دوشنبه, مې 6, 2024
Homeروغتیاد افغان ځوانانو ناویلې جنسي ستونزې/ مرکز

د افغان ځوانانو ناویلې جنسي ستونزې/ مرکز

هغه مرستندیه ټیلفوني کرښې ته چې له کابله یې پر مټ ځوانانو ته ډاکتران روغتیايي مشورې ورکوي، د ورځې سلګونه افغان ځوانان زنګ وهي، او د خپل روغتیا او جنسي ژوند داسې مسلې ورسره څیړي چې له نورو خلکو سره یادول شرم بلل کیږي.

د فرانسې خبري اژانس ددې مرکز په اړه یو راپور لیکلي او په کې وايي، په افغانستان کې د جنسي مسلو څیړل او په دې برخه کې شته ناروغۍ او ستونزې یادول یو شرم او بې ادبي ګڼل کیږي.

خو اوس یو شمیر ځوانانو داسې یو ملګری موندلی چې ورسره کولی شي خپلې ستونزې د ټیلفون له لارې شریکې کړي، او له ډاکترانو مشورې واخلي.

ځوانانو ته وړیا مشورو دا مرکز د ملګرو ملتونو د وګړو د وجهي صندوق له خوا په ۲۰۱۲ م کال کې جوړ شوی چې په کې لس تنه ښځې او نارینه متخصصان د افغان ځوانانو ټیلفونونو ته ځواب وايي. دا کسان د جنسي مسلو د مسلکي ډاکترانو له خوا روزل شوي دي او وايي هره ورځ سلګونه ځوانان ورڅخه د تیلفون د یوې وړیا شمیرې له لارې معلومات او مشورې غواړي.

د فرانسې خبري اژانس خبریال چې دې مرکز ته ورغلی وايي، یو ټیلفون کونکې د ډاکټر سره تر تیلفوني خبرو او سلا مشورې اخیستلو وروسته ورته وویل” که چیرې ته د یو دوست یا کورنۍ له غړي د جنسي ناتوانۍ په اړه پوښتنه وکړې نو تا به بې شرمه، او بد اخلاقه وګڼي.“ نوموړې ویلي، دا تیلفوني مرستندویه کرښه چې افغان ځوانانو ته مشورې ورکوي، د ځوانانو د ستونزو د اوریدو غوره لاره ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي، افغان ځوانانو ته د روغتیايي مشورو دا مرکز همدارنګه د ډیپریشن( ژور خپګان) په زور ودونو، په مینه کې زړه ماتېدنې او داسې نورو مسلو په اړه هم ځوانانو ته روغتیايي او رواني سلا مشورې ورکوي.

خو ددې مرکز مشر عبدالله شاهد وايي، په سلو کې اویا ټیلفون کونکې د جنسي ستونزو په اړه مشورې غواړي.

ښاغلي شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ځوانان سړي ورته د خود ارضايۍ ، جنسي ناتوانۍ او داسې نورو مسلو په اړه ټیلفونونه کوي او مشورې غواړي.

ځوانې ښځې ورسره د ماشوم راوړنې د مخنیوي پر لارو چارو، د بکارت د پردې او د واده د شپې د ویرې په اړه خبرې کوي او له ښځینه روغتیايي کارکونکو مشورې اخلي.

د افغانستان په سلو کې تر شپیتو زیات وګړي تر ۲۵ کلن کم عمر لري او ځوانان دي چې جنسي ستونزې په کې زیاتې دي، خو نه په ښونځیو کې په دې اړه معلومات ورکول کیږي، نه د جنسي ستونزو په اړه ځانګړي روغتیاپالان شته او نه څوک په دې اړه خبرې کوي.

*******

د فرانسې خبري اژانس وايي، په دې هیواد کې د ودونو لوړ لګښت ددې سبب شوی چې ګڼ ځوانان تر ډیره بې واده پاتې شي.

په راپور کې ویل شوي، د جنسي غریزې نه مشبوع کیدل او هورموني بدلونونه د روغتیايي او رواني ستونزو یو خاموشه او لوی سبب دی. چې یو شمیر کارپوهان یې له تاوتریخوالي سره تړلې بولي.

ځوانانو ته د روغتیايي مشورو ددې مرکز مشر عبدالله شاهد وايي” جنسي ستونزې ډیر کله د کورني تاوتریخوالي، دویم واده او طلاق سبب کیږي.“

نوموړی وايي، موږ د خپلو مشورو په ترڅ کې ځوانو سړیو او ښځو ته ډاډ ورکوو چې ددوی ستوتزې داسې نه دي چې حل ونه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم تیر کال پلازمینې کابل کې ځینې داسې روغتیايي مرکزونه جوړ کړل چې وايي، په کې به ځوانانو ته د جنسي او رواني ستونزو په شمول په ځینو مسلو مخامخ مشورې ورکوي. خو د ګڼو نورو دولتي روغتیايي مرکزونو په څیر دا روغتونونه هم ناکاره او یوازې په نوم ادارې دي.

د ریحانې په نوم یوې ۲۱ کلنې افغانې د فرانسې خبري اژانس ته د ځوانانو په یو روغتون کې ویلي” ما نه شوه کولی چې د خپلو ستونزو په اړه مې مور یا خور سره خبرې وکړم . خو دلته په دې کلینک کې کولی شم ډاکترې سره خپله ستونزه شریکه کړم.“

*******

په افغانستان کې د طبابت درې مهمې ستونزې

د نورو مسلو سربیره د ځوانانو دا روغتیايي مرکز ځوانو افغانانو ته د جنسي اعتیاد، نا مشروع او ناخوندي جنسي اړیکو، او د جنسي ځواک لپاره د کاریدونکو وایګرا ډوله درملو په اړه خبرداری ورکوي او هڅه کوي چې افغان ځوانان ترې منعه کړي.

ویل کیږي چې دا مهال د افغانستان په درملتونو کې د جنسي قوت ناتایید شوي او غیرې صحي درمل په پراخه پیمانه پلورل کیږي او ډیر اخیستونکي لري.

روغتیايي کارکونکي ددې درملو د کارونې په اړه خبرداری ورکوي او وايي دا ډول دواګانې کارول ډیر بد جانبي عوارض او زیانونه لري.

ځوانانو ته د روغتیايي مشورو ددې مرکز مشر ښاغلی شاهد وايي” موږ هغو ته چې د مشورې لپاره ټیلفون راته کوي وايوو، چې وایګرا، افیم او نور شیان دې د خپلو جنسي ستونزو د هواري لپاره مه کاروئ. ددې پر ځای موږ دوی ته مشوره ورکوو چې د خپل ژوند بڼه بدله کړي او له خپګان او اندېښنې سره خدای پاماني وکړي. نو ډیرې ستونزې به مو هوارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب