تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن (یکشنبې) د کراچۍ ښار په څنډه کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې د یوه نوي جوړ شوي کور د چت نړېدو له امله لږ تر لږه د یوې افغان کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پېښې قربانیان درې تر پنځلس کلنې نجونې وې.
دا پېښه نن یکشنبه (د حوت ۱۹مه) د کراچۍ ښار په ګلشن میمار سیمه کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې شوې ده.
پاکستاني پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د پېښې علت تر څېړنې لاندې دی.
د راپورونو له مخې، دا کورنۍ د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې اوسېدونکې وو.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ودانۍ چت د وزن د نهزغملو له امله راپرېوت او لس تنه یې تر نړېدلو دیوالونو لاندې راګیر کړل.
په عنوان کي لیکل شوی” په کراچۍ کې د یوې افغان کورنۍ ۶ غړي مړه شول”
خو په متن او تفصیل کې لیکل شوي” د راپورونو له مخې، دا کورنۍ د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې اوسېدونکې وو.”
دا نو کله افغانان ؤو او والله تر مرګه یا قیامته ؤوایی چي مونږ افغانان یو.
ارشاد صاحب له دقته مو مننه.
موږ هم د خبر د ژباړلو په مهال دغه ټکي ته متوحه شو، خو پاکستاني رسنیو همداسی لیکلي وو. ممکن دا کسان به له بنو څخه کراچۍ ته کډه شوي وي.
که دا کورنی په رښتیا د بنو د سیمې اوسیدونکې وي،، نو فکر کوم د افغان نوم په تیروتنې سره د کمپ پر ځای له کورنۍ سره لیکل شوی دی،،،
په دې بنا سرلیک باید داسې لیکل شوی وای:
د کراچۍ ښار افغان مهاجرو کمپ کې د یوې کورنۍ 6 غړي مړه شول