تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د جرمني راتلونکې صدراعظم فریدریش مِرڅ، اعلان وکړ چې نوی حکومت د افغانانو په شمول د نویو کډوالو د منلو پروګرام دروي.
هغه وویل، د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به د ګاونډیو هیوادونو په همږغۍ تمرکز به پر دې وي چې د کډوالۍ پالیسۍ او د پولو کنټرول لا سخت شي. د دې ستراتیژۍ یوه برخه دا ده چې په ګډو پولو کې به د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شي.
مرڅ ټینګار وکړ چې د غیرقانوني مهاجرت د کمولو لپاره به ټولې قانوني لارې وکارول شي.
د مارچ په ۸مه (شنبه)، د ممکنه راتلونکي حکومتي له شریکانو سره د غونډې پر مهال، مرڅ وویل چې د نوي حکومت له لومړۍ ورځې، باید د پولو پر کنټرول پیاوړی تمرکز وشي. نوموړي دا کار “په قوي ډول” د ملي امنیت او ګټو د ساتنې لپاره ضروري وباله.
هغه همداراز وویل چې د مهاجرت محدودیتونه به د استوګنې د نوي قانون برخه وي، چې دا د جرمني د مهاجرت په پالیسیو کې د پام وړ بدلون ته اشاره کوي.
مرڅ، د افغانستان په شمول د بیلابیلو هیوادونو د کډوالو د منلو پروګرام ته په اشارې وویل چې دا پروګرامونه باید پای ته ورسیږي.
هغه څرګنده کړه چې جرمني به نور له جګړهځپلو سیمو څخه د کډوالو منلو ته لومړیتوب ورنه کړي، چې دا د هیواد د کډوالۍ په پالیسۍ کې لوی بدلون ښیي.
دا پریکړه به د هغو کسانو پر وضعیت اغیز ولري، چې د جرمني د پناه غوښتنې ته انتظار باسي.