Homeخبرونهد پاکستان کوربه توب او چمپینزټرافۍ کې د هند اتلولي

د پاکستان کوربه توب او چمپینزټرافۍ کې د هند اتلولي

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】د اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ پایلوبه هند لوبډلې په څلورو وېکټو وګټله.

دغه لوبه نن یکشنبه په دوبۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

نیوزیلنډ پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې د ټولو پنځوسو اوورونو له لوبولو وروسته د ۷ وېکټو په زیان هندۍ لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف مخې ته کېښود.

هند لوبډلې بیا د لوبې په ۴۹ اوور کې د شپږو وېکټو په زیان په داسې حال کې هدف پوره کړ، چې شپږ توپونه یې لا پاتې وو او پایلوبه یې په څلورو وېکټو وګټله.

هند دولس کاله وروسته یو ځل بیا د چمپینز ټرافي اتلولي وګټله، خو د پاکستان لپاره د دغو لوبو د کوربه توب اوږد انتظار هېڅ ګټه ونکړه.

نه یې لوبډله نیمه پایلوبې ته ولاړه، نه یې پايلوبه په هېواد کې وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...