نن مې اخره ورځ ده. فلم په خلاصيدو دی. ماسپښين يې بايد سر تر پايه وګورو. نور نو اماده دی. د افغانستان په اړه يې څو لنډ فلمونه جوړول. ما يې ژباړه کوله او ځيني مواد لکه افغاني سندرې او له افغانانو سره مرکې مې ورته پيدا کولې. ساعت مې پکې تير و. نوې تجربه وه.
پر دې اخري فلم زما په ګډون پنځه کسه کار کوي. درې ښځې او دوه نارينه دي. ټول يو ټيم يوو خو خلک پکې له بيلابېلو ځايونو دي. له سعودي را نيولې تر ايټاليې، فرانسې، عراق او افغانستانه.
يوازې فلم ايډيتر مو انګليس دی(کريس). په عمر تر 35 لوړ په ونه ميانه او تک سپين دی. زده کړې يې تر ډکتورا په انګليسي ادبياتو کې کړي. خو وايي ادبيات يې نور نه و خوښ نو ځکه يې فلم او ميډيا ولوسته.
دی پر افغانستان د تصوير په ژبه يو څو دقيقيي فلم جوړوي خو د افغانستان په اړه يې معلومات ډير لږ دي.
د ډوډۍ وخت را نژدی شو. کريس د نورو ورځو غوندې پر ټولو غږ وکړ.
هی خلکو زه به مو چمن کې وګورم!
ټولو وويل سمه ده، ما هم سر ورته وخوځاوه.
د دفتر مخې ته لوی چمن دی، کله چې لمر وي ټول ورته راوځي. زموږ والا هم يو يو رهي کيده.
ما له څلورم منزله په کړکۍ کې وکتل. چمن بيا ډک وو. ډير ښه ښکاريده.
تيار سندويچ مې را نيوه خو په دې دومره خلکو کې مې دوی نه شوای پيدا کولای. لا ولاړه وم چې کريس لاس اوچت کړ. زما نوم يې واخيست.
اوو مننه. وبښې چې منتظره مې پريښودی.
هيڅ خبره نه ده.
خواږه مو پرې ايښې ، موږ ويل چې ته راشې په ګډه به يې وخورو.
مننه خو خواږۀ وايي څوک چاغوي .
که دې يوه ورځ وخوړل نه چاغيږې .
موسکۍ شوم.
نورو پر فلم خبرې کولې. چا ويل هغه د کوچيانو ډير ښايسته شاټ دی. فرانسوۍ وويل زما پکې هغه کوچۍ ښځې ډيرې خوښې شوې. ډيرې ښکلې دي.
کريس ورټوپ کړه:
هو تاجکانې دي. کاشکې مو چې د پښتنو ميرمنو ځينې شاټونه درلودای.
ايټالوي داسې لکه د ده په لږو معلوماتو چې ملنډې وهي وويل.
کريس هغه ښکلې کوچيانې ميرمنې پښتنې دي.
نه! پښتانه طالبان دي او طالبان خپلې ميرمنې لوڅ مخ نه پريږدي.
عراقي په قه قه وخندل.
له ثنا پوښتنه وکړئ؟ ته په قوم څه يې؟
ساپۍ يم،
مانا؟
مانا پښتنه يم
او کم ان!!! مانا دا څه وايې .
ټولو څو شېبې عجيبه را ته کتل.
کريس سکوت مات کړ
ته به نو دلته زيږيدلې يې؟
نه دوه نيم کاله مې کيږي چې دلته راغلې يم، تر هغه مخته ټول عمر په افغانستان کې وم.
ډوډۍ خلاصه وه. ټول روان شو. په دفتر کې هر چا خپل کار کاوه. مازيګر د تلو وخت و.
کريس زما ميز ته راغی. :لطفا ما درسره په فس بوک کې اډ که. غوښتنه مې در ليږلې.
سمه ده. له نورو سره مې هم خدای په اماني وکړه.
له دفتره را ووتم.
موبايل مې ولړزيده. ايس ايم ايس پيغام و.
ما ويل چې ته نه د هندوانو څيره او رنګ لرې نه د پاکستانيانو اونه هم د ايرانيانو. ډيری افغانان د دغو درو ډلو خلکو په شان دي. سرې غوږۍ ښه درسره ايسي.
شميره مې ونه پېژندله. ځواب مې ورنه کړ. څو شېبې وروسته بل پيغام راغى، ليکلي يې و: دا زۀ يم کريس يم، شميره دې په سي وي کې وه .
مننه مې ورته وليکل. نور به مې نو څه ليکلاى. د مځکې لاندې اورگاډي ته لاړم. هلته موبايل کار نه کوي. يو ساعت وروسته چې له تمځايه د کور خواته رهي شوم ، که گورم دوه پيغامونه سر په سر راغلل ، دواړه د کريس و . په يوۀ کې يې ليکلي و ، په بريټيش موزيم کې د افغانستان اثار نندارې ته وړاندې شوي زۀ يوازې يم راسره لاړ شه او پرې ومې پوهوه. په بل کې يې ليکلي و ځواب ته دې په تمه يم .
ځان مې غلى ونيوۀ، ماخوستن مې فيس بوک وليد. کريس د ايس ايم ايس خبرې په فيس بوک کې هم راته ليکلې وې . ځواب مې ورکړ: ما هغه اثار ليدلي دي.
سم لاسي يې ځواب راغى: ما نه دې ليدلي او ته خو پوهيږې چې د افغانستان په باب مې معلومات صفر دي نو راسره ملگرې شه چې پوى شم .
ځواب مې ورکړ: خپله ورشه ، ورسره ليکلي هدايات شته پرې پوى به شي .
– د لندن بل موزيم ته به لاړ شو
ما ټول موزيمونه ليدلي دي
ټول دې ليدلي، دا څرنگه ممکنه ده ؟
موږ افغانان بې صبره يوو هر څه ژر ژر کوو .
د چارلز ډيکن موزيم ته به دې بوځم ، هغه زموږ تر ټولو لوى ليکوال دى .
ما يې ناولونه نه دې لوستي نو ډيره دلچسپي ورسره نه لرم .
خو چې ورشې او زۀ يې درته تشريح کړم خپله به دې مينه ورسره پيدا شي .
زړۀ مې نه غواړي.
ناوخته و . کمپيوټر مې بند کړ . سهار مې کار نه درلود . تر ډيرو ويده وم. د موبايل د پيغام په غږ راوېښه شوم . کريس و ، ويل يې د فيس بوک پيغام دې ځواب نه کړ.
لپ ټاپ مې د کټ سر ته پروت و. روښانه مې کړ. فيسبوک ته لاړم .، کريس ليکلي و:
دا پښتنې ډيرې سخت زړې دي، يوه نه مني خو زۀ هم انگريز يم . موسيقي خو به دې خوښه وي که نه .
غصه راغله . ورته ومې ليکل: هو موسيقي مې خوښه ده ، له خپل افغان خاوند سره به کانسرتونو ته ځم .
کريس ښه په ځنډ ځواب راکړ: ودونه ماتيږي هم .
ورته ومې ليکل: ستا نوم کريس دى ، ډيورند نه دى چې کورونه به ورانوې .
د اپريل لومړۍ ، ٢٠١١
شمالي لندن