د شعر تعریف یې هم د افغانستان تر کشالې کمه نه وایي. هره ورځ چې راډیو کوک کړې، تلویزیون چالان کړې، پر کوم ادبي پروګرام ور پېښ شې یو مشکل الفاظ ناست وي شعر تعریفوي. څوک وایي شعر د خیال یو مرغه دی، څوک وایي د زړونو یوه ورشو ده، څوک وایي د جنت د عسلو ویاله ده، څوک وایي د حسن له شیدو، د خیال له قندو او د ذوق له کوچو جوړه یوه نایابه روحي غذاء ده. داسې شیان به واورې چې عقل به دې کار ورته پرېږدي.
دا یاران شعر په شعر، یا په شعري انداز تعریفوي. دې کار ته په عربۍ کې تعریف المجهول بالمجهول وایي. ما په دې دوه ګوتې لیکنه کې د تعریف المجهول بالمجهول پر ځای د تعریف المجهول بالمعلوم هڅه کړې، خدای دې را ته خیر کړي.
زما په اند، د ښه شعر په رامنځته کولو کې دوه شیان ضروري او یو شی مرستندوی او ګټور دی.
دوه ضروري شیان یې موسیقیت اوتخیل او یو ګټور یې فکر دی.
د هر ښه شعر لپاره تر ټولو مهم او حیاتي ارزښت موسیقیت دی. له موسیقیت پرته شعر له سره شته کېږي نه.
ته چې هرڅومره ښه خبره وکړې، تر څو دې غوره الفاظ، په غوره اوډ او قالب او روانه موسیقۍ نه وي ورته برابر کړي، هرڅه یې وبوله، خو شعر نه دی.
کله چې موسیقیت د وزن او ښو الفاظو د انتخاب پر مټ موجود شو، نو که د دې د هنر د اشرافو په نزد نه و، د هنر د اطرافیانو په نزد به دې کلام ته شعر وویل شي.
تر دې وروستهبیا دوهم ضرورت تخیل دی.
معناګانې او افکار په دوه ډوله تداعي کېدای شي: لومړی ډول یې تفکر دی. په ژور تفکر سړی معناګانې او تصویرونه جوړولای شي، خو دا چې فکر د صنعت وسیله ده، نو په ژور فکر رامنځته شوي شعرونه هم د تصنع او تکلف محصول او بې روحه ګڼل کېږي.
دوهم ډول یې تخیل دی. په لوړ تخیل هم خلک معناګانې او تصویرونه رامنځته کوي خو دا چې تخیل له وهم، نشې، وجد، اسطورې او الهام سره تړلی نو په لوړ تخیل رامنځته شوي شعرونه له مقید او ځولانه واقعیت څخه په تېښته او یوه ناواقعي ازاده روحي فضاء کې د انسان د ذهن او زړه د ګرځولو صلاحیت لري.
ګل پاچا الفت مرحوم د تخیل او تفکر پر مټ ترلاسه کېدونکي آثار یو شی ګڼي، دې آثارو ته له اوبو سره تشبیه ورکوي او وایي: هغه څه چې په لوړو آسمانونو کې شته، په ژورو څاګانو کې هم شته.
زما په اند، د الفت خبره په جوهر کې سمه ده، خو الفت باید دا یادونه کړې وای چې دا دوه رنګه اوبه په خوند کې یو شی ن هدي. د لوړ تخیل په وسیله ترلاسه شوي اوبه د ژور فکر تر لاسته راغلیو اوبو ډېرې خوږې او له هنره ډکې دي.
د تخیل او تفکر عمده تفاوت دا دی چې تفکر عقلاني دی، او تخیل د دې ځواک لري چې د عقل تر سرحد ووځي. د تفکر توکي د زمان او مکان په لوښیو کې راوړل کېږي، خو تخیل داسې بیا د زمان او مکان ځولانې ماتولای او د تېر عمر را ستنولو او راتلونکي وخت د تر را رسېدلو مخکې ترسیمولو صلاحیت لري.
