پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ټاکندوی مرجع | عزت الله نورزی

د ټاکندوی مرجع | عزت الله نورزی

 کوم نومځری چې دټاکندوی په ډول وکارول شي او دنو م ځایناست وي، د ټاکندوی مرجع ګڼل کېږي؛ لکه: احمده! ته څه سړی یې چې پرما ملنډې کوې.

د لته درې نومځري کارول شي چې د( ته، څه) نومځري د احمدې لپاره راغلي او د ټاکندوی دنده ترسره کوي او د دواړو مرجع احمد دی.

مرجع معمولاً تر ټاکندو مخکې او ځينې وخت وروسته ترې راځي او په دوه ډوله ده: الف – مخکې له ټاکندوی: په دې حالت کې مرجع مخکې ذکر کېږي، وروسته بیا ټاکندوی راځي.

زلمی راغی او کتاب یې واخیست. (زلمی: مرجع/ یې: ټاکندوی دی) احمد چې وزېږيد، ښکلی ځوان و (احمد: مرجع/ ښکلی ټاکندوی دی) جمیله او شفیقه ټولګیوالې دي، د دوی مینه زیاته ده محصلینې دي.

(جمیله او شفیقه: مرجع/ د دوی ټاکندوی) ب – تر ټاکندوی وروسته: دلته لومړی ټاکندوی ذکر کېږي، بیا مرجع. خو دا ډول کمه کارول کېږي، لکه: کله چې نه و شوی، د دده نوم يې احمد اېښي و.

(د ده : ټاکندوی/ احمد: مرجع) ځينې وخت په جمله کې دوې مرجعګانې وي، هلته که موږ د یوې مرجع لپاره ټاکندوی کاروو، مانا ګونګه کېږي. نو باید مرجع ذکر شي، لکه: هلک او نجلۍ راغلل؛ د دوی خبرمې خوښې شوې خو نجلۍ کار لاره، ویل یې زه ځم. په پورته جمله کې هلک او نجلۍ مرجع دي او ددوی ټاکندوی د په درېیم ځای کې کې د نجلۍ پرځای دې ووایو کومه ستونزه نشته؛ خو که داسې جمله وي: هلکان او نجونې راغلي وو، دوی تحفې راوړې وې؛ خو ځينو نجونو تحفې نه وې راوړې.

هلکان او نجونې مرجع دي؛ خو دوی بیا ټاکندو ی، تحفه یې ټاکلې په درېیم ځای کې که یوازې تاکندوی وی خبره مبهمه کېدله؛ خو داچې له مرجعې سره ټاکندوی راغی خبره څرګنده شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب