تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشرې روزوا اتونبایوا د دوشنبې په ورځ امنیت شورا ته وویل چې طالبان لا هم په نړیواله ټولنه کې د ادغام لپاره جدي نه دي.
هغې وویل چې افغانان په خپل خصوصي ژوند کې د طالبانو د لاسوهنې او د خپلو اساسي حقونو د چخڼي کېدو له کبله سخت ناراضه دي.
اغلې اتونبایوا وویل: «ډېر افغانان یوناما ته مراجعه کوي او غواړي چې دا دفتر یې اندېښنې له تاسو سره شریکې کړي. دوی د طالبانو له مداخلې سخت ناراضه دي او اندېښمن دي چې افغانستان به لا نور هم د نړي د ملتونو په منځ کې منزوي شي.»
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مشرې زیاته کړه چې افغانان د جګړې د پای ته رسېدو او د نسبي ثبات هرکلی کوي، خو «دا هغه سوله نه ده چې خلکو ته یې د عزت ژوند برابر کړی وي او د دوی بشري حقونه پکې رعایت شوي وي.»
د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د جګړې اور مړ شوی خو ځینې افغانان وايي چې د جګړې عوامل طالبان وو او اوس چې دوی جګړه درولې، سوله ده.
خو په عین حال کې یو شمېر افغانان له دې کبله چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د خپلسرو وسله والو، برمته ګرو، زورواکانو او غاصبانو مخه نیول شوې، د طالبانو ستاینه کوي.
اوتونبایوا د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ټولې نړیوالې ژمنې رعایت کړي او له نړیوالو قوانینو سره سلیقهيي چلند ونه کړي.
د یوناما مشرې وویل چې طالبان د نړیوالو اصولو، لکه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی کوي، خو د دولت نورې ژمنې له پامه غورځوي.
اوتونبایوا وویل چې طالبان غواړي له نړۍ سره تعامل وکړي، خو دا د طالبانو په چارواکو پورې اړه لري چې دوی غواړي د نړیوال نظام برخه شي که نه، او ایا لازم ګامونه پورته کوي که نه.
هغې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره تعامل باید داسې وي چې د افغانانو، نړیوالې ټولنې او طالبانو ګټې پکې په پام کې ونیول شي.
د سرمنشی ځانګړې استازې امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل چې ډېر هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي دي چې له طالبانو سره سیاسي تعامل کومه نتیجه نه لري. اوتونبایوا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د تعامل فضا ورځ تر بلې محدودېږي، او نړیواله ټولنه خپل صبر له لاسه ورکوي.
هغې زیاته کړه، هرڅومره چې طالبان له نړیوال تعامل څخه لیرې کېږي، هغومره یې سختدریځي چارواکي لا زیات زړه ور کېږي او د خلکو پر ضد نور محدودیتونه وضع کوي.
روزا اوتونبایوا د طالبانو د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون یادونه وکړه، چې تېر کال تصویب شوی و، او هغه یې د ټولنې لپاره زیانمن وباله. هغې وویل چې دا قانون ښيي چې د طالبانو تر ټولو مهم لومړیتوب ایدیالوژي ده.
د ملګرو ملتونو استازې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته تر هغو بېرته نهشي داخلېدای، چې دا موضوع په پام کې ونیول شي.
هغې د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو او په پاکستان کې د اسلامي علماوو فوقالعاده ناستې ته اشاره وکړه، خو ویې ویل چې «د دغو ناستو پرېکړې د طالبانو پر دریځ کوم اغېز نه دی کړی، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې.»
هغې وویل، د دې ډول غوښتنو خلاف طالبان لا نور محدودیتونه وضع کوي، او آن د طبي زدهکړو موسسې یې هم بندې کړې، چې له ښځو یې د زدهکړې وروستۍ موقع هم اخیستې ده.
اوتونبایوا د افغانستان د میندو او ماشومانو لوړې مرګژوبلې ته په اشاره وویل چې د ښځو پر طبي زدهکړو بندیز به د ټولنې پر روغتیا نه جبرانېدونکې اغېزې ولري.
د ملګرو ملتونو استازې د نړیوالو بشري مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغو مرستو بندېدا یا کمېدا به د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي او هغه لږ پرمختګ چې شوی، هغه به هم له منځه یوسي.
هغې ټینګار وکړ چې په داسې شرایطو کې به افغانان له دې پرته چې مهاجرت وکړي، بله لار ونه لري.