Home+ناشناس او د ناشناس کیسه| عبدالوکیل سوله‌مل

ناشناس او د ناشناس کیسه| عبدالوکیل سوله‌مل

ناشناس مې نه یوازې په دې خوښېږي، چې خوږ او زړۀ راښکونکی غږ لري، په دې مې هم خوښ دی چې د پښتو شعر د کلاسیکو  او مخکښو شاعرانو  لکه خوشحال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحمید مومند او احمدشاه بابا غوره اشعار یې په زړه راښکونکو سندرو اړولي او په ښایسته کمپوزونو یې پسوللي دي.

دې خوبویو او نوښت یې تل  سندرې را باندې اورولې دي، او په ده  یې د لیکل شوو لیکنو لوستلو ته هم هڅولی یم.

ښه مې په یاد نه دي، چې څه وخت او چېرته مې له کومې راډیو که  تلویزون څخه اورېدلي چې د موسیقۍ دنیا ته  دی هم د ډېرو نوروافغان سندرغاړو په څېرپه  ګڼو اغزنو او کړکېچنو لارو ورغلی دی. او د نوم ناشناس د غواروي تر شا یې هم یوه بوږنوونکې کیسه پرته ده.

 د ناشناس او د نورو افغاني سندرغاړو ډېرو بوږنوونکو کېسو ماته هم د  ناشناس داستان د لیکلو الهام  راکړ، ما کیسه ولیکله، خو خبر نه وم، چې زما دا کیسه) ناشناس (به ماته په یوه ربړوونکې او عذابوونکې کیسې اوړي.

کله چې دا کیسه په تاند وېبپاڼه کې خپره شوه، د «ناشناس» سرلیک د ډېرو لوستونکو پام ورته راواړاوه. او له لوستلو وروسته یې د دوی بېلابېل غبرګونونه را وپارول؛ چا وستایلم، چا وغندلم.

ځینو لوستونکو وویل چې دا کیسه د ناشناس له واقعي ژوند سره اړخ نه لګوي، ځینو بیا د کیسې پر  ژبې او تعبیرونو نیوکه وکړه. خو په مقابل کې داسې کسان هم وو چې کیسه یې هنري، اغېزمنه او له احساسه ډکه وبلله.

ما د دې غبرګونونو ډېره برخه د ادب د طبیعي بهیر برخه وبلله او چندان سر مې پرې ونه ګراوه. په سبا مې دا کیسه د خپل فېسبوک پر دېوال هم راوځړوله. هلته هم د ډېرو تبصرو لوری مثبت و، خو یو څو توند غبرګونونه هم وو، آن تر دې چې یوه کس راته ښېرا وکړه: «خدای دې تباه کړه چې ملایان سپکوې.»

  1. زهره افغانDecember 15, 2013 at 19:53Reply

سلا مونه په بښني سره ، د ډاکتر صادق فطرت یا (ناشناس) پلا ر ملا نه وو. یو عالم وو. دهغه تالیفات ولولي دا سړی ډیر تیری کړی دی کیدای شوای چې دا کیسه یی بل ډول لیکلي واي. د ناشناس پلار په کوټه او بمبیی یا ممبیی کې تجارتي آتشه وو. اوس به تا سی ووایاست چې لیکوال خو په زغرده نه دي ویلي چې دا د ناشناس د ژوند کیسه ده. خو زما ځواب دا دی چې دا کیسه چې سړی لولي هم هغه ناشناس لوستونکې ته ور یادوي.

  1. داود حيرانDecember 15, 2013 at 20:27Reply

اف ډير وخت مي نه وو ژاړلي نه پوهيږم چه ددي قصي په اوريدو سره مي څنګه د کاڼي پشان کلک زړه نه اوبه رواني شوي

  1. عبیدیDecember 16, 2013 at 10:49Reply

سلامونه او نیکی هیلی ښاغلی سوله مل صیب ! کوم څه چی تاسو د درانه استاد ناشناس صاحب دکورنی په هکله لیکلی دی ډیر له حقیقته لیری او نه منونکی دی ، بل دا چی تاسو په خپله لیکلی داسی الفاظ استعمال کړی دی چی د یوه لیکلوال سره نه ښایی مننهعبدالواحد يوسفيDecember 18, 2013 at 06:10Reply و سوله مل صاحب ته سلامونه I am sorry for not being able to write properly in Pashto. I congratulate you for this short story. You have written it very artistically. I beleive Dr. Sadeq Fetrat Nashenas will be very pleased to read it. It brought tears in my eyes. Art is the skill of changing people’s mood. You did change my mood and elevated my spirit. I don’t think short story needs to be written in the form of history or report writing. You added spice, cut the fat, adorned and sizzled the meat and presented a very juicy kebab to the hungry eyes of reader. You made it sound so native. In other words you put miniatures on the skin of pommegranades of Qandahar and made a beautiful story even more beatiful. زه بخښنه غواړم چې په پښتو ښه لیکل نشم کولی. زه د دې کیسې چې ډیره هنري مو لیکلې مبارکي درکوم . فکرکوم ، داکترناشناس که دا کیسه ولولي خوشاله به شي. دې کیسې زما له سترګو اوښکې وبهولې ، هنر د خلکو د احساس بدلولو وړتیا لري . تاسو زما موډ بدل او روح مو راته هڅانده کړه . زما په  اند  لنډه کیسه باید د خبري راپور او تاریخ په فورم کې و نه لیکل شي. تاسو داسې یو خوندور کباب پوښ اووږی کس مخې ته ایښي چې له غوښې موغوړوړي او خوندوره مساله مو وراچولې ده. یو ریښتینی او اصلي رنګ مو ورکړی.  په بل عبارت تاسو دکندهاري انارو په پوټکې یوه ښکلی میناتوري کښلې ده ، او ښکلې کیسه مو  لا پسې ښه پنځولې ده.

د دغه ورور ښېرا او په تاند ویبسایټ کې د یوې خور توند غبرګون وډار کړم او اندېښنه یې را واچوله، ما ویل هسې نه چې دا کیسه پخپله ښاغلي ناشناس را څخه خفه او خوابدی نه کړي.

له هغې شېبې مې پرېکړه وکړه چې هر و مرو به، ناشناس مومم او په دې کیسه به د ده خپل نظر له ده څخه اورم.

له ښه مرغه څو کلونه وروسته مې په لندن کې د افغانستان سفارت په ودانۍ کې د لندن د ادبي بهیر په یوې غونډه کې ښاغلی ناشناس ولیده، او د دې کیسې مضمون او پېغام مې په لنډو و رواوراوه.

په سبا مې همدا کیسه او خپل دوه چاپ شوې داستاني ټولګې یو ځای ور ولېږل، اونۍ وروسته مې ټلېفون ور وکړ،   چې د ده خپله کیسه راسره وشاربي،خو دوۍ  زما او زما د کیسو په ستاینه  خبرې  پېل کړې او له هغه وروسته یې د خپل هنر او د هغه په باب د ده د کورنۍ ، په ځانګړي ډول د خپل ترۀ زوی محمود حبیبي د ناوړه چلند اوږد داستان په زېر او زور د غوږه تېرکړ  او چې کله ما د خپلې کیسې ناشناس بحث را واخیست، نو ده نه وستایلم او نه یې وغندلم.

خو راته و یې ویل کیسه یې هېڅ داسې څه نه لري، چې دی دې پرې خوابدی شي. ېوازې دا ېې ووېل چې په دې کېسه کې  دې د مور کرکتر د دې د خاوند په خوله ( غوا )بللې ده او موږ مېرمنو ته هېڅکله دا کلمه نه کارو . خو ما ځواب ورکړ چې نارېنه له بده مرغه په قبایلی دوديزه  ټولنه کې مېرمنې د قهر او غضب پر وخت له دې هم په سپکو نومونو توهینوي . او دا  داستان دی نه کومه فلسفي او ېا اخلاقی لېکنه !

له دې مکالمې میاشت وروسته د ناشناس په یوه کتاب مخکتنه را وبلل شوه. چې د ګڼو ویناوالو په منځ کې ېې زه هم وېنا ته وبللم او ما هم  په دې غونډه کې همدا کیسه ولوسته، خو له بده مرغه د کیسې تر لوستلو وروسته د ځنو ګډووالوتندي داسې

   ګونځې شول  تا به ویل چې ناشناس مې د دوي پر وړاندې کنځلی وي، دا کیسه نه وه، یو بم و، چې په دې غونډه کې و چاودېد او یا اور و ،  چې په دې غونډه کې ولګېد خو تاو ېې سبا راووت.

په سبا دوه بجې له یوې ناپېژندې شمېرې زنګ راغی. په ډډ غږ یې په  روانه فارسي ،له سلام کلام وروسته  دوه، دریې خبرې تمامې نه وې ، چې سړی يه سپکو سپورو او کنځلو سر شو، په ارام مې ورته وویل: تاسو څوک یاست؟او  څه خبره ده؟

ژر یې راغبرګه کړه: تا هغه لوی هنرمند او سپینږيري کې پرون هېڅ تار پرې نه ښود او چې هر ځای په ګوتو راشې، والله که د ډوډۍ څکه بیا په ژوند را څخه وکړې .

د غوسې او اندېښنې کیفیات مې سره ګډ شوي و، په تېزۍ مې ورته وویل: ته څوک یې؟ نوم دې څه دی؟ له ناشناس سره څه اړیکه لرې؟ خو زما پوښتنې ېې بې ځواب پرېښودې او اړېکه ېې زر پرې کړه.

د سړي دې سپکاوي هم سودا را واچوله او هم یې وډار کړم.

په دې سودا او اندېښنو کې دوه ور ځې تېرې نه

وې چې  بیا له یوې نا اشنا شمېرې  زنګ راغی، ګورم چې بیا هدا ښاغلی  دی، له سلام کلام پرته یې راته وویل: د کتاب دوهمې مخکتنې ته خو به راځې؟

ما هم بې له کوم ځنډه  ور غبرګه کړه:

حتمأ، که پخوا نه درتلم، اوس خو خامخا درځم، چې ستا دا مبارکه څهره ووینم.

سړی بیا په سپکو سپورو سر شو، تر څو چې ما خوله ځواب ته جوړوله، تلېفون یې کټ کړ.

اوس مې زړۀ ومنله، چې سړی دې تر هغې نه پرېږدي چې د زړۀ بړاس در باندې ونه باسي، اوس مې نو له کورنۍ او ټولو ملګرو سره دا کیسه په شد او مد شریکه کړه.

یوه ملګري مشوره راکړه، چې پولیس په جریان کې واچوم، خو ما په محکمه کې د ناشناس حاضرول هغه ته یو ډول سپکاوی باله، د هغه د مشورې پلې کېدل مې رد کړل.

په بله ورځ د کتاب مخکتنې دویمې غونډې ته لاړم، له ځان سره مې بلا ملګري هم په مخه کړل،

په غونډه کې ګڼ شمېر برخوال او ویناوال لر بر کېدل،  خو زه د هغه کس په لټه او اندېښنه کې وم، چې زه یې په تلېفون کې ګواښلی او کنځلی وم، ویناوالو یو په بل پسې د ناشناس د هنرپه با ب رنګا رنګ  خبرې وکړې  او بیا یې د لومړۍ برخې پای او دمه اعلان کړه.

زما سره راغلی یو ملګری  غوږ راسره ولګاوه او ورو ېې راته ووېل:

هسې چا په عذاب کړ یې ؟ هېڅ خبره نشته.

ما  وخندل او، له ځایه اوچت شوم،

د رستورانت دهلیز ته راووتم، خو چې کله بېرته د غونډې تالار ته را  ننوتم، ناڅاپه په دروازه کې یو بی وېښتانو  او ټيټ قدی سړی  ودرولم ، وار له مخه یې وپوښتلم:

ته سوله مل

هو، خدمت وایه؟

د سړي تندی تروش شو، سترګې یې رډې وختې، وې ویل:

هغه زنګونه مادرته وهل .

هک پک شوم چې دې  پښتون ولې له ماسره پرون او وړمه ورځ   په فارسي ژبه خبرې کولې؟

ما هم جرئت ونه بایلود، ورته و مې ویل

: دا خو ښه خبره ده، چې ځان دې را وپېژنده، اوس به یې سره سپېنه کړو، ما لا خبره بشپړه کړې نه وه، چې د تالار د ېوه کونج له مېز نه  دوه تنه، یوه  مېرمن او ېو  ځوان را پورته شول، او دواړو په لوړ اواز دده په  څېر پر ما دکنځلوورول پیل کړل ، خو ښه وه زما یوه ملګري دا سړی  له لاسه ونیو، ورته و یې ویل: خوله دې چپ ونیسه،  دی پرېږده له ماسره راووځه، چې زه یې درسره معلومه کړم.

د سړي رنګ ژېړ واوښت، نور ېې سپڼ ونه کړ، او مېرمن او ځوان یې هم په مېز کېنول.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د صبورالله سیاه سنګ له لوري احوال راغی، چې دا کیسه ورته واستوم، چې دی یې د ناشناس، ناشناس نیست په کتاب کې چاپ کړي، ما  د ناشناس د دې د خپلوان  که ملګری سره له دومره شخړې وروسته ،بېا هم دا کیسه هغه ته ولېږله، خو کله چې د ناشناس، ناشناس نیست کتاب خپور شو، زما کیسه یې د ناشناس په غوښتنه په کتاب کې د چاپ وړ نه وه ګڼلې او له چاپ یې وېستلې وه

د ناشناس کیسه د ناشناس نه ده، په دې هغوی ښه پوهېږي، چې څه نا څه د ناشناس له ژوند لیک سره بلد وي، دا رښتیا ده چې د ناشناس پلار دیني عالم و، خو د هغه د ژوند لویه برخه په دیپلوماتیکي او تجارتي چارو کې تېره شوې ده، هغه ملا نه و، یو سفارتي مامور و .

او د ناشناس له خپلې خولې، چې په کتابتون کې یې د موسیقۍپه باب  ٍ  هم څو ټوکه  کتابونه پراته و.

د کیسې چوکاټ هم خیال او فیکش دی، خو زه نه پوهېږم هغوی چې دا کیسه په ناشناس پورې تړي او ما پرې ملامتوي ،  په کوم منطق او استدلال  دا خبره او دعوه کوي ؟ چې د کېسې د پلار کرکتر چې ملا دی ګواګې د ناشناس پلار دي.

دا رښتیا ده، چې ناشناس د پلار او نورو خپلوانو له وېرې چې و نه پېژندل شي په ځان دا نوم ایښی دی، خو په دې وېره کې دی یوازې نه و،  اتېا نوی فېصده نور افغان  سندرغاړي په تېره مېرمنې هم شته چې د کورنیو له وېرې یې په ځان نور نومونه ایښي دي.

دا کیسه د ناشناس نه ده، ، دا د ټولوهغو  افغان سندرغاړو و د هغو  دردونواو کړاونو هنداره ده، چې دوی ورسره د خپل هنري ژوندانه په کلونو کې مخامخ شوی دی.

  او لا هم دا لړۍ دوام لری.

له کورنیو شړل کېږي، وهل کېږي او د ځینودا شوق او د هغه دوام او پالل نن سبا هم کېدای شي د دوی په مرګ تمام شي .

دا کیسه د پښتو شاعر غني خان د خبرې مصداق دی چې وایي؛ پښتانه سندرې خوښوي، خو له سندرغاړو کرکه کوي.

که تاسو نن سبا  دهر وتلی سندرغاړی  او یا له دنیا د تللیو سندرغاړو د ژوند ليک کتاب مخ ته کېږدئ،ډېرې داسې بوږنونکې کېسې او داستانونونه به ولولۍ چې له سترګو به مو اوښکې وبهوي . . ښه بېلګه ېې د هېواد نامتو سندرغاړی احمد ظاهر دی چې که ېې د خپل شوق د پاللو په لار کې د ده د پلار د خنډونو کېسې واورئ غونی به زیګ شي.

زه دا نه وایم چې دا کیسه څومره هنري، کامیابه او په زړۀ پورې ده، دا په کیسه د پوهېدونکو او صلاحیت لرونکو کسانو کار دی، زه  یوازې  په دې کیسه دا پیغام  لېږدول غواړم م، چې د افغانستان په قبایلي ټولنه کې سندرغاړی کېدل څومره ګران کار دی او  ددې  هنري سفر لاره څومره اغزنه او له کنډ و کپرو ډکه ده.

بله خبره د ناشناس او د هغه د خپلوانو د خندونکي غبرګون ده، ناشناس ځان دیموکرات  او  د بیان ازادۍ ته ژمن بولي، د هېواد په ټولو مفاخرو احمدشاه بابا، امان الله خان او ظاهر شاه ….د هر ډول سپکاوي او نقد حق ځانته ورکوي؛ خو په یوه هنري کیسه باندې چې یوازې نوم یې د ده له نوم سره تړلی دی، څنګه په نورو کسانو باندې د دې کیسې لیکوال سپکوي.

که چا دا کیسه د یوه انسان پر ضد لیکنه بللې وي، ښايي هغه یې له هنري زاویې نه وي لوستې. ځکه کیسه نه  تاریخ دی او نه  هم راپور . کیسه د ژوند له حقیقتونو نه الهام اخلي، خو خپل هنري منطق، خپل جوړښت او خپل رمز لري. په هنر کې نوم کله کله له خپل لغوي وجوده وځي او په یوه پراخ انساني حالت بدلېږي.

په خواشینۍ دا وایم چې موږ لا هم ډېر ځله د هنر له متن سره د هنر په سترګه نه، بلکې د تعصب، حساسیت او شخصي غیرت په تله چلند کوو. همدا علت دی چې کله د یوه هنرمند نوم په استعاره بدل شي، ځینې خلک د معنا پر ځای نوم ویني، د درد پر ځای دعوه ویني، او د پوښتنې پر ځای توهین احساسوي.

خو حقیقت دا دی چې هنرمند، که شاعر وي، که سندرغاړی، که لیکوال او که ممثل، د ټولنې له بحثه او د هنر له انځورولو دباندې  نه شي پاتې کېدای. لکه څنګه چې پاچاهان، سیاستوال، فاتحان، عارفان او فلاسفه د ناول، تیاتر او سینما موضوعات ګرځېدلي، همداسې هنرمندان هم د هنر برخه ګرځي. دا کار د سپکاوي لپاره نه، بلکې د انساني تجربې د بیان لپاره کېږي.

زما دا کیسه نه د ناشناس پر ضد ده او نه د هغه د هنر د کمولو لپاره. برعکس، د داسې هنرمندانو د سفر د درناوي لپاره ده چې زموږ په ټولنه کې یې د غږ تر شا له چوپ درد سره ژوند کړی دی.

که په دې کیسه کې څوک خپه شوي وي، زه یې احساس درک کوم؛ خو بیا هم په باور وایم چې اصلي مخاطب مې یو شخص نه، بلکې هغه ټولنیز ذهنیت و چې سندره اوري، خوند ترې اخلي، خو سندرغاړي ته د شک، سپکاوي او ګواښ په سترګه ګوري.

شاید هم د دې کیسې اصلي پوښتنه همدا وي:
ولې موږ د غږ مینه وال یو، خو د غږ د خاوند منلو ته تیار نه یو؟

دا کیسه د ناشناس د ژوند واقعي تاریخ نه دی. ناشناس دلته یو شخص نه، بلکې یوه استعاره ده—د هغو ټولو هنرمندانو استازیتوب کوي چې زموږ په ټولنه کې یې د خپل هنر لپاره له ستونزو، فشارونو او سپکاوي سره مبارزه کړې ده.

په دې کیسه کې مې نه غوښتل چې یو مشخص انسان هدف وګرځوم او نه دا چې د چا شخصي ژوند تحریف کړم. زما موخه یوازې دا وه چې هغه ټولنیز تضاد وښیم چې موږ یې هره ورځ وینو:
سندرې خوښو، خو سندرغاړی نه زغمو.

په نړۍ کې هنر تل د ژوند له واقعیتونو الهام اخلي. ناول، فلم، تیاتر او لنډه کیسه ډېر وخت د مشهورو شخصیتونو، هنرمندانو، سیاستوالو او حتا مذهبي څېرو له ژوند او شخصیتونو الهام اخلي. دا یو عادي، منل شوی او مشروع هنري عمل دی.

په ازادو او دیموکراتو ټولنو کې د دې بېلګې ډېرې دي:
د نړۍ د سترو سیاستوالو، لکه د بریتانیا د صدراعظمانو، د امریکا د ولسمشرانو، او د اروپا د پاچاهانو په اړه فلمونه، سریالونه او ناولونه لیکل کېږي.
ژوندي مشران د طنز، کاریکاتور او تمسخر موضوع ګرځي.
هنرمندان، لیکوالان او ان د دیني شخصیتونو په اړه هنري اثار جوړېږي.

خو له دې ټولو سره سره، هېڅوک حق نه لري چې د یو هنري اثر په وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او سپکاوي لاره خپله کړي.

هنر د پوښتنې ژبه ده، نه د جرم.

که موږ د هنر له متن سره د قهر او ګواښ په ژبه چلند وکړو، نو دا یوازې د یوه لیکوال ستونزه نه ده، بلکې د ټولنې د فکري ازادۍ لپاره یو خطر دی.

نو ځکه زه بیا هم په ډاګه وایم:
دا کیسه د ناشناس نه ده ،دا د «ناشناسۍ» کیسه ده.

او تر څو چې زموږ په ټولنه کې

موږ سندرې په شوق اورو، خو سندرغاړی مو لا هم زموږله وېرې خپل نوم بدلوي. «ناشناس» به یوازې یو سړی نه وي، بلکې  یوه تکرارېدونکې افغاني کیسه  به  وي.

ناشناس

مولوي شکور چې څنګه له جوماته کورته راننوت، وارله مخه يې راډيو ولګوله څنګه چې يې  دراډيو ستن وښوروله، په راډيو کې کومې ښځينه سندر غاړې سندره بلله، مولوي ژر د راډيو ستنه بل ځاى ته وخوزوله، او په قهر له ځانه سره ګډ شو:

که نارينه جک وهي، نارينه دي خداى بې لارې کړي تا مټیزې ته دې خير وي، چې هم له کوره وتلې یې او هم دغوا غوندې له کومه ځايه رمباړې وهي.

 ښځې چې دميړه شور او  زوږ  واوريدل ځای پر ځای ودریده. له لرې يې پرې غږ کړ:

اوس له جوماته، دخداى (ج) له کوره راغلې، څه ناولتوب دې له خولې راوځي! ستا يې له پرديو ښځو سره څه،

ته خو ېې څه په قبر کې نه څملې؟ د مولوي تندی لکه لویه غومبسه چې ېې وچیچي ګونځې شو.سترګې ېې ټیغې راوویستې.اول ېې لربر هغې ته وکتل او بيا يې په قهرورغبرګه کړه:

ـ تا شیشکې هم که زه نه واى، غوږ ورته نيوه.

 ښځې ته يې خندا ورغله: ستا ديندارى هم راته معلومه ده، څنګه دځينو هلکانو اوازونه درباندې ښه لګيږي. چې کله سندرې وائي لکه جادو چې درباندې وشي، ټول غوږ غوږ يې اوخوب دې یوسي.

مولوي لکه خبره چې ېې په ستوني کې ونښلي غاړه تازه کړه .دستي دخپل عمل په ننګه شو:

ـښځې زه دغږ بدنه وايم، او نه مې له ډول او ټنګ ټکوره بد راځي. خو دا دځينو دخرو اونګاری نو دچا خوښيږي؟!

ښځه يې دسندرغاړې په ننګه ودریده!

ـولې، ددې ښځې غږ څنګه خوږ لګیده؟

دمولوي له قهره سترګې راووتلې:

ـښځه او بيا سندرې!!څه وايې، خوله کې دې دانه راوخيژه

ښځه په زوره خداى له خندا منع کړې او ته بې شرمه يې لادسندرو وايې:

ښځه يې بې ځوابه شوه او که نه يې غوښټل چې دمیړه نورې سپکې، سپورې واوري ژر ېې خوله ونیوه او له میړه سره ېې له نوروتاویلو ما ویلو او ناندریو لاس واخیست.        مولوي بيا دراډيو دستنې په تاوولو لاس پورې کړ. غوښتل يې کوم بهرنی پښتو يا دري کانال ونيسي او ځان دهیواد او دنيا له احواله خبر کړي، خو دنړۍ هیڅ پښتو او يا دري خپرونه نه خپرېده، ګړۍ ته يې وکتل، دماښام (٧) بجې کیدونکى وې، په (٧) بجو هیڅ خپرونه نه شروع کیده. راډيو يې ګل کړه، له ځايه راپاڅید په ټولو کوټو وګرځید بيا ښځې ته نږدې ورغئ، په ورو خوپه قهر يې وپوښتله:

ـ دا د ډم زوى دې بيا چيرته ورک دى؟

ښځې په ورو شان ځواب ورکړ:

ـ هلکان پسې راغلى ول دکوم آشنا واده يې دى.

مولوي له ځانه سره ګډ شو:

ـ دډمې ځوى، لکه چې بيا دچا دېره ګرموي؟!

ـ ولې واده والا نور ډمان نه راغواړي چې دا سپی غپوي؟!

بيا يې ښځې ته لاس ونيوه:

ـ ګوره او ښځې دا ډمتوب پرې بند کړه ما نور مه شرموئ! دا خلک به څه وايي چې پلار يې قرآن خلکو ته ښايي او زوى ته يې ګوره چې دخلکو په حجرو کې غاپي!

ښځې ېې چې دمیړه دې څير خبرو اوسپکو سپورو پوزوته راوستلې وه زړه نا زړه ورغبرګه کړه:

ـ او سړيه څه مې سر خوږوې. خپله ځواني دې درياده کړه چې طالب وې څه غږونه دې نه ايستل او څه اټنونه دې  نه اچول.

دښځې دې خبرولکه پاډوګرچې پخپله شپیلۍ کپچه ماراراموي مولوي رام کړ:

ـ ښځې زه ترې ملاتوب نه غواړم، څه چې يې خوښه وي، که ډاکتري وایى او که ترکاڼي. او ديارانو په منځ کې يې په رباب او منګي هم سترګې نشم پټولى ، خو هسې نه چې ډمتوب يې وظيفه شي، بيا به دچا مخکې سترګې نشم غړولى:

ښځې يې ژر ډاډ ورکړ:

ـ دومره نو ليونى هم نه دى!

خو په میړه ېې ددې خبرې منل ګران و او له زوی ېې زړه پوره موړ شوی وو ژرېې ورغبرګه کړه:

ـ شک يې مه ګڼه، دغږ صفتونو يې ټول عالم نيولى، او که زما ويره نه واى. کور به مې اوس د ډولونو، ربابونو او دوکڼو ډک واى.

دمولوي دې خبرې په ښځې هم اغیزوکړ .سودا ورولویده:

  • هسې نه چې سبا يې دراډيو نه غږ راوځي بيا به څه کوو؟ وسړيه!

مولوي دا ځل جدي شو:

  • ته يې شک ګڼې………

نا ببره ېې بل مولوی او دهغه سندرغاړی زوی مخې ته ودریدل بيا يې ښځه وپوښتله!

  • قديم پيژنې؟

دقديم په اوريدو ښځه په سوچ کې لاړه خو وروسته يې وويل:

ـ هغه دننګر هار دزاوېې………….؟

مولوي سر وخوزاوه:

ـ هو، هماغه چې اوس مړ دى.

ښځې يې ژر دهغه دا سندره راياده کړه:

ـ راواړوه څڼې راوړي مې ګلونه:….

مولوي په ښځه ور بړچ وهل:

ـ اى دخنځير لورې! مونځ دې سم نه دۍ زده او دادغوارمباړې څنګه سمې باسې!

ښځې ته په دې وخت کې خندا ورغله:

ـ هغه تا چې دهغه ځوان سندرو ته خوب وړي سړي ته هم خندا ورغله او دښځې خبرې ته ېې غاړه کیښوده:

ـ هغه خو رښتيا چې جادو را باندې کوي بيا يې په خوا کې پرتې را ډیو ته پا م  ور واوښت:

ـ ته صبر چې چالان يې کړمه، هغه په دې وخت سندرې وايي.

مولوي ژر راډيو چالانه کړه. چه څنګه يې دراډيو ستنه وخوزوله. په راډيو کې دا سندره ګډه وه:

محبت اول آسانه په نظر راغئ

په نصيب کې مې آخر خونې جګر راغئ…..

دمولوي په شونډو نرۍ موسکا خپره شوه، ښځې ته يې دبڼو لاندې وکتل نور نو دخپلو مقتديانو په څيرچې دده قرآت ته غوږ وی آرام او غلی کښینا ست .دسندرې غږ پسې واخيست، ښځې چې میړه په دې حال ولید لکه له خوبه چې راکښیني بيا خندا ورغله، خوله يې خندا ته جوړه کړه چې مولوي ژر خولې ته لاس وروړ او و يې پوهوله چې دسندرې دخوند خمار دې نه ماتوې.

چې څنګه سندره خلاصه شوه بې واکه يې له خولې ووتل:

  • وايم، که څوک سندرې وايي، داسې سندرې دې ووايي :

خداى مې دى نه ګناهکار وي خو دزړه زنګ يې زمالرې کړ.

وايم چې که دا زموږ ځناور هم داسې سندرې ووايي بخښلى مې دئ.

ښځه  د زوی په باب د میړه ددریځ نا ببره بدلون او پریکړې هکه پکه کړه. خورا خوشحاله شوه خو خبره يې بلې خوا واړوله:

ـ قديم دې مخکې څنګه ياد کړ، هغه دې هم خوښيږي؟    مولوی وخندل  په ناز ښځې ته ورنږدې شو! او لکه دځوانۍ حمله چې پرې راشي، بې واکه يې، له خولې ددې سندرې زمزمه راووته:

راواړه څڼې راوړي مې ګلونه

دښځې ويښتانو ته يې هم په ناخبرۍ لاسونه ورسیدل:

خو ښځې يې په ناز ژر ټیل واهه:

ليرې شه، لیو نى شوې که څه، په دې سپينه ږيره تاکې څه تاو راپورته شو؟!

مولوي وخندل او ويې ويل:

قديم نو دچانه خوښيږي؟! خوما په دې خاطر ياد نه کړ:

ښځې په حیرانتیا وروکتل:

نو څنګه دې په زړه وورېده؟!

مولوي لوی اوسیلی وکیښ او د خپلې اندیښنې په بیان ګډشو:

ـ په زړه مې ځکه وورېده چې هغه بد بخته هم زموږ دځوى غوندې دملا ځوى و، ويريږم چې دا زمونږ ليونى يوه ورځ داسې نه شي.

ښځې ته ېې هم چې دا خبره واوریده اندیښنه ورولویده په حيرانتياېې سر وښوراوه:

ـ رښتيا وايې سړيه؟! بيا به څه کوو؟

دمولوي غږ لوړشوپه بې پروائي ېې ځواب ورکړ:

ـ بس چې څنګه دقديم پلار کړى و…. زه نو نشم کولاى چې په کلي، کور کې ځان وشرموم او آخرت خولا بله خبره.

ښځه حيرانه او خورا وويريده:

  • ولې دقديم پلار څه وکړل!؟
  • چې څنګه خبر شو حق يې کړ:

ښځې له حيرانتيا تندى وواهه، مخ ېې سور شو او په خواشينۍ يې ميړه وپوښت:

ـ نو که زموږ ځوى همداسې نوم وباسي!

مولوي لکه دمحکمې ما هر قا ضي چې دګنهکار او تورن دوسیه ېې په غورڅیړلې او لوستې وي خپل غبرګون او پریکړه دستي اعلان کړه:

ـ زه به يې عق کوم نه ، خو په کور کې به رانه شپه ونه کړي

له دې وروسته يې ژر بیرته خبره بدله کړه:

ـ ښه څه يې کوې، چې راغئ، ددغه سندرغاړي دپټې ورته ووايه، چې چيرته يې واخلي.

 بيا يې په افسوس وويل

ـ کاشکې چې دهمدې سندرو غوندې يې لږ نعتونه ويلاى     ښځه په خبرو کې ورولوېده:

نعتونه؟!

مولوي سروخوځاوه:

ـ بلې ، نعتونه بيا به هم دخلکو له پیغوره خلاص واى او هم به مې خداى ته غاړه ډېره نه وه بنده:

ښځې اوږې وخورولې:

دا څنګه !؟

ځواب يې ورکړ:

دخلکو په مخکې به مې نعتونه ور اچولې او دخلکو په غياب کې کله کله سندرې:

ښځه دمیړه مسلمانۍ او چلوټې ته ګوته په غاښ شوه. پوره خندا ورغله:

  • څنګه دې په دې زاړه ځان ټول چلونه ياد دي:

مولوي هم وخندل او بيا يې له ښځې وغوښتل:

ـ رښتيا چې راغئ دځان له خوا ددغې پټې ورته ووايه چې وايخلي .

دا ځل دښځې خندا څه زياته شوه.مولوي او ښځه يې پر دې خبرو په خندا وول چې ځوى يې راننووت .زوى يې چې دمور او پلار دا حال وليد حيران شو ژر يې مور مخاطبه کړه:

څنګه دواړه خوشحاله ښکارۍ؟!

مور يې وشرمیده خو ژر يې ځواب ورکړ:

ـ هسې

زوى يې بيا خپله پوښتنه تکرار کړه:

ـ بيا هم !!

مورې ځان ځواب ته جوړاوه چې پلار يې ترې دمخه شو:

په مور دې دځوانۍ پيران راغلي، څه شي را نه غواړي   په دې خبره يې مور موسکۍ شوه، وشرمیده خو ژر زوى ته په خبرو شوه:

دى پوهيږي چې دځوانۍ پیښې څوک کوي……….

میړه ته ېې لاس ونیو:

ـرښتيا پلار دې شرميږي ، ديو چاپه غږ مين دى. پټه به يې ورته وانه خلي؟!!

پلار يې موسکۍ شو خو ځان يې ناخبره وښود ،زوى هم دپلار لور ته وروکتل:

ـزه مې دپلار په شوق پوهیږم. دچا پټه يې په کار ده؟

مور يې په خندا ورته وويل:

ـ نه يې ماته نوم راځي او نه ده ته خو لږه شيبه مخکې يې له راډيو افغانستان نه سندره وويله:

زوی ېې ټکان وخوړ بې واکه ېې له خولې ووتل :

ـ ناشناس يادوې؟!

پلار يې سر وخوزاوه:

ـ هو! ناشناس!!!

زوى يې په خندا شو:

پلار او مور هم دزوى خندا حيران کړل:

پلار يې وويل:

پيژنې يې!؟

هو!!!

نو پټه به يې راوړې؟!

زوى يې بيا په خندا شو…….

پټه يې دلته کور کې ده:

پلار او مور خورا حيران شول يوه بل ته وکتل د مولوي  له خولې بې واکه ووتل:

ـ نو سر کوزیه څه ته ګورې خو وروایچوه کنه .

په دې شيبه کې زوى وویل:

  • ټيپ ته يې ورواچوم؟

مور يې ژر ځواب ورکړ:

بس نو څه ته ګورې:

  • زوى په زوره وخندل . په لوړ غږ له ځا نه سره ګډ شو:
  • صبر چې ټيپ او پټه هلته په بله کوټه کې ده:

 له دې سره دبلې کوټې په لور وخوځيد. له بلې کوټې يې په خندا ورغږ کړ:

وروايې چوم اجازه مو ده:

پلار يې هم په خندا ځواب ورکړ:

ټوکې مه کوه وروايچاوه:

او له دې سره سمدستى له بلې کوټې دا سندره راووتله:

نن د جانان دیدن ته ځمه مستې نرۍ ورځې

خدایه که لنډ کړې دا دځمکې تنا بونه …..

ښځه او ميړه لکه جادو چې پرې وشي. په پوره سوچ کې لاړل داسې دواړه غبرګ سندرې له ځا نه سره واخیستل لکه کوم دخواږه غږ لرونکی طالب چې په لوړ آواز دقران تلاوت کوي. او چې زړه ته يې پوره ولويده چې دا هماغه سندره او هماغه سندر غاړې دى  بې اختیاره  ېې په ورو د بلې کوټې په لورقد مونه پورته کړل . کوټې ته په ننوتلو دواړه په دروازه کې پښه نیولی شول. څه شیبه ودریدل خو دسندرې خوند اړ کړل چې کوټې ته ننوځي .چې څنګه یی سر په کوټه ور دننه کړ، زوى يې ارمونیه په لاس په خپل ټول شوق د پلار هما غه خوښونکې سندره ويله:

 نن د جانان دیدن ته ځمه مستې نرۍ ورځې

خدایه که لنډ کړې دا دځمکې تنا بونه …..

پلار چې څنګه په زوی سترګې ولګيدې  دستې لکه ليونى چې شې بې واکه ېې دروازه داسې په زوره په لغته ووهله تا به ویل دروازه دړې وړې شوه. په زوره ېې چيغه کړه:

  • بس کړه چې څوک خبر نه شي:

ښځه له ویرې ځای پرځای ودریده خو حواس ېې زر بیرته راټول کړل. دمیړه مخې ته ودریده دهغه په اوږه ېې لاس کیښود. هغه ېې پخپله خبره کې راونیو:

اوس به نو له خپلې خبرې نه اوړې چې څه ورته ونه وايې.

له میړه رابیله شوه .د زوی په سر ېې په مینه لاس کیښود:

 ـ خداى به همدې ته پيدا کړى وو مولوي تندي ته ټس ورکړ غوږو ته يې ګوتې وروړى توبه يې وويسته، خبره يې په ستونی کې وچه شوه او ژر له کوره دجومات په لور وخوځيد.

لندن ، دشپې ١:٤٥ بجې

١٣/٠٢/٢٠٠٧

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...