لوی استاد عبدالحی حبيبي ليکي، چې د ژبې سوچه کول خو بالکل ممکن نه دي! مګر د ژبې بنياد قوي کول او روزل او پالل ښه کار دی.
ما خپلې يوې مقالې ته «د کره په ځای د پراخې پښتو ارمان» عنوان ټاکلی و. دلته له کره زما مراد هغه و، چې استاد حبيبي «د بنياد قوي کول او روزل او پالل» په کلمو کې ادا کړی دی. زما مقاله اوس هم له لاسرسي لرې نه ده.
لوی استاد «ژبې او د تکامل قانون» په نوم يوه مقاله کې په ژبو کې د مشترکو کلمو له څو بېلګو وروسته دا نتيجه اخلي، چې يوه ژبه د بلې ژبې له اثره ځان نه شي ساتلی. دا حتمي ده چې يوه ژبه به په بلې ژبې خپله اغېزه شيندي.
د ژبې د سوچه کولو يوه جدي ستونزه دا ده، چې ژبه له خپل طبيعي رنګ و بوی نه لرې کوي او يوه نوې او ژباړه ځبلې ژبه ترې منځته راځي او د استاد په خبره ژبه، ژبه نه پاتې کېږي. مثلا تاسو د استاد زيار د سوچه کولو هڅې وګورئ، نږدې ټولې کلمې يې د پښتو ژبې له طبيعي خوند او خوږوالي بې برخې دي. د دې وجه دا ده، چې د استاد زيار نوي وييونه په نورو ژبو کې د هغو کلمو د معادلونو ژباړه شوي وييونه دي. مثلا د پښتو يوه کلمه اوبه ده، دا کلمه د فارسي له آب سره مشترکه ريښه لري، مګر اوبه، د آب ژباړه نه ده.
استاذ حبيبي د ژباړې ځبلې پښتو د پيدايښت ستونزه ډېره پخوا لا درک کړې وه او په خپلو مقالو کې يې د پرديو ژبو تر تاثير لاندې ژباړو په اړه په طنزيه ژبه ډېرې خوږې مګر علمي خبرې کړې دي.
استاد په ډېره طنزيه ژبه د تصميم نيول؛ تماس نيول؛ نقش، دنده يا رول پر غاړه لرل یا لوبول؛ ترتيب نيول او دې ته ورته د پارسي/دري تر اغېز لاندې په ډېرو نورو عبارتونو ښې په ځای نيوکې کړې. استاد د دغو ټولو عبارتونو په هکله پوښتنې کوي، چې دا تصميم څه بلا ده، چې هره ورځ يې نیسئ؟ ولې يې په پړي ټینګ نه تړئ، چې بیا نیولو ته يې اړ نسئ؟ د نقش یا رول لوبولو په هکله وايي، چې دا رول بیا څه بلا ده، چې انسان بازي پې کوي؟ یا پلانی صاحب په کار کې مهم نقش پر اوږو لري. آیا دغه سبک او ناوړه او بې خونده تعبیرونه د هغه پلاني صاحب توهین نه دی!
فکر کوم د (عبارت دی له…) په ترکيب هم لومړی لوی استاد حبيبي خبرې وکړې او په دې وروستيو کې استاد اسدالله غضنفر «د ژبې ښکلا» په کتاب کې مستقله مقاله پرې وليکله. استاد حبيبي پوهېده چې که چېرې د ژبې د سوچهتوب هڅې وشوې، نو حتما به هغسې ژبه ايجادېږي، چې استاد يې پر ځينو ناوړو کلمو او عبارتونو خبرې هم کړې.
ارواښاد حبیبي د دې مقالې په پای کې ډېرې جالبې خبرې کړې او موږ به هم دغه مقاله د استاد په خبرو را ټوله کړو: «کله چې په ابتدايي ملتو کې د ژوند حرکت پيدا کېږي، نو په نوو ځوانانو کې د ژبې د سوچه کولو او تخليص کاذب شوق هم د هوس په توګه پيدا سي. چې پوخ اساس نه لري، مګر کله چې پوهان سترګې ور غړوي، او هغه ملت هم د تعقل او تدبر مرحلې ته ورسېږي، بېرته له هغه هوسه اوړي. چنانچه دغه مرحلې ترکيې او ایران دواړو طی کړې دي، او اوس معلومه سوه، چې هغه فکرونه د فطرت له سير سره مخالف تش هوسونه وو.»