې ده.

یاده دې وي، چې دا په تېرو درېیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په رسمي سفر ځي.

د سیاسي چارو شنونکي وایي که څه هم طالبان هڅه کوي د رسمیت پېژندنې موضوع ته لومړیتوب ورکړي، او دا ډول سفرونه تر ډېره د همدې موخې لپاره کېږي خو په باور یې دوی به هغه مهال بریالي شي چې د افغان ولس، ښځینه او نارینه حقوق ورکړي او د نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.

کابو څلور کاله کېږي چې د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...