هنریت هله پر تصنع لاسبری کېږي چې معناګانې، تصویرونه، او الفاظ یې د تخیل محصول وي، نه د تفکر. تخیل د انسان ذهن د ممکناتو او غیرممکناتو، دواړو پر ځمکه ګرځولای شي.
تر دې وروسته بیا د فکر او معنی خبره راځي.
کمیونسټ، اخواني، ملایي او د وعظ او پند شاعران همدلته تېروتلي دي. ریالستیک ادب تفکر ته پر تخیل لومړیتوب ورکوي او پایله یې دا شي چې د هنر اصلي زور، یعنې له شته حالت څخه د اروایي تفریح لپاره یوه خیالي وضعیت ته د انسان د ایستلو توان له لاسه ورکوي او په حقیقت کې د اثر د ښکلا راز ورڅخه اخلي.
دوی فکر او معنا چې بېخيوروستی شی دی، لومړی ګڼي. موسیقیت دوهم، او تخیل درېیم او حتی غیرلازمي توکی ګڼي. په هنر کې دا رنګه فاسده عقیده سړی هنري کفر ته وباسي.
حقیقت دا دی چې تر څو لومړي دوه نه وي، درېیم یې ښه شعر نه شي رامنځته کولای. فکر یا معنا په یواځې ځان هیڅ شعري ارزښت نه لري. که د لفظ نظم موسیقیت، او تر څنګ یې غښتلی تخیل موجود وي، بیا د ښې، ژورې، او یا فلسفي معنا، یا عقلي لغز ګټې معلومېږي. که موسیقیت وي، تخیل نه وي، بیا معنا او موسیقیت یو ګذاره حالی شی جوړولای شي، خو شعري شهکار نشي. له درېیم پرته هنري شهکار پنځېدای شي. ډېر هنري آثار دي چې هیڅ فکر پکې نه وي نغښتی، خو لکه د پسرلي په سهار چې شنې دښتې ته ووځې، خوند ورڅخه اخیستلای شې. یعنې درک کېږي نه، خو حس کېږي.
البته، له نظم پرته بیا شعر نشته. موسیقیت هغه څه دی چې د شعر جوهر او اساس جوړوي. له موسیقیت پرته حتی هغه شعر هم نشته چې ریالستیک شاعران یې شعر ګڼي. مانا هیڅ نشته. څومره چې د شعر آّهنګ د دروېش دراني خبره، کرختېږي، هغومره بې خونده کېږي. دروېش څه ښه ویلي چې:
د غزل ژبه دې پسته کړه د ګلاب تر پاڼو *** ډېر شاعران دروېشه خپل کرخت اهنګ وخوړل
راځئ د ښه شعر پنځولو دوه اساسي وزلې وپېژنو. موسیقیت او د لوړ خیال لاسته راغلي معناګانې او انځورونه.
شعر او شا عري ځينې کسان ستره معجزه جوړه کړي چې د باليوود فلم ېې نسوار هم نه دى. د ژوندانه دومره پېچلې قضيه په کې رانيسې چې د کالکولس زور هم نه ور باندې رسيږي.خو د بشر ترقي او تکامل په ډير ځنډ سره انجام مومي خو ځينې بيا ډيره بېړه لري چې له وخته مخکې د مخلوع سياست په زور وپېژندل شي.سره ددې چې ټول پوهيږي چې ددنيا سير ډير بطي، کونډ، ناسم او له باوره لېرو حلقو او دايرو کې نښتى اوس د بشر نبوغ او پوه په فس بوک، مو بايل، تويتر، او د ګوګل په ترازو تلل کيږي چې د شعر او شاعري برخه ېې هم څه ناڅه تر اغېزي لاندې نيولې . ګويته المانئ فيلسوف وايي چې : خلک لا داصلي ګناه د اتمي برخې په اختراع لا نه دي بريالي شوى خو يو شاعر هم بيا د اسرايلو په توغنديو په غزه کې هېڅ نه وايي بده ېې لا دا چې ګل مرجان خو لا په چمونو کې ډوب دى