Homeخبرونهوحشي خوګانو هرات کې د زعفرانو کښتونه وېجاړ کړي

وحشي خوګانو هرات کې د زعفرانو کښتونه وېجاړ کړي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】‏د هرات د زنده جان ولسوالۍ یو شمېر کروندګر وايي، وحشي خوګانو یې د زغفرانو سلګونه جریبه کښتونه له منځه وړي دي.

د کروندګرو په خبره، دغه خوګان د شپې لخوا د زعفرانو کښتونو ته ورځي او وېجاړوي یې.

د دوی په خبره، وحشي خوګانو شاوخوا زر جریبه د زعفرانو کښتونو او نورو کرنیز محصولاتو ته په جدي ډول زیان رسولی دی.

بل لورته بیا هرات کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د خوګانو له یرغله به د زعفرانو کښتونو ساتنې په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

هرات کې کروندګر د زعفرانو له درکه ښه عاید ترلاسه کوي خو کروندګر یې اندېښمن دي که دا چاره روانه وي، ښایي سږکال له زیانونو سره مخ شي.

افغانی زعفران د ښه کیفیت له امله د نړۍ په بازارونو کې هم ښه نوم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...