پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان په جنګ کې مصنوعي ذهانت ته پراختیا ورکړه

امریکا د افغانستان په جنګ کې مصنوعي ذهانت ته پراختیا ورکړه

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) فاکس نیوز تلویزیوني چاینل راپور ورکړی چې له طالبانو سره د جګړې په وروستیو کې، متحدو ایالتونو د تروریستي بریدونو د تعقیب لپاره د مصنوعي ذهانت (ارټیفیشل انټلجنس) پروګرام جوړ کړ چې په لویو جګړو کې ګټور دی.

دا پروګرام په ۲۰۱۹ کې جوړ شو او په ۲۰۲۰ کې یې د بریدونو وخت او ځای ۷۰ سلنه په دقیق اټکلاوه.

فاکس نیوز نن (یکشنبې په ورځ د اسد ۱۴مه) په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم شو، نو د طالبانو د خوځښتونو د څارنې لپاره بشري ځواک له کموالي سره مخامخ شول. دا د دې لامل شو چې دا ځواکونه د “روین سینټري” په نوم د مصنوعي ذهانت پروګرام جوړ کړي.

د فاکس نيوز د امريکا د پوځي چارواکو له خولې ليکلي، چې دا ټکنالوژي کولای شي په منځني ختيځ او اوکراين کې اوس مهال په لويو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د پوځ د پوځي ستراتیژۍ مشر توماس سپهر په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ټانکونو او په دویمه نړیواله جګړه کې د اتومي وسلو پراختیا ته په اشارې سره وايي چې جګړه تل د اختراع مور ده. د امریکايي پوځ دغه چارواکی له طالبانو سره په جګړه کې د مصنوعي ذهانت د پروګرام “روین سینټري” پراختیا په افغانستان کې د امریکا تر ټولو په اوږده جګړه یوه له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

پوځي چارواکي چې د پروګرام په پراختیا کې ښکیل وو، وايي چې روین سینټري هڅه کوله چې د ډیرو معلوماتو یا ډیټاونو په راټولولو پر انساني تحلیلونو اتکا کمه کړي.

د متحدو ایالتونو پوځي چارواکو ویلي چې دوی په پیل کې غوښتل داسې سیسټم رامینځته کړي چې په ډاډه توګه د تروریستي برید وړاندوینه وکړای شي. د دغو چارواکو په وینا، په افغانستان کې له طالبانو سره د امریکا د جګړې په پای کې، د ډیجیټل اکوسیستم زیربنا د پام وړ پرمختګ کړی، او سینسرونه او د مصنوعي ذهانت لومړني وسایل کولی شي د طالبانو د بریدونو تیت پرک شاخصونه وپیژني او په چټکۍ سره عمل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب