انځورګره ، جادوګره ؛
د رنګونو نڅاګره، زه پوهیږم
د افسون د سیند دغاړو اهتزاز راټولوای شي
د څپو د هرې غيږ ې نور اورنګ ته،
د خوبونو او رنګونو شعر راوړای شي
مالیدلې ستا د ګوتو جادو څنګه،
د رنګونو خم ته لویږي،
د بوډۍ وټال خیژي، د وږمو غیږکي ټولیږی،
د اوبو د روح سندره، دالفه تر، یا پوري،
د یو چا شنډ توب ته لولې
زه یې وینم ستا د سرو سترګو شفق کي
سل لمرونه په شیبه، شیبه ډوبیږي
د آسما نه ستا د برس په وچو شونډ و
د سپوږمۍ جام را ځنځیږي
ته رګونه د ګل پاڼو، ورېښو ته دګل لولې
د خپلواکي سیلۍ مستې اداګانې
د چنار جمود ته لیکې
زه یې وینم ستا لاسونه د سپیرې مځکې راتاو شي
د لنګون د درد څپو کي وبید یا ته
د ګلونو، نګهتونو د سپيڅلي زیږوون قصیدې لولي
زه یې وینم ستا کوډګر تخیل راوړي
د طاوس په شان وزري، د بوډۍ د ټال د غاړې،
ټولوي د اوبو څاڅکي، د آلماس په رنګ تڼاکې
انځورګره، جادوګره
زه پوهیږم ستا خیالونه، د دې ژوند په کائیناتو
تر وروستي پړاوه بر دی
د هریو د زړه رګونو کي بهیږي،
د چاسترګو، د چا اوښکو کي ډوبیږې
تا د لمر څخه زده کړی رڼاګانې
هلته لیرې د اسمان د پلوشو ډک سمندر کي
تا کبان دي راټول کړی،
د زرینو او نیلګونو څپو لاندې
تا لوستلي سپینې بتې، تا ښکل کړي سپیني زاڼې
ما لیدلې ستا د ګوتو جادو څنګه،
د رنګونو خم ته لویږي
څنګه، څنګه د وږمو سره لوبیږي
د بابا او هندوکش په سرتاویږي
ته کولای شي ، چې شپې چیري بیدې کړي
ته کولای شي، چي تیري ټولي ورځې، راستنې کړي
ته کولای شي چي تللي مسافر بیرته ستانه کړی
ته کولای شي چي شاته په پیړېو پسي ولاړشي
دهغونه بیرته راوړي،
زموږ د فتحي اوبری ټول جشنونه
زموږ غمیزې، زموږ ژړاوې ټوله پریولي
ته کولای شي چې څاڅکی، څاڅکی راشي
دسپرلی په شا پنډونه دژوند راوړي
زموږ د ښار کاګل بامونو
ددیوال هسکوسرونوته ، اروا دوښو راوړي
ته کولای شي چي ستورو پسي ولاړشي
دسپین ږیري اوبې کس بوډا جونګړه ،
په پانوس اوپه لاټین سپینه بریښنا کړي
دبوډۍ سپېرو کوڅېو ته سابون او، اوبه راوړي
دنجلۍ څیري ګریوان ته ،
دوریښمواودستنو زیري ورکړي
دماشوم ویبلوپښوته دخیالونو په څیر ښکلې
پڼې راوړي
دا منمه ته ، بې تخته شهنشاه یې درنګونو
هرفرمان دي په رنګونو کي چلیږي
دا منمه چي ستا لاس په ټولو بر دی
خو ، زما یوه پوښتنه را ځواب کړه !
کله ، کله دې زما دوطن درد چیري لوستلې ؟
کله ، کله دې دا درد هم انځور کړي ؟
دومره توان لرې ؟ چي دغه درد انځورکړي ؟
انځورګره ، جادوګره !
درنګونو نڅاګره !
۲۰۲۱ / ۱۱ / ۱۱
موږیو سوالګري ښځې …
موږ یو سوالګري ښځې
موږ یو ترټلي ښځې
ورځ ترماښامه په کچکول کي د خواست
دمرغلرو اوغمیو په شان
یو څو جملې ګرزوو
درندي، درندي ګرزوو
وروره ؛ ماشوم مې وږي
پلاره ؛ ناجوړه لور مې مرې راځیني
خورې ؛ کونډتوب دی د سرسيوري نشته
موږ ګنهګارې دوخت
خپله ابرو د، دوو پیسو په بدل
په ستر بازار کي پلورو
دچا نفرت ، د چا هوس په لویه لارکي اخلو
دلمر وتاو ته ویلي کیږو، سوزو
چي څوک ظالم په برندو سترګو
دې بي وسۍ ته
هم په شک وګوري
زموږ د خوار ښایست آینو ته تم شي
زموږ د جامو پینې ، پینې، پیوند ، زخمونه
په هو سناکو اوبي باکو سترګو
په بي دردۍ او بي خودۍ و څیړې
موږ یو سوالګري ښځې
موږ یو ترټلي ښځې
موږ ګنهګارې د وخت
ورځ ترماښا مه په کچکول کي د خواست
د، دعا توري او جملې ګرز وو
نیستۍ ځپلي ،غم لړلي اوښکې
دخپل نتلي ، نفرین شوی بخت، په ګریوانو تویوو
زموږ د یو سف په څیر سړي ورک شوی
مصر هغه دی خوبازار یې تللي نه را بولي
د لته یوه لا ره ده
یوازي تلل او تلل دي
موږ یو سوالګري ښځې
موږ یو ترټلي ښځې
موږ ګنهګاري دوخت
دسوال کچکول کي د آبرو په بیه
د ، ددوو روپیو ګړنګ ته
څومره تیاره ، تیارو کي
بس د یوي شیبې خوښي لټوو
موږ ګنهګارې دوخت
د خپل عزت دخپل آبرو په بیه
دڅو درنو ، درنو جملو په بیه
دنامردانو احساسونه اخلو
څومره درانده یې ګوزارونه اخلو
موږ یو سوالګري ښځې
موږ یو ترټلي ښځې
موږ ګنهګاري دوخت
۲۰۱۳ / ۱ / ۱۸
پخپل وجود کې دوجود مکان ته ورسېدم
ائینه په لاس کي د آئېنو دکان ته ورسېدم
لمن مې ډکه د سارا دنګهتونو را وړه
دروا زه بنده ، راستنه شوم ځان ته ورسېدم
وږمې په غیږکې د هوا په څپو ورغلمه
ورځ مي راوېښه کړه، رڼا جانان ته ورسېدم
درد اوپرهر، یوازیتوب اودا دغم لښکرې
وروستی مزل یم دروازې ، دربان ته ورسېدم
ماښام د ستورو تخت ته وخوت، شپه راو یښه شوله
زه دسهار سره د شپو ګریوان ته ور سېد م
لکه (پروین ) ګیډۍ د ستورو مې سپېد وته یووړه
په زرین اس د پلوشو اسما ن ته ورسېدم
۵/ ۸ / ۲۰۲۱