یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د بست کلا و دروازې یا طاق‌کمان ته خطر | غني حسن

د بست کلا و دروازې یا طاق‌کمان ته خطر | غني حسن

لنډه مقدمه:

تاریخي ابدات او اثار د یوه هېواد فرهنګي میراث ګڼل کېږي، او دا فرهنګي میراث موږ ته له خپلو نیکه‌ګان، پلرونو، او واکمنانو راپاته دي، په هغو هیوادونو کي چي تاریخي ابدات ئې رغولي، ترمیم کړي او پاملرنه ئې ورته کړې د هغو له طریقه د سیاحتي /ټوریزم له لاري خاص عاید لري، نه یوازي له دې لاري عاید ترلاسه کوي، بلکي د نړۍ له هر ګوټ-ګوټه چي څوک راځي د همدې هېواد د کلتور، فرهنګ، هنر او ادب په برخه کي څه نا څه مالومات ترلاسه کوي.

بست کلا لنډه پيژندنه:

بست کلا د هلمند او ارغنداو د رودونو په یوې نښلېدو نقطه کي او د لښکرګاه اوسني ښار جنوب لوري ته شاوخوا په ۱۵ کیلو مترۍ کي او د هلمند څپانده سیند پر غاړه پرته ده. د ځينو په نظر له میلاد څخه مخکي دغه کلا ودانه سوې ده، او ځیني بیا د اسلامي دورې ته منسوبه وي، ځیني بیا دغه کلا او دوې دروازې د بسته داري د ویشته‌سپه کورنۍ ته منسوبه کړې ده، او دغه نظریه علامه رشادبابا(رح) د کندهار په یاداښتونو کي د تاریخي کتاب اویستا د هغي نسخې چي په سمرقند کي موندل سوې په حواله لیکي: (وګورئ د کندهار یاداښتونه)

 په اصل کي ددې کره نېټه نه ده مالومه، خو د مؤرخینو په نظر د هخامنشیانو دورې ته ئې رسوي او ځیني بیا ددغي کلا تاریخ حضرت عیسی (ع) ته هم رسیږي، چي تر میلاد زر کاله وړاندي وخت ښيي، علامه رشادبابا په قول د  (بګهت‌پران) چي د آریایايي هندوانو یو مذهبي کتاب دی مؤلف ئې(مهادیو) نومیږي او هغه په ۱۴۰۹ ق – م) مي مړ سوی دی، او په هغه کتاب کي د بست ذکر سوی دی، مانا دا چي د بست تاریخ تر ۳۵۰۰ کلونو هم اوړي. او موږ یوازي یوې نتیجې ته رسېږو، چي د بست کلا تاریخ ۳۵۰۰ کاله دی.

د بست کلا فرهنګي اړخ:

دعام خلکو پر خولو ددې تاریخ د نوشیروان له دورې یادوي، دغه کلا څخه د اداري او نظامي مهمو مرکزونو په توګه د وخت واکمنانو استفاده کړې ده، او ځيني بیا دغه کلا د یوه مهم تجارتي مرکز په توګه کارولی دی، دا مرکز او دغه ښار تر میلاد مخکي تر سیستان (زرنج) وروسته دوهم مهم مرکز او ښار بلل کېده. همداسي د اسلامي دورې کي غوریانو او غزنویانو دغه ښار او مهم تجارتي مرکز ساتنه وکړه، خو د علاوالدین جهانسوز، ګوډ تیمور او چنګیزیانو دغې کلا او ددې سیمي تمدنونو ته سخت زیانونه ورسول او بیا د پيړیو په تېرېدو هغسي چي ښايي پاملرنه ورته ونه سوه.

بست کلا د تاریخ تر څنګ زموږ د کلتور او رازونو یوه نمونه او سمبول دی، په ملي هینداره کي د بست کلا اهمیت د اسلم خان پاچا واکمني  او د فتح خان بړیڅي د میني کیسه د رابیا سره او بیا تر هنده د تګ یوه زبرسته د میني او حماسې کیسه او افسانه لري، بست کلا او د بست کلا د دروازو اهمیت حتی زموږ په ادبیاتو کي خاص ځای او مقام لري،

که دوې دي دوې دي  – د کلابست دروازې دوې دي

پر یوه ئې پتې (فتح) وځي – پربله ئې د مور سوي نارې دي

بست کلا یو تاریخي او فرهنګي ارزښت او میراث دی، چي ددغه فرهنګي میراث په ساتلو کي د وخت اکثرو واکمنانو هغسي پاملرنه نه ده، کړې، یو وخت ئې د کیندلو بررسي وسول، خو نتیجه ئې ورنه کړل. که د تاریخ په رڼا کي د بودا، منډیګګ، بلخ، سیستان(زرنج)، بست کلا،  منارجام  او … نورو ټولو ساتنه ونه کړو نو ډیر ژر به دغه هرڅه مخروبه، کنډواله یا بقاباوي سي/دي. دا چي د بست د کلا دوې دروازې وې او یوه ئې د خپل ښه او عالي استقامت، ښکلا ، معمارۍ او هنریت له اړخه د نړۍ د لرغونپوهانو پاملرنه ځانته را اړولې ده.

د بست کلا او طاق کمان اوسني وضعیت:

اوسنی حال ئې له دغه تصویرڅخه درک کولای سئ، چي نه یوازي ددې مهم طاق کمان ساتنه وسي، بلکي د کمان لاندي شاوخوا ته د ۱۵/۲۰ سانتیو په ژوروالي او په بروالي تقریبن یونیم متر او اوږدوالی ئې شاوخوا د کمان څلور خواته دغه ساحه کیندل سوې، چي له دې څخه څو اندیښنې پيداکېږي او پيداسوي دي:

یو- ټوله بست کلا چي منزلونه ئې نړیدلي او شاوخوا د غونډي د اورو(دباران اوبو لاره) پر همدې طاق‌کمان باندي برابري دي، د وخت په تیرېدو د ژمني وختونو په بارانونو او نورو وختونو کي دلته ولاړي اوبه یا جذبېدونکي دغه  مځکه پسته کېږي او د وخت په تېرېدو کمان یا شیشک ته نقصان رسېږي.

دوه- که د شاوخوا د باران او یا هم نوري اوبه را هم نسي، نو د باران دغه اوبه چي په دغو کیندل سوې ډب کي چي د طاق په څنډو کي جوړ سوی دی، اوبه درېږي او طاق کمان ته زیان اوړوي.

غوښتنه مو څه ده:  

  اول: اطلاعات او فرهنګ وزارت دي، ددغه حالت مخه ځکه ونیسي، چي ځايي اوسیدونکي وايي، چي همدا کار په همدې دوره کی سوی دی، او اطلاعات او کلتور ریاست ئې مسؤلیت په غاړه لري، اول وار ئې کار ددې لپاره شروع کړ، چي ټوله شاوخوا ساحه ورته پخه(په پخو خښتو یا هم ډبرو) جوړه کړي، که رښتیا همدغسي اراده وي، دا خو ښه اراده وه اما اوس خو تر ګټي تاوان ډیر سو؛ نو ژر تر ژره دي ددې نقصان مخه ونیول سي.

دوهم: که د وزارت او ریاست په وس کي نه وي، د اوسنۍ ولایتي مسؤلینو څخه هیله لرو، چي دا ډیره کمه بودجه غواړي، شاوخوا یو میلیون افغانیو  باندي شاید یوه د ګزارې ساحه ورته جوړه سي، خو د ډیر غټ نقصان مخه به مو ډب کړې وي، هیله ده لږ جدي تعقیب ئې وسي.

 درېیم: که ورباندي نه کېږي، نو د ولایت تجارانو او سوداګرو څخه یوه هیله لرو، چي د طاق کمان شاوخوا دي په یوه کم لګښت سره د خپل افغاني احساس او درک له مخي ددې نقصان مخه ونیسي، دا د افغانانو یو تاریخي او فرهنګي میراث دی، په ساتنه ئې ټول هم ملت او هم دولت مکلف دی.

بست کلا او د بست کلا دغه طاق کمان د خپل ښکلا او هنريت او قدامت له اړخه خاص ځای لري، که کلا نه رغول کېږي حداقل دسیاحینو لپاره هلته اسانتیاوي جوړي سي، نه یوازي چي له دې اړخه څخه به مو خپل ابدات ساتلي وي بلکي د عایدو یوه ښه سرچینه به سي، هلته پارک، هوټل او د هلمند د رود پر غاړه هوايي لیفټ او ددې ښایستې سیمي پر شاوخوا یو کمربند او دیوال جوړول به مو دغه تاریخي ابده وژغوري. دغه فرهنګي میراث ساتنه او پالنه زموږ و ستاسو د ټولو مسؤلیت دی، راځئ، په ګډه ئې ددغه اوسني خطر مخه ونیسو او د خپل افغاني او انساني احساس له مخي په دې کمپاین کي ځانونه شریک وګڼو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....