تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیانو او کډوالو چارو د ادارې عمومي رئیس هغه ځانګړي شرایط اعلان کړل چې پر اساس یې افغان اتباع په ایران کې پاته کېدای شي.
نادر یاراحمد پرون (یکشنبې) «ایسنا» خبري آژانس ته ووویل، لومړۍ هغه جوړې دي یو (ښځه یا مېړه) یې موقت پاسپورټ لري، او بل د سرشمیرنې د ثبت سند (تذکره) لري.
دوهمه کتګورۍ هغه کورنۍ دي چې یو (ښخه یا خاوند) پاسپورټ لري، مګر بل (ښځه یا مېړه) او ماشومان یې د سرشمیرنې د ثبت سندونه لري.
د ایران فرنټ پېچ د راپور له مخې، یاد چارواکي زیاته کړه چې درېیمه ډله هغه کسان دي چې د پاسپورټونو او ویزو موده یې پای ته رسېدلې. دا کسان باید د قانون پلي کوونکو ادارو ته جریمه ورکړي، د وتلو لپاره لنډمهاله ویزه ترلاسه کړي، او بیا ایران ته د قانوني بېرته راتګ لپاره له سره غوښتنه وکړي.
یاراحمد زیاته کړه: «څلورمه کتګوري هغه کسان دي چې د کار قانوني کارت یا د کار اجازهلیک لري. دا کسان باید د ټاکل شوي مهلت دننه قانوني استوګنځای ترلاسه کړي، ترڅو په ایران کې خپل کار ته دوام ورکړي.»
دغه چارواکي زیاته کړه، پنځمه ډله د افغانستان د پخواني حکومت پخواني دولتي چارواکي، نظامي پرسونل، او ملکي مامورین دي.
هغه وویل:«شپږمه کتګوري هغه افغان اتباع دي چې د سرشمیرنې د ثبت سندونه لري. دا کسان باید له ایرانه ووځي، معتبر پاسپورټ ترلاسه کړي، او بیا په قانوني ډول بېرته راشي ترڅو خپل استوګنځای تنظیم کړي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له میاشتې وروسته، غیرقانوني بهرني اتباع به په ایران کې د روغتیا، کور یا ځای کرایه کولو، او نورو اساسي خدماتو د ترلاسه کولو حق ونه لري.