Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره سبا ناسته کوي.

ټاکل شوې په دغه ناسته کې د یوناما مشره د افغانستان پر بشري وضعیت، د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو وینا وکړي.

په دغه راټولېدنه کې به د یوناما د ماموریت غځېدو په اړه هم چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پاې ته رسیږي، خبرې وشي.

په همدې غونډه کې د ګډون لپاره روزا اوتونبایوا نیویارک ته سفر کړی او په ملګرو ملتونو کې یې د قطر له دایمي استازې سره هم د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

دغه ناسته داسې مهال جوړېږي چې پرون شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي وو چې، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.

دغه سازمان اتم د مارچ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې زیاته کړې وه چې، افغان ښځې د ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

په پېغام کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي ” موږ باید خپله خواخوږي په عمل بدله کړو.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...