شنبه, اپریل 27, 2024
Home+بدذوقي شاعران / یونس تنویر

بدذوقي شاعران / یونس تنویر

په افعانستان کې د فیسبوک تر عامیدونه مخکې خلکو د کتابو لپاره شاعري کوله؛ نو ډېره پخه به یې کوله. ځکه چې! څومره یو شعر زړیږي، هغومره یې شاعر خامیو ته متوجې کیږي. یانې زر نشرول او خپرول د شعر ملا ور ماتوي او مبتذله شاعري رامنځته کیږي. دا شاعري بیخي د ټولنې ذوق ور خرابوي. یانې انسانان په فطري لحاظ دومره پست نه وي او نه دومره ښه، مګر هغوی چې ذوقونه روزي که هغوی پست ول: ټولنه به په فساد اخته وي. او که ښه ول: نو ټولنې به له فساد ژغورل کیږي. اوس چې د ټولنې عام وګړي په بې ذوقۍ روږدې شوي، نو د فیسبوک لپاره شاعري کوي او دا په واقعي مانا مبتذله شاعري ده. یانې دلته یوازې د هماهنګه کلمو ترکیب وي؛ ولې شعر نه وي، ځکه شعر مانا ده. او مانا په تخیل ولاړه ده. او په دغه شاعرۍ کې ماناوې نه وي. دوی فکر کوي په کمینټونو کې د زبردست، حد دی جي، او داسې د یو د بل د فیسبوکي تعمل او تقابل لپاره په کمینټونو تشویق او ځینې خو په ویډیو ګانو کې دومره مبتذلو شعرونو ته د تمثیل اوښکې تویوي، ته به وایې، چې ښه ننګه غوا یې مړه شوې ده. دا یو ډول د شعر او د هغه شعر د تعریف څخه ماورا دی، چې علمایې یې پېژني. 

ما ځینې ملګري ولیدل، چې د فیسبوکي شهرت لپاره یې ان جنسیت بدل کړ او د خلکو له کمزوریو یې کټه اخیسته او ځان یې پې شهرت ته رساوه او دا ورته کمال ښکاريده؛ مګر دوی دومره تندیق وخوړو، که چیرې رسوا شي او خلک ترې خبر شي، نو په شعر به یې هیڅوک باور ونه کړي، ځکه چې دوی یو ډول ځان ښودنې لپاره دا کمال کاوه، او زموږ ښځې په ادبیاتو کې بیخي کمزورې دي، ځکه یوه ښه پنځګره نه لرو. نو فطري ده، چې داسې ډنډ کې لامبووهل ورته زیات زبردست ښکاریدل. حیف چې دوی خو شاعران نه وای.

مګر دنیا بازاري ده. او بازار څټ او مخ نه لري. او بل پکې یو ډول توکي وي، خاص په دوکانونو کې شیان متفاوت ايښودل شوي وي، نور هم هغه جنسونه وي، چې کاونډ یې هم لري. په فیسبوک کې د شاعرانو مبتذله شاعري هم همداسې درواخله. ډیر کم پکې شعرونه وي. کله کله سړی حیران شي، چې یک نواخته طرزونه ولې له پامه بد نه ورځي؟ زه کله کله دا ډول شاعرانو ته حیران شم، چې ولې د یو څو خبرو لپاره شاعري کوي، چې هغه حد دی جي، واواوا، زبردست او داسې نور…. دلته د کمینټو ولا داسې شی نه ليکي، چې دوی دې د خپل خوند اظهار وکړي، بلکې د یو ډول تقابل او کمینټي ملګرتیا لپاره واوا  ور ولیکي. حال دا چې ده! به خوند ځینې نه وي اخیستی او پسې ګرځي به چې یوه د خوند جمله ور ولیکي، مګر هیڅ هم پیدا نه کړي او ورته ولیکي زبردست. نو دا کار د مولانا شبلي له دې خبرې بل څه ګڼلای شو: زه د خپل کفر نه خیجل وم، چې د ایمان بوی یې درلوده. (۱۳۴) 

نو کله چې شاعر د یو داسې کشمکش سره مخامخ شي نو بیا د ښه او بد توپیر نه شي کولای. هغه د استاد غضنفر خبره په سلو خبرو کې یوه خبره فطري ده، چې ښه وي. او دا ریاضت او تمرین دی، نو څنګه دې تمریني شاعري خپره او نشر شي. نو چې خپره شي، بیا به د شعر د کمال پر ځای؛ شعر به د زوال کندې ته ور ډۍ شوی وي. 

ما ځینې داسې شاعران ولیدل، چې له خلکو ورک شول. او هیچا ونه پېژندل؛ مګر په دغه موده کې هغوی دومره لوی شاعران شول، چې اوس د لوی حد پرې تمام دی او خلک یې بغیر د کوم تکلفه پېژني او پېژندلي یې دي.

موږ دا هڅه نه کوو، چې تاسو شاعري مه کوئ؛ بلکې موږ دغه لارښوونه درته کوو، چې د فیسبوک د شهرت لپاره شاعري مه کوئ، ځکه د شعر زر خپراوی د شاعر ذوق او شوق وژني. استاد ناګار دا خبره ډیره یقيني ده، چې ویلي یې و: ځینې شاعران د پشکال موچان وي، چې په یوه باران ټول ورک شي. نو دا د فیسبوکي شاعرۍ مجال دی.

یانې د حال د تقاضا شاعران د هم هغه حالت لپاره پاتې شي، چې بیا د چا نه یادیږي او نه لوستل کیږي. د فسبوک د شاعرۍ شناخت له دې پورته بل حیثیت نه لري. ما د استاد زلمي هیوادمل څخه اوریدلي و، چې د شیدا په وخت کې زیات شاعران و، مګر موږ ته یو شیدا راپاتې دی او د نورو هرڅه بې ارزښته تمام شول او چا وانه خیستل.

او بیا چې ځینې اکاونټونه د جلکیو په نامه وي، نو د صغیره ذوق مارانو داد دومره سیوا وي، چې حد څه بیخي یې پایڅې ورته باسلې وي. یانې دا ډول شاعران په بد ذوقۍ اموخته کړي.

زه یقیني وایمه، چې هیڅ محقق به د تاریخ پاڼو ته بد ذوقي ور انتقال نه کړي. او دا کارونه مو ددې لامل نه کیږي، چې موږ مو بې ځایه تشویق کړو. دا تشویقونه ستاسو لپاره داسې دي، لکه د فارسې د یوه شاعر خبره : کافر زړه مې څوارې کعبې ته یو وړ، مګر هغه سې برهمن ترې راوغی. نو تاسو به هم ټول عمر شاعر نام پاتې شئ، خو شاعران به نه شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب