شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونزما سبک دې اور واخلي، خپله یې ولیکه/ استاد سعدالدین شپون

زما سبک دې اور واخلي، خپله یې ولیکه/ استاد سعدالدین شپون

یوه خواږه ملګري چې په افغانستان کی مې ولي نعمت و هغه ورځ په ډېر ادب او نرمه لهجه راته وویل چې د خپلو لیکنو سبک بدل کړم. په قسم قسم الفاظو یې پوه کړم چې تر حده زیات ساده لیکنه د هغې علمي ارزښت ته صدمه رسوي. ما ورته عذر وړاندې کړ چې پیره، د زیار توري مې نه دي زده. هغه وویل چې د زیار توري د هېچا نه دي خو ښ، مګر ستا نثر بېحده زیات دې بل لوري، د بېسوادۍ خواته زور وهي. ما وخندل او ومې ویل نو زما د کوشش بېلګه دا ده:

زما زړه  ډېر زیات اړین دی+ د آشنا پسې ډېر خوړین دی+ زه د ده پسې اړوند+ دی په بل پورې ځوړند+ نه د ده ویی ښکالو کا + نه زما غویی چندروکا+ + سخت کالی یې دې روستاړ+ نرم کالی یې دې مختاړ. دی د شتون پسې راښکون، که یې رب شي لار ښودون+ لار به وکا تر مړیستون

بیا مې د نثر مثٍال ورکړ: د والی ویاند وايي چې دوه درځنه تابوتونه د عامه ولس ګټې اخیستلو ته چمتو کړای شول چې د کرزي استازی یې د مخکتنې له پاره د زنه خان نه لېدنه وکړه…….

نور مې هم قطارول چې ملګري ودرولم. بل نصیحت یې دا و چې د ملک حالات ډېر نازک دي او که قابو نشي وطن را نه شړېږي، نو ادبي موضوعات پرېږده ، سیاست او اجتماعي مسایلو ته شه.

ما ورته وویل چې د سبک بدلون خو ځکه نشم کولی چې هغه رسمي انداز مې یاد نه دی او دا بله برخه اوس حاضر هم عملي کوم، خو په خپل سبک. بله دا چې په لیکوال باندې د چا فرمایش که ومنم نو تیار د والي د مطبوعاتو ستاینګر به را نه جوړ وي چې ترهغې به یې په محاسنو شخوند وهم چې ماقوف یې کړم.

یو بل ځوان لیکوال هم همداسې کوم نصیحت را ته کړی و چې لویه پرپړه مې پرې ولیکله چې بادیګر لیکوال ته فرمایش ورنه کړي. لکه چې تاند کې مې هم چا ته عذر وړاندې کړی و چې زما په ځای یې خپله وبیکئ. زما ډېره تلوسه ده چې ډ اکټر لمر، چې په تاند کې په نورو ډېرې ښکلې تبصرې لیکي، پخپله هم یوه نیمه مقاله درکړي. بل خواخوږي بیا مشوره راکړې وه چې خپلې خورې ورې لیکنې سره په یوه مجموعه کې راټولې کړم. هغه ته مې د پاړسی شاعر خبره و کړه:

ما و فطرت درپی تر تیب دېوان نېستېم

مصرع شوخې که ازما بشنوېد از بر کنېد

31.01.2013

6 COMMENTS

  1. زه یوازې دومره وا یم چې که لږ له لیکوالۍ سره ، سروکارلري او لیکوال وي نوهمدا یي بس ده . له بده مرغه اوس دومره تیورسنان پیداشوي چې نه خپله « ادب » لري او نه یې پیژني …
    کابلیان وایي چې ده قیصه اش نه شو شپون پوهیږي او رمه یې ، شپون پوهیږي او سبک یې ….
    درناوي

  2. ښاغلي شپون صيب ته سلامونه او نېکې هېلې وړاندې کوم!
    نه پوهېږم، چې ستاسو دغه ليکنه نوې ده او که پخوانۍ، ځکه لاندې يې د ۲۰۱۳ کال نېټه لګېدلې ده! خو بيا مې هم ستاسو ليکنه په خوند ولوستله او ستاسو دغې تلوسې «زما ډېره تلوسه ده چې ډاکټر لمر، چې په تاند کې په نورو ډېرې ښکلې تبصرې لیکي، پخپله هم یوه نیمه مقاله درکړي»، ته پام شو او زه يې دې ته وهڅولم چې دا کرښې پرې تورې کړم!
    دروند مشره! ما ستاسو هغه تلوسې ته ځواب هم ويلی او يو شمېر ليکنې مې هم کړې دي، خو کېدی شي ستاسو به ورته پام هم نه وي شوی. له بده مرغه ما د اور لمنې ته لاس اوږد کړ، يعنې د پښتو ليکدود او د پښتو لهجوي اخوډب مې هم د تورو کرښو تر زره بين لاندې ونيولو، چې ادبي ګواښونه، برېښنايي تورونه او حتی د برېښنا پاڼو بندېزونه هم راباندې حواله شول! هېچا نه پېژنلم او اوس مې هم ډېر نه پېژني، خو له ګڼشمېر فرهنګيانو سره هم په افغانستان کې او هم په بهر کې د پاړسيوانانو خبره «آب و نمک» يم، مګر بيا هم غلی ما ټکوي!
    له بده مرغه پښتانه ليکوال، فرهنګيان، پوهان، ځوانان او لنډه دا چې کليوال او ښاريان ټول ګومان کوي، چې ژبه يوازې ادبي برخه لري او بس، نو که ساينسي مقاله لېکې او که طبي، نو د ژبې معیار به دې سيمه ييز وي، مګر نه يو علمي ليکدود! دا هغه بدمرغي ده، چې له بېسوادو په لوستو افغانانو کې ډېره پېاوړې ده، چې هېڅکله به د يو متحد پښتني ټبر وږمې ونه لري او د افغان ملت به لکه نن غوندې کاوړی او ابنالوقت وي!
    ستاسو سبک د ټولو خوښېږي، ځکه تاسو يوه ټولنيزه پديده (پېښه) د وييونو په امېل کې پېيۍ او کليوالي دود د هغه سيمې په ژبنيزو مرغلرو کې رانغاړی، چې همدغه سيمه يېزې ګړېزې وراشې يا اصطلاحات دي، چې د فلکلوري ژبې ښايست څرګندوي او همدا ډول د ځوانانو په ژبو کې رااوښتي لغتونه لکه: لالا، بادار، پدرا، وينده، سنډا او داسې نور لغتونه په اجتماعي ليکنه کې خپل خوند لري، نو زما ستاسو د ادبي، سياسي او خاطراتو ليکنې خوښېږي، په دې هېله چې موږ ترې بې برخې نه کړی!
    ستاسو د نويو ليکنو په تمه
    وسلام
    لمر

  3. فکر کوم د استاد سعدالدین شپون دالیکنه د 2013 کال او په تاندکې یو ځل مخکې هم خپره شوی وه، د شپون صیب لیکنې ډیرې خوږې او په زړه پورې دی. د استاد په لیکنو کې د پښتو اصیل لغاتونه ثبت شویدي. الله ج د استاد شپون ترډیرو ژوندی لري.

  4. بشير هوتكي
    د محترم استاد شپون ليكني خوژي دي زه يي تولي ليكني لولم همدا شان د محترم داكتر لمر ليكني هم د پشتو دوديزيخبرري نقلونه او قيصي پكي نغشتي وي …خو زه د پشتو د لا معارك كيدو هيله لرم زه خپله ليكوال نه يم ولي يو دير مينه ناك د پشتو ژبي په ودي او لكه نوري ژبي د پيژندلو په عام ملاتر ولار ذهنت لرم او د تولو ليكوالانو مي هله ده چي تر خپلي وسي پشتو ژبي ته د خدمت جوگه سي.

    • په ديره بخشني سره پشتو كيبورد مي نه وه او املاي غلطي هم رانه وشوي …
      لكه د معياركيدو
      دودزي خبري
      هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب