شنبه, اپریل 27, 2024
Home+نوکر / لیکوال: سرگي سیمیونوف

نوکر / لیکوال: سرگي سیمیونوف

( ۱۸۶۸-۱۹۲۲)
ژباړه: ارشاد علي
فیودر تقریباً مسکو ته هغه وخت بیرته راوګرځيد چې کار پیدا کول سخت و، د کرسمس نه لږ وخت وړاندې؛ داسې وخت چې سړی تر ټولو بېکاره دنده هم د کرسمس د تحفې لپاره نه پریږدي. د دریو اونیو راهیسې  دا کلیوال بزګر هل د دندې په لټه کې دی خو بې ګټې. د خپل کلي له کلیوالو  او خپلوانو سره به پاتې کیدو، که څه هم اړتیاوې يې دومره ډیرې نه وې خو بیا هم دې خفه کاوه چې دده په څير یو ځوان سړی دې بېکاره ګرځي. په مسکو کې د هلکوالي راهیسې اوسیدلی وو، چې ماشوم و د اوبو جوړولو په یوه کارخانه کې يې د بوتل وینځونکي په حیث کار او وروسته يې په یوه کور کې د خدمتګار دنده ترسره کوله. له تیرو دوو کلونو راهیسې د یوه سوداګر د مزدور په حیث دنده ترسره کوله، که کلي ته د نظامي دندې لپاره نه وای غوښتل شوی نو اوس به يې هم دا دنده ترسره کوله. که څه هم چې شړل شوی نه و خو په کلي کې ستړی شوی و او د  کلیوال ژوند سره بلد هم نه و، نو ځکه يې پریکړه وکړه چې دلته د پاتې کیدو پر ځای به په مسکو کې تیږې شمیرل غوره وي. په کوڅو کې د فضول ګرځيدو هره شیبه ده ته دردونکي تمامیده، داسې در يې پرینښود چې د دندې لپاره يې ور نه وي ورټکولی. ټول خپلوان يې غمجن کړي و، حتی په کوڅو کې به يې خلک درول تر څو د ندې په هکله ورڅخه وپوښتي؛ خو هر څه بې ګټې.!
ـ۲ـ
یو ورځ فیودر د  خپل یوه کلیوال ملګري خواته چې د مسکو په یوه بیخي لیرې څنډه کې او سوکولینک ته نیږدې استوګن و ورغی، دا سړی د د شرو په نامه د یوه سوداګر ګاډیوان و او د کلونو راهیسې يې خدمت کاوه. خپل ځان یې مشر ته وقف کړی و، شرو هم پرې باور درلود او خپل کارونه يې ده ته سپارلي و. د سړي غوړه مالې ژبې د خپل مشر باور ترلاسه کړی و، د ټولو خدمتګارانو مشر و او شرو ددې لپاره هم ارزښت ورکاوه. فیودر ده ته راورسید او روغبړ يې ورسره وکړ، ګاډیوان د یوه میلمه په څیر ښه ښه راغلاست ورته ووایه، د خوراک لپاره يې خواړه او چای ورکړ او د حال پوښتنه يې ورڅخه وکړه.
فیودر ورته وویل: ډیر په بد حال یم یغور دانیالیچه! د اونیو راهیسې بې دندې یم.
یغور وویل: له خپل پخواني مشر نه دې د بیا مقرریدو غوښتنه نه ده کړي؟
ده وویل: کړي مې ده.
یغور وویل: ولې يې بیا نه کړې مقرر؟
ده وویل: ځای مې بل چا نیولی و.
یغور وویل: داسې ده! تاسې ځوانان زما زامن همداسې يئ نو، د خپلو مشرانو خدمت کوی خو چې کله کار پریږدی نو دوی ته د بیرته ورتګ لار خټینه کړی. تاسې باید د خپلو مشرانو ښه خدمت وکړئ تر څو دوی مو په اړه ډیر فکر وکړي او کله چې تاسې بیرته راځی نو دوی به مو رد نه کړي بلکې ستاسې پر ځای مقرر شوی سړی به له دندې وشړي.
ده وویل: یو سړی څنګه داسې کولای شي؟ نن سبا داسې کارمند نشته او موږ هم ملایکې نه یو!
یغور وویل: چټي خبرې څه مانا؟ زه به د خپل ځان په هکله درته ووایم؛ که د یوه یا بل سبب له وجې زه دا دنده پریږدم او کور ته لاړ شم، که بیا راوګرځم او دنده وغواړم، ښاغلی شرو به  نه یواځې دنده راکړي بلکې خوشحال به هم شي.
فیودر ځوړند سر ناست و، لیدل یې چې ملګری يې لاپې وهي او ددې لپاره يې وهي چې دی يې وستايي.
 ويې ویل: پوهیږم یغوره! خو ستا په رقم سړی پیدا کول سخت کار دی، که ته غریب مزدور وای نو مشر به دې دوولس کال نه وای ساتلای.
یغور موسکی شو، د ځان صفت يې خوښ شو او ويې ویل: همداسې ده! که ته زما په څیر ژوند او خدمت وکړې نو د میاشتو میاشتو لپاره به له کاره ونه شړل شې.
فیودر ځواب ورنه کړ، یغور مشر وروغوښت، فیودر تهد يې وویل: یو شیبه صبر وکړه زه ژر بیرته راځم.
ده وویل: سمه ده
-۳-
یغور بیرته راغی او ویې ویل چې دی اسونه تیاروي تر څو مشر ښار ته یوسي. پیپ یې ولګاوه، په کوټه کې څو دورې تاو راتاو شو او د فیودر مخې ته ودرید ويې ویل: غوږ شه هلکه، که غواړې زه به خپل مشر ته ووایم چې د نوکر په حیث دې ونیسي.
ده وویل: ایا نوکر ته ضرورت لري؟
یغور وویل: یو لرو خو چندان شی نه دی، بوډا توب ته نږدې دی او کار کول ورته سخت دي. دا ښه ده چې دلته ډیر څوک نه اوسي او پولیس هم هومره ددې خبرو په کیسه کې نه دي، کنه نور دا بوډا دوی ته هم سم ځای نشي پاکولای.
فیودر وویل: اه یغور دانیالېچه! که دا کار کولای شې نو ویې که، ټول عمر به دعا درته کوم. نور بېکاره نشم پاتې کیدلای.
یغور وویل: سمه ده، ورته وبه وایم. دا لس کوپیکه درسره واخله پکار به دې شي او سبا راشه.
فیودر بیا وویل: کار خو به راته وکړې؟ هیله ده یوه هڅه راته پرې وکړه.
یغور وویل: سمه ده، زه هڅه کوم.
فیودر لاړو، یغور خپل اسونه مهار کړل، د گاډیوان عادت یې خپل کړ او وړاندینی دروازې ته ولاړ. ښاغلی شرو له کوره راووت، په. اس گاډۍ کې کښیناست او اسونو چهار ګام تگ پیل کړ. ښار کې یې خپل تجارت ته سر ورښکاره کړ او بیرته ته کور ته راوگرځید. یغور چې ولیدل چې د مشر حالت یې ښه دی نو ورته ویې ویل: مشره یو خدمت به راته ونه کړې؟
ده وویل: څه خدمت؟
یغور وویل: زما یو کلیوال ملګری چې ډیر ښه هلک هم دی، بې دندې دئ.
مشر وویل: ښه؟
یغور وویل: ته به یې درسره ونه نیسې؟
مشر وویل: زه به یې د څه لپاره ونیسم؟
یغور وویل: ددې ټول ځای کارونه وروسپاره.
مشر وویل: پولیکرشیف به څنګه شي؟
یغور وویل: هغه څه ښیگڼه لري؟ نور یې وخت دی چې لیرې یې کړې.
مشر وویل: دا به ښه خبره نه وي، له کلونه راهیسې راسره دی او زه خو یې بې دلیله نشم لیرې کولای.
یغور وویل: فرض به کړو چې تا ته یې کلونه خدمت کړی، مفت خو یې ندی کړئ پیسې یې اخیستې. هرورمرو به یې د بوډاتوب لپاره څو ډالر سپما کړي وي.
مشر وویل: سپما؟ څنګه او له څه شي به یې سپما کړي وي؟ پدې نړۍ کې خو یوازې نه دی بلکې د میرمنې مسوؤلیت هم ورغاړې دی. دوی دواړه خوراک څښاک ته هم ضرورت لري.
یغور وویل: ښځه یې هم د خدمتگارې په حیث پیسې گټي.
مشر یې وویل: چې ډیرې ډیرې یې گټلي وي نو کواس( روسي شراب) لپاره به بس وي.
یغور ورته وویل: د پولیکرشیف او میرمنې یې ولې دومره خیال ساتې؟ که رښتیا درته ووایم دی ډیر بې وسه نوکر دی. ولې ناقي پیسې پرې شیندې؟ واوره هېڅ وخت په خپل وخت نه لیرې کوي او هېڅ کار سم نکوي. کله یې چې د شپې پیره داری وخت شي نو په لسو دقیقو کې ویده کیږي ځکه ساړه يې شي. یو ورځ به ووینې چې دده له لاسه به موږ له پولیسو سره گریوان کیږو. درې میاشتنۍ پلټونکی به پر موږ نیوکه وکړي او دا به تاته د رضایت وړ نه وي جې پولکرشیف مسؤولیت ومنې.
مشر وویل: خو بیا هم بده ده، له پنځلسو کلونو راسره دی او که په دې بوډاتوب کې دا ډول چلند ورسره وکړو نو گناه به وي.
یغور وویل: گناه ولې!؟  ده ته به څه ضرر ورسوې؟ له لوږې به نه مري. مرستون ته به لاړ شي. ده ته به دا ښه وي چې پدې بوډاتوب کې ارام وکړي.
شرو په فکر کې ډوب شو، اخیر یې وویل: سمه ده. ملګری دې دلته راوغواړه. وبه گورم چې څه کولای شم.
یغور وویل: نوکر یې کړه صاحبه. دده لپاره ډیر خفه یم. ښه هلک دی او له ډیره وخته بېکاره هم دئ. زه پوهیږم چې خپل کارونه به ښه ترسره کړي او ستا ښه خدمت به وکړي. د نظامي دندې کولو له کبله یې خپله پخوانۍ دنده له لاسه ورکړه، کنه خپل مشر به یې هېڅکله نه وای پریښی.
-۴-
پدا بل ماښام فیودر بیرته راغی او ویې پوښتل: ښه نو زما کار دې څنګه کړ؟
یغور وویل: یو څه هو، راځه چې یو چای وڅښو بیا به مشر ته ورشو. فیودر ته چای خوند نه ورکولو، پریکړې ته ډیر لیواله و خو د کوربه د احترامانه مجبوریت له امله یې دوه پیالې نوش کړ او بیا مشر شرو ته ورغلل.
شرو له فیودره وپوښتل. چې وړاندې چېرته اوسیدلی یې او کوم کارونه کولای شې، بیا ده ورته وویل چې د کور ټول کارونه کولای شي او راتلونکي ورځ به په کار پیل وکړي.
فیودر د بخت دغې ناڅاپي بدلون ته حیران و. دومره خوشحاله و چې پښو یې په سختی سره حرکت کولو د گاډیوان کوټې ته ورغی، یغور ورته وویل: ښه ملګریه! خپل کار ته دې پام کوه او په ښه ډول یې ترسره کوه تر څو زه درباندې ونه شرمیږم. ته خو پوهیږې چې مشران څه ډول وي؛ که یو وار دې غلطي وکړه بیا به یې همیشه درپسې پام وي او ارام ته دې نه پریږدي.
فیودر وویل: تشویش مه کوه یغوره!
یغور وویل: ښه ده.
فیودر له انگړه تیر شو او په دروازه د وتو په تکل روان شو. د پولیکرشیف کوټه په انگړ کې وه او له کړکیو یې د فیودر پر لاره د گروپ رڼا لگیده. د خپل راتلونکي کور لیدو ته یې تلوسه وه خو کړکۍ مکملې یخ شوي وې او لیدل ورڅخه گران و خو د ننه خلکو غږونه یې اوریدل.
د ښځې په غږ کې وویل شول: اوس به څه کوو؟
یوه سړي چې بې شکه پولیکرشیف و ځواب ورکړ: نه پوهیږم، نه پوهیږم! سوال به کوو.
ښځې وویل: همدا به کوو.  نور خو څه نه دي پاتې. اه موږ غریب خلک څه بدبخته ژوند مو دی. هر ورځ له سهار وختي تر شپې ناوخته پورې کار کوه او کله چې زوړ شې بیا درته ووایي چې ځغله.
سړي وویل: موږ څه کولای شو؟ مشر مو له موږ څخه نه دی. ده ته په ویلو سره هېڅ ارزي نه. یوازې خپلې گټې په پام کې ساتي.
ښځې وویل: ټول مشران ظالمان دي، له ځانه پرته د بل چا په هکله فکر نکوي. دوی ددې په کیسه کې نه دي چې ددوی لپاره د کلونو راهیسې په ایمانداری سره کار کوو او د خدمت لپاره یې خپل ټول توان په کار اچوو. که څه هم خپل ټول توان مو د دوی په کار کې مصرف کړی وي خو دوی ډاریږي چې یو کال مو نور هم وساتي. که موږ نور توان نه درلود نو درته وايي چې په مخه دې ښه.
سړي وویل: مشر دومره ندی ملامت لکه گاډیوان یې چې دی. یغور دانیالیچ غواړي ملګري ته یې ښه موقف ورکړي.
ښځې وویل: هو، مار دی. پوهیږي چې ژبې ته څنگه حرکت ورکړي. ته صبر وکړه خنزیر خولیه زه به دې خوښه شم. زه به سیده مشر ته ورشم او ورته وبه وایم چې ملګری دې څنګه دوکه درکوي، څنګه وچ شوي خس او خاشاک درڅخه پټوي. زه به یې راسره ولیکم او دی کولای شي ځان ته قناعت ورکړي چې ملګری یې څنګه زموږ ټولو په هکله دروغ ورته وايي.
سړي وویل: نه بوډۍ! گناه مه کؤه.
ښځې وویل: گناه؟! دا مې ټول رښتیا ونه ویل؟ زه ټکي په ټکي پوهیږم او سیده به یې مشر ته ووایم. په خپلو سترګو یې باید وویني. ولې نه؟. اوس موږ څه کولای شو؟ چیرې به ځو؟ موږ یۍ تباه کړو تباه.
زړه ښځه په ژړا سر شوه. فیودر دا ټول واوریدل او داسې یې زخمي کړ لکه په سینه کې خنجر. وپوهیدو چې د سپین ګیرو ته به څه ډول بدقسمتي راوړي او همدې په زړه کې یې خفه کړ. د ډیر وخت لپاره په سوچونو کې ډوب هلته ولاړ و، بیرته د گاډیوان د کوټې په طرف ورتاو شو
یغور وویل: اهها څه دې هېر کړي؟
فیودر وویل: نه یغوره! غوږ شه! زه له تا ډیره مننه کوم چې زما ښه ښه راغلاست دې وکړ او زما په سر دې مشکل وگالل خو زه دا کار نشم کولای.
یغور وویل: څه؟ دا څه معنا؟
فیودر وویل: هېڅ. زه دا کار نه غواړم، زه به خپله یو کار راته پیدا کړم.
یغور د غوسې نه سور واوښت:
له مانه احمق جوړوې، احمقه؟ په سوال زاری راغلې ودې ویل -ماته کوشش ومه، کار راته وکه- او اوس بیا کار نغواړې. حرمونیه زما بې عزتي دې وکړه. فیودر ځواب نه درلود. سور واوښت او سترگې یې ټیټې کړې.
یغور په کرکې سره شا ورواړوله. فیودر ځان راټول کړ او په چوپتیا کې یې د گاډیوان کوټه پریښوده. له انگړه تیز تیر شو له، دروازې ووت او کوڅه کې تیز کوز روان شو. د خوشحالی او سپک زړتوب احساس یې کاوه.

1 COMMENT

  1. ارشاد صاحب ژباړه موترډيره روانه اوطبیعي ده. هېله ده خپلوژباړوته مودوام ورکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب