شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، د روان مارچ تر پایه افغان کډوال باسي

پاکستان وايي، د روان مارچ تر پایه افغان کډوال باسي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د روان مارچ له ۳۱مې وروسته په خپل هیواد کې د غیرقانوني بهرنیانو او افغانانو پر ضد سخت قانوني اقدام وکړي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې نن د خپل هیواد د چارواکو په ادعا وویل چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې څرګنده شوه افغان اتباع د پاکستان د ترهګریزو پېښو په زیاتوالي کې مستقیم ښکېل دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو ضرب‌الاجل به نه غځېږي، او حکومت پرېکړه کړې چې د مارچ تر۳۱مې نېټې پورې ټول ناقانونه بهرني وګړي، په ځانګړي ډول د افغانستان تابعیت لرونکي او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي له پاکستانه وباسي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته، په پاکستان کې په غیرقانوني ډول د دېره بهرنیانو، په ځانګړې ډول افغان اتباعو خلاف قانوني اقدامات ترسره کېږي.

سرچینې زیاتوي چې دا ډول کسان به ونیول شي او د اړوندو چارواکو له خوا به له هېواده وایستل شي.

همداراز، ټولو افغان اتباعو ته واضح لارښوونه شوې چې په درناوي افغانستان ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...