یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

  (شپږمه برخه)

     ۱۶ – د اجسادو درناوی:

   په بشرپالو حقوقو کې د مړو احترام یو‌ منل شوي اصل دی.

   دغه اصل په دیني، ملي او نړیوالو‌ حقوقو کې وار وار راغلی؛  او‌ د هغه پر تطبیق ټینگار او  د نه  رعایتولو په حالت کې لازمه مؤیدات (سزاگانې) ورته په پام کې نیول شوي دي. د سارې په توگه دلته ځینې دغو اصولو او قاعدو ته لنډه کتنه کوو:

 په اسلامي ارشاداتو کې په مختلفو ځایونو کې د اجسادو پر احترام ټینگار شوی دی، لکه چي په دې هکله د یوه مبارک حدیث مفهوم دا دی چې؛ د مړو بې حرمتي لکه د ژوندیو بې احترامي ده، او یا دا چې په اسلامي هدایاتو کې پر دې ټینگار شوی چې د دښمن د مړو مثله کول (د بدن ټوټه ټوټه کول) منع دي؛ په یوه تاریخي روایت کې راغلي چې د بدر په غزا کې رسول اکرم (ص) د دښمن (قریش) اجسادو ته برسیره پر دې چې بې احترامي ونه کړه، بلکې د هغوی اجساد یې په یوه کنده کې هم ښخ کړل.

 د افغانستان د ۱۳۹۶ لمریز کال د جزا په کود کې له ۶۹۵څخه تر ۶۹۷ مادو پوري د اجسادو د بې حرمتۍ په اړوند بحث شوی، په ۶۹۵ ماده کې دا دوه حالتونه بیان شوي دي:

 – که چیرې کوم شخص قصداً د جسد ټول یا یوه برخې ته بې احترامي وکړي او یا یې کفن ترې وباسي په قصیر یا لنډ حبس محکومیږي. (قصیر حبس. هغه ډول بندیتوب ته ویل کیږي چې کمه موده یې یوه میاشت او نهایي حد یې شپږ میاشتې وي.)

 –  که چیري کوم شخص د میت له ټول وجود یا یوې برخې څخه د انتقام په موخه او یا د میت د تشهیر له پاره؛ د بې احترامي مرتکب شي او یا د هغه کفن ترې وباسي؛ د قصیر حبس په پورتنۍ جزا یعنی په شپږو میاشتو حبس محکومیږي؛

 ۶۹۶ ماده بیا صراحت لري چې که چیري کوم شخص د علمي یا پوهنیزو موخو له پاره، د هغه له ورثې له اجازې پرته د جسد د ټول وجود یا یوې برخې ته لاس رسی پیدا کړي له ۱۰۰۰۰ افغانیو تر ۳۰۰۰۰ افغانیو په جریمه محکومیږي؛ او

  ۶۹۷ مادهه مفهوم داسي دی چې که چیري کوم شخص د جنازې په مراسمو کې په قصدي ډول شخړه جوړه کړي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي له دیرشو زرو افغانیو څخه تر شپیتو زرو افغانیو جریمې باندې محکومیږي.

   همداشان د اجسادو درناوۍی په بیلابیلو نړیوالو حقوقي اسنادو کې هم منعکس شوی دی. په لاندی توگه:

 – د جینوا لومړی نمبر کنوانسیون ۱۹۴۹: دغه کنوانسیون چې د بشرپالو حقوقو له کنوانسیونو څخه یو دی، او په جنګي حالاتو کې د جنګي ډلو مکلفیتونه بیانوي، په ۱۶ او ۳۴ مادو کې داسي صراحتونه لري:

 ۱۶ ماده:« د شخړو خواوې له توپیر پرته باید اجساد په احترام سره ټول کاندي.»

 – د جینوا د کنوانسیون لومړی نمبر الحاقي پروتوکول ۱۹۷۷: د دغه پروتوکول په ۱۳ ماده کې داسي راغلي دي: «د اجسادو. بې حرمتي ممنوع ده.»

 – د نړیوالې جزایي محکمې اساسنامه ۱۹۹۸: د دې اساسنامې اتمه مادهه وایي چې:«په وسله والو شخړو کې اجسادو ته سپکاوی منع دی.»

 – په اجباري ډول د افرادو د ورکیدو د ساتنې په هکله نړیوال کنوانسیون  ۲۰۰۶: د دغه کنوانسیون د ۲۴ مې مادې په درېیمه فقره کې داسې راغلي دي چي: «هریو دولت باید تضمین کړي چې که نا درکه شوی کس د اجباري ورکیدو له امله یا له دې له امله مړ شوی وي، د هغه مړی باید په احترام سره وڅیړل شي، وپیژندل شي او د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.»

  اوس که دغه ټولو دینی او ملی او نړیوالو اصولو او‌قواعدو ته ځیر شو، دا ټول مفاهیم په دې لنډ پښتو متل کې داسي بیان شوي دي «مړې څوک په آلتون نه وهي.»

 د آلتون مانا سره زر یا طلا ده.

 نو؛ د پښتنو په بډای کلتور او تمدن کې، د امواتو احترام تر دې حده دی، چې د هغه وهل او یا سپکاوی په زرو هم جایز نه دی.

     ۱۷. د متوفی حقوق پر ورثه:

 د اسلامي فقهې له احکامو سره سم متوفی پر ورثه یا وارثینو باندې دا څلور حقوق لري:

 – تکفین او تدفین: لومړنی حق چې ورثه باید هغه ترسره کړي که له متوفی څخه دارایي پاتي وي یا نه وي پاتي، په اسلامي توگه د میت تکفین او تدفین دی؛

 – د پورونو پرې کول – که چیري متوفي مدیون وي، بیا هم که له هغه شتمني پاتي وي او یا نه وي پاتي، د پورونو پرې کول او د دیونو ادأ د ورثوو په غاړه ده؛

 – د متوفی د وصیتونو ترسره کول – که چیري متوفی له خپل مرگ څخه د مخه د خپلو شتمنیو په هکله وصیت کړي وي؛ وروسته له دوو لومړنیو حقوقو یې چې پر وارثنیو یې لري او هغه ترسره شوي وي؛ د وصیت د ثلث اجرأ یې د ورثه په غاړه ده؛ او

 – د متوفی د پاتې شتمنیو ترکه؛ وروسته له هغه چې پورتني موارد حل شول، پاتي شتمنۍ یې د اسهامو پر بنسټ ترکه کیږي.

 د حنفي فقهې له احکامو څخه په الهام سره د افغانستان مدني قانون په خپله ۱۹۹۷ ماده کې، د متوفی حقوق پر ورثه باندې هم په څلورو برخو ویشي:

 – ‌د تکفین او‌ تدفین مصارف؛

‌ – د دیونو‌ ورکړه؛

– د وصیت تنفیذ؛ او

– د ارث تقسیم.

 دغه ټول حقوقي قواعد په دغه پښتو متل کې داسي راغلې دی:«د مړې مال، د مړې پسې ځي.»

         (نور بیا)

پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاندنصرالله ستانکزی – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....