تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) په داسي حال کې چې د اروپا په ډېرو سیمو کې خلک له زلزلې سره بلد نه دي، د دې لویې وچې په جنوب کې پرتګال او هسپانیان هغه هیوادونه دي چې د سختې زلزلې احتمال یې ډېر دی. متخصصان د دې موضوع په اړه اندېښمن دي، خو د خطر د مخنیوي پر تدابیرو ټینګار کوي.
په تېرو شپږو میاشتو کې، په ایبیریا ټاپووزمه (چېري چې هسپانیا او پرتګال موقعیت لري) کې څو ځلي معتدلې زلزلې وشوې. کارپوهان باور لري چې دا ممکن د یوې “لویې ویجاړوونکې زلزلې” د پېښېدو نښې وي، چې ښايي په نژدې یا لرې راتلونکي کې وشي.
زلزلې د ټکتونیکي تختو، چې د ځمکې د قشر جوړښت جوړوي، د ټکر او اصطکاک له امله رامنځته کېږي. په ایبیریا ټاپووزمه کې، د یوراسیا او افریقا د تختو ترمنځ ځینې چاودونه شته، چې د ماتېدو په صورت کې د ځمکې انرژي د زلزلو په بڼه خوشې کوي.
“د زلزلې د راتګ احتمال هر کال زیاتېږي”
د مادرید د پوليتخنیک پوهنتون د ځمکپېژندنې (جیالوجي) استاده ماریا بلن اوترینو، وایي:
«هرڅومره چې چاودونه له ماتېدو پرته د اوږد وخت لپاره پانه شي، هومره د فشار انرژي پکې ذخیره کېږي، چې دا د زلزلې د پېښېدو خطر زیاتوي.»
متخصصان وایي، که څه هم د زلزلې د پېښېدو دقیقه نېټه څوک نهشي اټکلولی، خو هر کال یې احتمال لوړېږي.
په اروپا کې د زلزلو تر ټولو زیانګالې سیمې
په هسپانیا کې له ۱۴۰ کلونو راهیسې کومه لویه زلزله نهده شوې. ایټالیا، ترکیه، او یونان د اروپا تر ټولو زلزلهزېږې سیمې دي، خو کارپوهان وایي، له دې هېوادونو وروسته په پرتګال او هسپانیا کې د خطر اندازه ډېره ده.
د پرتګال د سمندر او هوا پېژندنې ادارې (IPMA) غړی، فرناندو کاریلو، وایي:
«موږ د هغو هېوادونو پرتله لږ خطر لرو، چې ډېرې زلزلې تجربه کوي، خو بیا هم زموږ خطر د اروپا د ډېری نورو هېوادونو په پرتله لوړ دی.»
په هسپانیا کې، جنوب او جنوبختیځې سیمې د زلزلې تر ټولو له زیات ګواښ سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې په پرتګال کې، د لیسبون ښار او د پرتګال جنوبلویدیځ خطرناک زونونه بلل کېږي.
د لیسبون لپاره د ۸.۵ ریښتر زلزلې خبرداری
متخصصان خبرداری ورکوي چې د پرتګال په جنوب لویدیځ کې د سنتوینسنت کیپ سیمه زلزلهزېږه ده. د ۱۷۵۵ کال ویجاړونکې زلزله هم هلته شوې وه.
که داسې زلزله بیا تکرار شي، نو د ۸.۵ ریښتر ځواک لرلی شي، چې هوئلوا او کادیز ښارونه هم زیانمنولی شي.
د راتلونکي زلزلې د وخت اټکل ناممکن دی
ساینس لا هم نهشي کولی د زلزلې د پېښېدو دقیقه نېټه مشخصه کړي. کارپوهان وایي، هغه اټکلونه د باور نه دي چې په لنډ وخت کې د زلزلې د پېښېدو په اړه کېږي نو د خطر د کمولو لپاره باید پر اوږدمهاله تدابیرو تمرکز وشي. یعني هغه ودانۍ چې د زلزلې په وړاندې یې مقاومت کم ويو د هغې مقاومت زیات کړل شي او نوې جوړېدونکې ودانې له لومړي سره ډېرې کلکې او د زلزلې ضد جوړې شي.
د ۱۷۵۵ کال زلزله لا هم د خلکو په ذهنونو کې ده
په ۱۷۵۵ کال کې، د لیسبون زلزلې د ښار زیاته برخه ورانه کړه، د هسپانیا جنوب یې ویچاړ کړ، او یوه لویه څونامي یې رامنځته کړه.
ننسبا، پرتګال او هسپانیا د زلزلې ضد ودانیو لپاره معیاري قوانین لري، خو په پرتګال کې لا هم ډېری زړې ودانۍ له معیارونو سره برابرې نهدي.
د زلزلې پر وړاندې د لیسبون چمتووالی
د لیسبون ښاروال، کارلوس موداس، وایي:
«موږ د څونامي د خبرداري لپاره دوه برجونه لرو، او په ښار کې ۸۶ خوندي ځایونه مشخص شوي دي.»
د زلزلې پر مهال د ژوند ژغورلو مهمې سپارښتنې
لولا رودریګز، چې د هسپانیا د ۱۱۲ بېړني خدماتو غړې ده، داسې سپارښتنې لري:
✅ که زلزله وشي، په خپل ځای کې پاتې شئ.
✅ که په ودانۍ کې یاست، د یوې کلکې څنډې (د دروازې چوکاټ، میز) لاندې پټ شئ.
✅ خپل بدن راټول کړئ، سر مو پټ کړئ.
❌ مهتښتئ، او په زینو مه ښکته کېږئ!
د زلزلې ضد چمتووالی او د سیمې د خطر ارزونه کولی شي د راتلونکو طبیعي پېښو له زیانونو څخه خلک وژغوري.