دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+سودا / لنډه کیسه / لېمه ودان

سودا / لنډه کیسه / لېمه ودان

په زرغونو پاڼو کې سېک نه و پاته، ژېړې پاڼې له ونې بېلېدې، باد نڅولې. زما سترګو ته هغه مني ولاړ دي، چې د کال د پای امتحانو ته به مې تياري نيوله؛ خو اوس له مکتب نه بېله یم.
د کور دروازه وډبېده، پلار مې ورووت، د خبرو غږ یې راځي.
بېرته چابک خونې ته دننه شو، له هغې خوا چې راووت، کمپيوټر یې په لاس کې دی.
له مخ نه مې سور تاو پورته شو.
نن سهار مې پلار له کمپيوټر نه ټول شيان ولېږل. پر فېسبوک يې د خرڅولو اعلان خپور کړ، فکر مې نه کاوه چې دومره ژر به یې څوک واخلي.
پلار مې چې دا کمپيوټر راته راوړی وو وړه وم، هغه وخت مې کارتونونه پکې کتل، ګېمونه مې پکې وکړل، فلمونه مې وکتل. وروسته مې لیکل هم پکې زده کړل، سندرې مې پکې اورېدلې. دې وروستيو کې مې د درسونو ويډيوګانې پکې کتلې.
پلار مې بېرته راغئ، کمپيوټر ورسره نشته.
لمر کرار کرار لمنه ورټولوي، خونې ته دننه شوم، وړو خويندو حيرانې سترګې راته ونيوې.
پلار مې د موسکا هڅه وکړه، شونډې یې وخوځېدې:
– ښه ده، چې خرڅ شو، د پاسپورټونو لپاره یې پيسې غوښتې دي.
پلار د ټولو څېرې له نظر تېرې کړې، هېڅوک څه نه وايي، ده بیا وويل:
– همدا چې ايران ته ورسېدو يو بل کمپيوټر درته اخلم، هلته به درسونه وايئ، مکتب ته به ځئ.
کوچنۍ خور مې موسکۍ شوه، نور غلي دي.
زه خپلې خونې ته روانه شوم، د کمپيوټر د مېز تر څنګ کېناستم. پرون ماښام یی غلې غلې نغمه راته غږوله، نن مې هم زړه غواړي، چې روښانه یې کړم، د خپلې خوښې سندره پکې واورم؛ خو د مېز پر سر یې ځای تش دی.
پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب