دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د "سفر" کیسه /  فتانه ژوند 

د “سفر” کیسه /  فتانه ژوند 

ومې غوښتل چې د ډاکټرې شریف په پوره کتاب (چا او چا ویل) لیکنه وکړم خو چې لیکنه راټوله ووسي صرف د (سفر) کیسه مې انتخاب کړه خو فعلا له راتلونکې باید ونه وایم چې بیا به موږ پرې څه ونه لیکو، ځکه ځینې اثار دومره اثر درباندې کوي چې فکر کولو ته دې هڅوي او زړه دې کېږي چې لیکل پرې وکړې. په ځانکړنو یې اظهار وکړې چې له همدې جملې یوه زموږ د ځواکمنې لیکوالې اغلې شریف د لنډو کیسو اثر دی.

په (چا او چا ویل) کتاب کې هرې کیسې ځانګړی خوند رنګ او مفهوم درلود. سفر مې له بلې هيڅ يوې کيسې سره په پرتله نه دی انتخاب کړی، ځکه چې د چا او چا ویل کتاب هره کيسه د انتخاب وړ ده.

زما خپله سفر خوښ دی او نوم یې راته جالب و. لکه څنګه چې هر سفر یو مکمل داستان له ځانه سره لري، همدارنګه تجربې، تصویرونه او مقصدونه هم لري.د ډاکټرې شریف د سفر کیسه هم په خپل ځان کې ډیر څه لري.

زما په نظر د سفر کیسې دوه هنري اړخونه لرل. یو یې د یوې افغانې میرمنې ریښتینی تصویر و چې یوه افغانه میرمن  هر بل بهرني هیواد ته په سفر کولو او اوسېدو یې په خپل کلتور کې کوم بدلون نه راوسته، بلکې بیا هم هماغه له افغاني چلنده ډکه افغان میرمنه ده چې له حده زیاته مهربانه ده او زیاته ست کوونکې ده. 

 دوهم لیکوالې خپل هغه درد او د خپل وجود څړیکې راڅرګندي کړې او اظهار کړې دي چې د بل هر پرمختللي هیواد په اوسیدو او لیدو ارامه نه ده. د پردي وطن ښایستونه پر ځای د دې چې سکون ورکړي یو ډول یې نارامه کړې ده او د خپل وطن زخم زخم وجود یې سترګو ته درېږي‌ او د خپل ولس د ټپونو له درده ډکې چیغې یې ارام ته نه پريږدي، سترګې یې پرته له دې چې هرڅه په رڼو وګوري، لیدلی يي نشي.

د دې کیسېې د مکان انځورونه عالي لیکل شوې دي. کیسه راباندې د کاناډا د ښارونو منظره کوي. دا هیواد مې نه دي لیدلي او د ښارونو جوړښت باندې خو مې هیڅ فکر هم نه و کړی، مګر دلته زه د يوې لوستونکي په توګه د لیکوالې سره په سفر کې ملګرې شوم او پکې وګرځیدم. زه چې ماشومه وم زموږ د زاړه کور په دیوال باندې یوه تابلو راځوړنده وه. په تابلو کې د ښار او سمندر انځور و. د “سفر” کیسه چې مې لوستله احساس مې کاوه د ماشومتوب همهغې تابلو ته بیرته ستنه شوې یم. کیسه راته اشنا ښکاریده ځکه چې ما له دې تابلو سره مې په ماشومتوب کې ملګرتیا پاللې وه. د کیسې د لوستو په وخت مې فکر کاوه چې د یاداښت کتابچه مې لولم. 

د “سفر” په کیسه کې ما هم د داستان له کریکټرونو سره سفر وکړ. ډیر خوند یې وکړ او په نندارې یې سوچ کوم او ترې خوند اخلم.

——

انځورونه: 

د کیسې تصویرونه یې ډیر ریښتینې او حقیقي ښکارېدل ځکه زموږ د ریښتنې ژوند او د اوریدلو شاهدي یې ورکوله. راوي په داسې انداز کیسه کوله ته وا  زموږ له خپلوانو نه یو څوک له خارجه راغلې  ده او د ټولې لارې او دسترګو لیدلی سفر کیسه راته کوي. ځکه خو  دا کیسه راته ډېره اشنا او شناخته ښکارېده، لکه پخوا چې مې چیرته اورېدلې وي. ګومان کوم زما د دې احساس علت دا دی چې د  “سفر” کیسه او کریکټرونه یې د مهاجرو افغانانو د مشترکو تجربو او احساساتو کیسه راته کوي. 

