جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد قومي جرګې په غوښتنه په تورخم کې د دوو ورځو په...

د قومي جرګې په غوښتنه په تورخم کې د دوو ورځو په مخه اوربند وشو

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په تورخم دروازه کې له څو ورځینۍ وقفه يي جګړې وروسته پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم دروازه به، چې پاکستان د تیرې میاشتې په پای کې د افغانستان په خوا کې د نوې پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله بنده کړه، د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې لا هم بنده پاتې شي.

په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي. په عین حال کې د ډیورند کرښې د دې سیمې له دواړو خواوو څخه سلګونه کورنۍ د سختو ډزو له امله بې‌ځایه شوې دي.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي له دې کبله چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښودلو په شرط انادولو خبري آژانس ته وویل، دا موافقه د تورخم په ساحه کې د یوې جرګې یا قبیلوي غونډې په ترڅ کې وشوه، چې د دواړو غاړو قومي مشران یې برخه‌وال وو.

د افغانستان له لوري ۳۵ قومي مشرانو استازیتوب کاوه.

دغه چارواکي زیاته کړه، دواړو خواوو همداراز موافقه وکړه چې د راتلونکو خبرو تر راتلونکي پړاو پورې، چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ وشي، د کرښې دواړو خواوو ته به “هر ډول” ساختماني کار درېږي.

هغه وویل، تورخم به احتمالاً له دویم پړاو خبرو اترو وروسته بېرته پرانستل شي.

د چارواکي په وینا، د تورخم بندیدا، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د ورځې دوه اړخیز تجارت ته درې میلیون ډالره زیان اړولی.

تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده، چې له لسیزو راهیسې یې پاکستان په یوه او بله پلمه بندوي او پرانیزي.

نژدې ۱۰ زره خلک، چې ډېری یې افغانان دي، هره ورځ دا لار د درملنې او د پاکستان په سرحدي سیمو کې د کاروبار لپاره کاروي.

که څه هم پاکستان اوس ادعا کوي چې د طالبانو له حکومت سره یې اړیکې په دې ترینګلې شوي چې هغوی د ټي ټي پي غړیو ته پناه ورکړې، خو پاکستان د طالبانو تر واک ته رسیدو وړاندې هم په ځلونو تورخم او سپین بولدک په ځانګړي ډول په داسی وختونو کې بند کړي چې د افغانستان د میوو د صادراتو وخت و.

1 COMMENT

  1. دې جرګې خو سم د پاکستان په ګټه کار کړی. دروازه به تړلي وي. ساختماني کارونه به بند وي. عجبه قومي جرګه وه څومره ډیر یې د افغانستان د خاورې ساتنې دین او رسالت سرته رسولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...