تاند(دوشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت جمهوریپال سناتور لینډسي ګراهام د دې په ترڅ کې چې د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې کبله نیوکه وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مینرالونو تړون ته یې زړه ښه نه کړ او د دې پر ځای یې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه وکړه خو په عین حال کې یې د اوکراین د مرستو د ځنډېدو په اړه خبرداری ورکړ.
ګراهام د یکشنبې په ورځ په یوه تلویزوني مرکه کې وویل:«تر هغه چې جګړه روانه وي، که موږ د اوکراین ملاتړ بند کړو، نو دا به له افغانستان څخه هم بدتره وي.»
ګراهام له افغانستانه د پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال بېقیدوشرطه وتلو ته اشاره وکړه، چې په لړ کې یې په افغانستان کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
ګراهام زیاته کړه:«تر هغو چې اوربند نه وي شوی، زه به اوکراین ته د ځان د دفاع لپاره استخباراتي معلومات او وسلې ورکړم.»
د فبرورۍ په ۲۸مه، په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ لفظي شخړه وشوه. ټرمپ زیلینسکي ته وویل چې اوکراین باید د روسیې د جګړې د اوږدمهاله حل لپاره، لومړی پر اوربند موافقه وکړي. خو زیلینسکي غوښتل چې د ټرمپ له ادارې سره د مینرالونو په تړون کې د امریکا امنیتي ضمانتونه هم شامل شي، چې دا مسله له ټرمپ او د هغه له مرستیال جيډي وینس سره د لفظي شخړې سبب شوه.
په پایله کې، زیلینسکي له سپینې ماڼۍ وایستل شو، ټرمپ د مینرالونو تړون لغوه کړ، او اوکراین ته یې د نظامي مرستو، وسلو، او استخباراتي معلوماتو انتقال وځنډاوه.
له دې لانجې وروسته، ګراهام د زیلینسکي پر دریځ کلکه نیوکه وکړه، او حتی وړاندیز یې وکړ چې یا دې استعفا ورکړي، یا دې یو څوک واستوي چې له ټرمپ سره کار کولو ته چمتو وي.
له بلې خوا، ټرمپ پر روسیې هم فشار راوړی چې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه ودروي. دا مسله کېدای شي د اوربند د احتمالي تړون یوه برخه وي.
ګراهام زیاته کړه:«زه به راتلونکې اونۍ د روسیې د بانکدارۍ او انرژۍ سکټور پر ضد بندیزونه معرفي کړم، ترڅو خبرواترو ته د هغوی د حاضرېدو پیغام ورکړم.»
«که دوی د اوربند او سولهییزو مذاکراتو لپاره اقدام ونهکړي، نو باید پرې سخت بندیزونه ولګوو.»
د زیلینسکي پر ضد د ګراهام نیوکې د امریکا سیاسي حلقې ولړزولې، ځکه چې نوموړي تر دې وړاندې د بایډن پر حکومت نیوکه کوله چې له اوکراین سره د مرستو، وسلو، او الوتکو ملاتړ یې سوکه کړی. یو وخت ګراهام ویلي و: «اوکراین ته دې الوتکې ورکړل شي.»
ګراهام د جمهوريپال ګوند له مخکښو سناتورانو څخه دی او خبره یې تر ډېره اورېدل کېږي.