Homeخبرونهد تورخم دروازه به د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شي

د تورخم دروازه به د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۰مه】‏ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد وایي، د تورخم دوازې د خلاصون په اړه د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ابتدایي خبرې شوي او ښایي دغه دروازه د ټرانزیټي موټرو پر مخ خلاصه شي.

ساجد زیاته کړې، چې سوداګرو د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته تر لوی اختر پورې د اوربند وړاندیز هم ورکړی دی.

د تورخم دروازه د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړول یاد کړي.

د یادونې ده، چې په تېرو شل ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

بل لورته د ترکیې اناتولي خبري اژانس بیا د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، چې په تورخم کې په دوه ورځني اوربند هوکړه شوې ده.

سرچینې ویلي چې، دا هوکړه د دواړه غاړه قومي مشرانو له جرګې وروسته شوې ده.

پرون【یکشنبه د کب ـ حوت ۱۹مه】‏د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم ویلي وو چې، د تورخم لارې د پرانیستې په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو او سوداګرو ترمنځ جرګه کېږي.

دغې خونې د دې جرګې بله موخه د ډېورنډ پر فرضي کرښه اوربند یاد کړی وو.

سرچینې داهم ویلي وو چې، په دغه جرګه کې به د دواړو خواو دولتي استازي ګډون ونه کړي.

شاوخوا ۱۸ ورځو په تېرېدو لاهم د تورخم دروازه تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...