پنجشنبه, اپریل 24, 2025
Homeخبرونهد کانګریس یوه غړي له ټرمپه وغوښتل چې امریکا ته د افغانانو...

د کانګریس یوه غړي له ټرمپه وغوښتل چې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ونه لګوي

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د امریکا د کانګریس غړي راجا کرېشنا مورتي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې پر افغانانو د سفر بندیز پای ته ورسوي، ځکه چې د افغان متحدانو پر وضعیت منفي اغېز کولی شي.

 نوموړي خبرداری ورکړی چې دا اقدام به زرګونه کسان د طالبانو د انتقامي حملو په وړاندې بې‌دفاع کړي.

تر دې وړاندې د کانګریس ځینو نورو غړیو هم په امریکا کې د هغو افغانانو د مېشتېدو غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو د حضور په مهال یې له امریکایانو سره همکاري کړې وه.

 کرېشنا مورتي په یوه لیک کې چې ټرمپ ته یې لېږلي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه راپورونه ښيي چې اداره د د افغانستان او پاکستان په شمول تر ۲۰ د زیاتو هېوادونو پر مسافرو د محدودیتونو په لګولو غور کوي.

کرېشنا مورتي وویل:«داسې بندیز به زرګونه هغه کسان بې‌وسه کړي چې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره د مرستې له امله د طالبانو له انتقام سره مخامخ دي.»

دغه استازي ټینګار وکړ چې امریکا ته د هغو افغان متحدانو، چې د امریکا پوځ ته یې خدمت کړی، پر راتګ بندیز ناعادلانه دی.

«د دې تبعیضي پالیسۍ بیا نافذول، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان لپاره، نه یوازې د کورنیو یوځای کېدا زیانمنوي، بلکې زموږ ملي امنیت او اقتصاد هم کمزوری کوي.»

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو لپاره د نویو سفري محدودیتونو ارزونه کوي. ولسمشر ټرمپ له دې مخکې د هغو افغان متحدانو لپاره د کډوالۍ بهیر درولی و، چې د امریکا له پوځ سره یې د افغانستان د شل کلن ماموریت پر مهال کار کړی و.

دا اقدام د دې سبب شوی چې ګڼ افغانان په درېیمګړو هېوادونو کې بند پاتې شي او امریکا ته د کډوالۍ د فرصتونو په اړه نامعلوم برخلیک ولري. د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې دا محدودیتونه به د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې او اوس د طالبانو له غچ‌اخیستنې څخه وېرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...