دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد کره په ځای د پراخې پښتو ارمان| رحمت شاه فراز

د کره په ځای د پراخې پښتو ارمان| رحمت شاه فراز

دا حقيقت دی، چې د ژبې په ژوندۍ ساتلو او خوندي کولو کې د ژبپوهانو، اديبانو، شاعرانو او قاموس ليکونکو رول تر عام ولسه ډېر دی. خو دا هم بايد ومنو، چې ډېرکله همدې ډلې د ژبې وراني ته هم لستوڼي ور پورته کړي دي. کله يې د قلندر مومند او ناشناس په څېرو کې د ژبې د لرغونوالي کرونده په بې بنسټه تنفيد کولبه کړې او کله يې د مجاور احمد زيار په څېره کې د کره پښتو په موخه د پښتو ژبې طبيعي او خوږې چينې ته د نويو لغتونو د بندونو تړلو کوشش کړی دی.
د پښتو د کره کولو هڅې په دې له ناکامي سره مخ شوې او لا نوره ناکامي به يې هم په برخه شي، چې زموږ د اورېدو ژبه يوه وه او د ژبې کره کوونکو زموږ خولې ته يوه بله ژبه راکوله. دغه چاره طبعا که ممکنه هم وه، ډېره پېچلې وه او ارادي هڅه يې غوښتله. خو د ژبو پيدايښت، وده او بقا تر ارادي هلو ځلو ډېر، طبعي او غير ارادي بهير غواړي.
زه چې ټوله ورځ د کمپيوټر کلمه اورم، خو په کتاب کې «سولګر» يا «شمېرګر» لولم، ښکاره ده، چې په اسانه مې په ژبه نه اوړي او لا مهمه دا ده، چې اړتيا يې نه وينم، ځکه خلک د کمپيوټر له کلمې سره بلد هم دي او ماته يې تلفظ هم اسانه دی.
که په موږ کې د ژبې د کره کولو په ځای د ژبې د پراختيا تمايل پياوړی وای، نن به مو پښتو تر اوسني حالته ډېره بډايه وه. د ژبې په پراختيا کې تمرکز پر دې کېږي، چې ژبه له وخت او زمان سره د ارتقا جوګه شي، د نوو کلمو د منلو وړتيا پيدا کړي او يوه يا څو پرمختللې ژبې د خپلې ژبې د بډاينې لپاره هدف وګرځول شي او د ژبې سيسټم داسې واوډل شي، چې د هدفي ژبې خواړه هضم کړای شي. په پراختيا کې هدف د لغتونو ډېرول نه وي، بلکې د لغتونو د ډېرولو لپاره پر ميکانيزمونو کار کېږي.
د ژبې د پراختيا په بهترينو مثالونو کې اردو ژبه يادولی شو. اردو ژبې د خپلې بډاينې لپاره لومړی خپله لمنه فارسي او عربي ژبې ته وغوړوله او پراخه استفاده یې ترې وکړه، تر دې بريده چې د اردو ژبې جوړښت د فارسي لپاره دومره مستعد شو، چې اوسمهال فارسي کلمې، عبارتونه او ګرامري اصول پکې پردي يا مستعار نه برېښي، بلکې د اردو ژبې خپل مال ښکاري او په دوهم ګام کې يې د اوسني عصر پرمختللې ژبه انګريزي د خپلې اردو د بډاينې لپاره وينځه وګرځوله.
پردۍ ژبه هله بهتر را خپلولی شو، چې دومره يې صيقل کړو، چې د مستعار ژبې ويونکي هم په ډېره سختۍ خپله ژبه وپېژني. دغه کار هغه مهال کېږي، چې خپله ژبه کې مو چوکاټونه يا قالبونه داسې عيار کړي وي، چې د پردۍ ژبې په خښتو د خپلې ژبې عمارت ودرولی شو.
زموږ لويه ستونزه دا وه، چې موږ له فارسي يا دري سره د تربګني رشته وپاللـه او استفاده مو ترې د خپلې ژبې په زيان وبلله. بل خوا عربي ژبه چې د خپلې ژبې د بډاينې لپاره هر اړخيزه استفاده ترې شونې وه، زموږ ژبپوهانو هېڅ توجه ورته وا نه ړوله او خپله ژبه مو له عربي سره بشپړه پخلا نه شوای کړه. عربي پښتو کې را ګډه نه شوه، د دې يوه وجه دا هم وه، چې زموږ ديني طبقه به د علم او رزم خاندونده وه، خو د قلم او بزم خلک په کې ډېر پيدا نه شول. د برِصغير، په تېره هندي اړخ ديني علماوو اردو ژبې ته د فارسي او عربي ژبې په ګډولو کې بې ساری نقش درلوده.
تر دې ډېر پخوا انګريزي ژبه هم د پراختيا په برخه کې يو ښه مثال دی. انګريزي چې د ګڼو ژبو له مجموعې سازه شوې ژبه ده، دا قوت او خصوصيت د انګريزي ژبې وو، چې له دومره زياتو ژبو استفاده ورته ممکنه وه.
زما په نظر پښتو د کره کولو په ځای د پراختيا يوې پراخې تيوري ته ضرورت لري، چې ژبه له اوسنۍ تنګ لمنۍ را وايستلی شي.

5 COMMENTS

  1. په هرحال سره اعتدال باید وساتل شي . بې ضرورته نویو کلموته هم احتیاج نشته ، خو د پېښوریانو په څېر « سپیډ کوه ، چې ټآیم پاس کیږي » او یا اټاره ، اونیس د پښتو حساب ځای باید ونه نیسي ، دا کار هم غلط کار دی.
    د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار بلا د میلیون وارې ناشناسانو او قلندریانو باندې وګرځي .

  2. سلامونه ،
    ورور فراز صاحب !
    تاسو وړاندیزونه ډیر ښه دي ؛لاکن کولای شئ د پښتو ژبې د پراختیا لپاره :
    ۱- تیورۍ
    ۲-میکانزمونه
    وښیئ او بیلګې ېې وړاندې کړئ.
    مڼنه
    +ما یو ځای کښې لوستلي و چې د هرې ژبې په سلوکې۵۰ خپل لغتونه،۲۵فیصده بهرنیو ژبو کلمات، او ۲۵سلنه نیولوګیزم یا نوي پنځول شوي وییونه!!! شتون اړین دي.
    بروکسل/ ۰۵/آګست ۲۰۲۴م= اول د صفر ۱۴۴۶ق=۱۶اسد یا زمری ۱۴۰۳ش

  3. سلامونه ،
    ورور فراز صاحب !
    تاسو وړاندیزونه ډیر ښه دي ؛لاکن کولای شئ د پښتو ژبې د پراختیا لپاره :
    ۱- تیورۍ
    ۲-میکانزمونه
    وښیئ او بیلګې ېې وړاندې کړئ.
    مڼنه
    +ما یو ځای کښې لوستلي و چې د هرې ژبې په سلوکې۵۰ خپل لغتونه،۲۵فیصده بهرنیو ژبو کلمات، او ۲۵سلنه نیولوګیزم یا نوي پنځول شوي وییونه!!! شتون اړین دي.
    بروکسل/ ۰۵/آګست ۲۰۲۴م= اول د صفر ۱۴۴۶ق=۱۶اسد یا زمری ۱۴۰۳ش

  4. فراز خان ورور ښو ټکو ته ګوته نیولې ده.
    خبره خو دا ده چی د پښتنو د ژبی د انشقاق او ژور توپیر کیفیت او څرنګوالی د هغه چا یا کسانو مثال لری چی:
    د کور د مشر ( مثلاً پلار ) د کار او زحمت معاش ایله د خوراک کفایت وکړی خو د اولادونو مخی ته ئی د ښو او فاخرو جامو کاتالوګ ایښی وی څو پکی د اختر لپاره د خپلی خوښی وړ جامې انتخاب کړی ( البته پلار بیچاره پوهیږی چی اقتصادی توان ئی کمزوری دی ) خو بچان بیچاره ګان ئی بوخت او هیله مند ساتلی دی.
    د پورته لنډی څرګندوَنی نتیجه:
    تر څو پوری اکثریت وولس د لیک او لوست په ګاڼه سمبال نه شی نو یوازی د احمد او محمود ( چی ځانته ئی بیلی بیلی ژبنی – سلیقه ای تولیدی فابریکی ودانی کړیدی ) د ژبی د عیاریدو هڅی به هیڅ ګټه ونلری) .
    د تکلم اصلاح او یووالی د لیک د اصلاح تابع وی ( د ژبی د عمومی عیار مکانیزم یوازی او یوازی د عمومی سواد د خپریدو له لیاری شونی دی او بس ).

    • داسې نه ده . وینا په علم الکلام او معنی کې له اوریدو سره تړاو لري. لیکل د ژبې د ژبې کمال، بډایتوب او ادبي جوړښت څرنګوالي د کاغذ پر مخ تمثیلوي. ویناد لیکلو تابع ندي ځکه دلته د
      لهجو خبره مطرح دئ. هیڅ داسې ژبه یا هیواد نسته چې، لیکلو طرز او وینا سره سل په سلو کې یوشان وئ. دا ته لوده ولي په هرڅه کامنټ کوئ. بې غیرته کار پیدا کړه دا د سوال پیسو ته به تر کومه ناست یې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب