Homeخبرونهآذربایجان او قرغیزستان د افغانستان پر تېلو او ګازو پانګونه کوي

آذربایجان او قرغیزستان د افغانستان پر تېلو او ګازو پانګونه کوي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۰مه】د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د یکشنبې پر ورځ د دې وزارت سرپرست هدایت الله بدري په کابل کې د قرغیزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د آذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال آذر شکوروف او مل پلاوي سره وکتل.

د دواړو هېوادونو پخوانیو مرستیالانو د وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل.

آذربایجان او قرغیزستان د کانونو په ځانګړي توګه د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه له افغان لوري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه وکړه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې، دوی د بهرنیو پانګوالو د جلبولو او د هغوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوي او د کانونو له قوانینو سره سم به په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...