نثر: 

په ښایسته نثر لیکل سوې کیسه د ځینو ښایسته جملو نه یې سکون اخیستل کیده!

( د ښارونو، نه د غرونو کلاګانې، ځږه او شنه، پکښې ډیر عجیب راغلي وو.)) 

((د غرونو نه مو د زرهاوو کلونو مخکې کیسې واوریدې او خپلې نننۍ کیسې مو دغرونو سینې ته وسپارلې، غرونه راز داره دي، نه دي کیسې له نورو سره شریکوي او نه یې بدلوي. د ملګرو سره کیسې خوندي نه وي.)) تاسو د غره دې عالي انځور ته دقت وکړي چې د ژوند څومره ژوره فلسفه پکې نغښتې ده. 

زمان او مکان:  

فکر کوم په کیسه کې  د هند له لارې بهر ته تګ د هغو مهاجرو تګ وو چې د پیسو په بدل کې کیده ځکه دا مهاجرت د هند د لارې د اوسنې مهاجرته فرق درلود. ځکه په داسې یو سفر زموږ خپلوان هم تللي وو له وطنه خاص همداسې کیسه او مهاجرت یې درلود د هند د لارې. د دې کیسې زمان ځکه کامیابه بولم چې د پخوا او د حال کیسه کوي خو د زمان بدلون په دومره هنر کېږي چې پر لوستونکي نه بوج کېږي. په بله وینا، دا کیسه تېر ته تګ یا فلش بک ډېر لري خو دا فلش بکونه نه اوږه دي او نه هم اضافه دي چې کیسه بې خونده کړي. 

د دې کیسې مکان ځکه کامیابه بولم چې په یوې لنډې کیسې کې راوي بېلابیل مکانونه یادوي، افغانستان، هند، کاناډا.. خو د لیکوالې په انځورکښنه کې دا قدرت شته چې په لنډو جملو مختلف ځایونه د لوستونکو سترګو ته ودروي او د دغو مکانونو په تجربه کې یې شریک کړي. 

کریکټرونه: 

د زرغونې انځورونه پکښې راته ډېره ښایسته ښکاره شوه فکر مې کاوه له د خپلې مور کیسه چې اورم خاص همداسې میلمه پاله او زیاته ست یا (ننګ) کونکې ده  او تل د تېر له یاد نه خوند اخلي. دا د یو ښه انسان ځانګړنه ده چې په تیرو پسې بد نه وایي که څه هم ورځ تر بلي هره ورځ مخته تللې خو بیا هم له ساده شیونو او زندګۍ خوند اخلي. “په پلاستیکي کاسه یا کڅوړه کې د کلچو یا خوراکې توګو اچول چې په لاره کې یې وخورو” هم  د یوې افغانې ښځې ښایسته معرفي یې کړې ده. د زرغونې کریکټر دا هم راته وايي کلتور تر سرحدونو ډېر قوي دی افغانه میرمن که بهر وي که د وطن دننه خپل د میلمه پالنې کلتور نه هېروي. 

د زرغونې او خاوند د یو او بل سره د کور په کارونو کې مرسته کول ډیر عالي وو. شاید دا کیسه د افغانو ښځو زړه وړی وي خو شاید دلته څوک پوهه نشي او یو پیغام ووسې او پوښتنه ووسې چې افغان سړي ولي په وطن کې داسې نه وي؟

د قابلې یا داکترې  یادونه! چې دا باید اوس هم ډاکټره وای او وظیفه یې کړې وای مګر په کاناډا کې خیاطه وه هغه څه چې دې  ورنه په وطن کې فرار کاوه خیاطې وه!

 دا ځکه وایم چې افغانې ښځې له خیاطۍ، قابلګۍ ته پناه وړي تر څو ازادې ولري په خپل ځان بسیا ووسې, مګر په بهر کې مجبوره دي باید خیاطه شي ځکه هلته د مهاجرې ډاکټرې ته څوک ضرورت نه لري او دلته چې د ډاکټرو نه شتون، د میرمنو مرګ ژوبله او د ماشومانو له لاسه ورکول دومره زیات دي چې اټکل یې هم سړی نشې کولای په کال کې زیاتره  ښځې یا خپل ځان او یاهم ماشوم ضایع کوي. دا یو واقعت دی چې په دې مرګ ژوبلو کې غټ لاس د خرابو لارو هم دی. د  امکاناتو نه شتون یې یو لوی علت دی. کوم چې کیسه کې هم راغلي وو. زه د کیسې د لیکوالې سره هم نظره او شاهده یم او د سفر په محکمه کې خپل اظهارات ورکوم ځکه چې زه دا هرڅه نن هم وینم متاسفانه. 

په کيسه کې داسې يو بهترین څه ته اشاره سوې وه چې د یو پاخه او په وطن د دردمن لیکوال/لیکوالې څرکندونه یې کوله، پیغام پکې له ورايه څرګندېږي او لوستونکي باید فکر پرې وکړي.

په کیسه کې لولو: ((په کاناډا کې وینکور همداسې ښار ده چې ګڼ ځنګلونه جګ غرونه شنه اوځیږه دواړه لري او د ارام سمندر په غاړه پروت دی. افغانستان در په یادوي او ورسره ځوروي دي هم.  تېره اونۍ ونکور ته تللې وم هم د سفر په نیت هم د ونکور د مشهورې ښکلا د لیدو  په خاطر او هم دیوې ډېرې پخوانۍ ملګرې د لیدو په پلمه شنو غرونو یې کونړ او نورستان او بدخشان راپه زړه کول خو دغو غرونو په کمرو کې د پخو سړکونو او ودانیو لیدلو مړاوي خاطرې رایادیدلې. ))

دا هغه د لیکوال خپل هغه درد د کوم چې لیکوال د ځان لپاره په سفر کیسه کې موقعې لټوله چې ووایي چې د وطن په درد دردمنه ده او د بهر ملکونو ابادي سهولت او ارامي ورته هیڅ ارامي نه ده بخښلې بلکې په هر بار لیدو یې ځوریږي او د وطن دردمن ولس او د وطن ویجاړۍ ور په زړه کېږي او په خپله سینه کې دیو لوی او دروند درد سره په ژوند کولو مجبوره ده.

مهاجره شوې کریکټره په کیسه کې وايي، موږ ښه وو له راډیو نه خبرېدو چې دا د وطن او خلکو د حالاتو د خبرېدلو یوه ښه منبعه ده. افغان لوستنونکي چې دا کیسه نن سبا لولي پر خپل پرون او نن فکر کوي ځکه چې په ۲۰۲۳م کال کې هم مهاجرت د ډېرو افغانانو کیسه ده. فکر کوم د عالي اثارو او کیسو یوه نخښه دا ده چې لوستونکی/ې فکر کولو ته هڅوي. د ډاکټرې شریف ټولې کیسې همدارنګه د سفر کیسه دا کمال لري. 

شاعرانه جملې:

ځینې جملې يې شاعرانه وې ډېرې مې خوښې هم شوې لکه دلته به یې یو مثال یاد کړم.

(سفر خوند کوي، یو بل ښار ته چې ځې ګواکې د ژوند په کتاب کې دې یوه نوی څپرکی خلاصیږي.) 

 نثر یې هم  ډیر خوندور او روان وو بدون د کومې ستونزې لوستل کیده. د تورو موسیقي یې هم عالي وه. ((کونړ او نورستان او بدخشان))

موضوع:

(سفر) تخیلي او حقیقې سوژې په یوه کیسه کې دومره  مهمه نه ده ځکه دا د کیسه لیکوونکې د کیسې خام مواد دي، مګر انسان تل د حقایقو پلوی وي.  په کیسه کې سوژه بیخې له کیسې سره تړلې او نژدې پاتې سوې وه په ډېړه عالي توګه.

کیسه ټوله واقعې او په حقایقو ولاړه وه  کله چې مې لوسته په ‌ډیرې تلوسې سره مې پای ته ورسوله، فکر کوم تر آخره د یو څه په لټه کې وم، یو څه مې لټول شاید د کومې پیښې په تمه وم خو خوشبختانه داسې کوم څه ونه شو او سفر په خیر سره پای ته ورسېده.

2023/اکتوبر/5

فتانه ژوند

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب