تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۱۵مه) کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست تازه ویلي چې، له دغه ولایت څخه جدې ته د حاجیانو د لېږد لړۍ نن پیل شوه.
په یاد ولایت کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ویاند عبدالرازق عمري هم ویلي، چې له کندهار نه د حاجیانو د لېږد بهیر رسماً پیل شوی دی.
د هغه په وینا؛ په لومړنیو دوو الوتنو کې ۶۹۲ د روزګان او زابل ولایتونو حاجیان د جدې له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې سږکال به له کندهار زون څخه ۸۰۷۳ حاجیان مکې مکرمې ته ولېږدول شي.
د مسوولانو په وینا د حاجیانو د لېږد دغه لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري او ټول حاجیان به په منظم ډول سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
د مالوماتو له مخې تر دې دمه ۱۴زره او ۵۲۳ حاجیان د ۴۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ له څلورو زونونو څخه ټولټال د ۳۰زره افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.
سږکال به د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د افغانستان له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي.
د یادې ډلې د پلان لهمخې؛ ۱۵زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.