جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهیو شاعر او بن لادن (د مخکتنې مقاله) / اولیاء اطرافي

یو شاعر او بن لادن (د مخکتنې مقاله) / اولیاء اطرافي

یو شاعر او بن لادن یو رښتینی ناول دی، خو زه یې تردې هم پانګه درنه بولم. آغامحمد قریشي (یو شاعر او بن لادن) اثر په ښه توګه ژباړلی، ژباړه یې روانه ده، د انګلیسي لغتونو لپاره یې ښه او پر ځای پښتو لغتونه په مناسبه توګه انتخاب کړي او کارولي، په کتاب کې املايي تېروتنې د تېر کتاب (د زوی د مینې په پار) ډېرې لږ تر سترګو کېږي.

د ژباړن لپاره په دې کتاب کې تر ټولو لویه ننګونه او لاسته راوړنه د شعرونو او نظمونو ژباړه ده، د شعر ژباړه تر ساده نثر ډېره سخته وي، خو دلته په (یو شاعر او بن لادن) اثر کې قریشي صیب خوند په کړی. د ژباړن حس د کتاب په ټاکلو کې هم بریالی څرګند سو، ځکه (یو شاعر او بن لادن ) یو ډېر ښه ریښتنی ناول دی، دا ناول پر حقایقو جوړ دی، دا هم څرګنده ده چې نن سبا په نړۍ کې لوستونکي ریالستیک (حقیقي) ناولونه خوښوي، زه په افغانستان کې د ازادي مطالعې راتلونکی هم په حقیقت بنسټو ناولونو کې وینم، ځکه انسانان په طبعي توګه کیسې خوښوي، او دلته لیکوال (حامد اسماعیلوف) د کیسې په پلمه ډېر معلومات تر لوستونکو پوري ور رسوي.

د ښو ناولونو په څېر (یو شاعر او بن لادن ) هم یو بډای ناول دی، چې په خپله پراخه لمن کې یې ډېر موضوعات رانغښتي او څېړلي دي، ناول د ازبکستان تر پولو هم ور اوړي او دمرکزي اسیا د څو لسیزو د معاصر سیاست په اړه خبرې کوي، ددې ناول لیکوال (حامد اسماعیلوف) له بي بي سي سره په یوه مرکه کې پر دې ټینګار کاوه چې د کتاب لوستل د نړۍ د بل هر نژاد تر وګړو، پښتنو ځوانانو ته د لوستو لپاره اړین توکي چمتو کوي، ځکه په کتاب کې د بنسټپالنې اصلې ریښې چې له وړاندي پر پښتنو تاوان وې، را پلټل سوي او څرګندي سوي.

ناول زموږ له ګاونډي هیواد ازبکستانه پیلږي، د معاصر شاعر بیلګي (یاسر) د ژوند کیسه له فراغه تنګي را اخلي، تر دې چې له اسلامي بنسټپالو سره یو ځای کېږي او بلاخره په ۲۰۰۱ ز کال کې په وزیرستان کې د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې وژل کېږي. ازبکستان زموږ یو مهم ګاونډی هیواد دی، او دا ناول راښيي چې څنګه د هغه ځای عام وګړي او مدني ټولنه د دیکتاتورۍ او بنسټ پالې ترهګرۍ تر منځ پساو وه.

زه څومره چې په دې کتاب خوښ یم، تر هغه ډېر په دې خوښ یم چې د قریشي صیب ژباړه روانه سوه، په داسي ډول چې هر نوی کتاب یې تر مخکني ښه او په زړه پورې دی. د کتاب د ژباړي او چاپ مبارکي ورته وایم، دده او نورو افغان لیکوالو او ژباړونکو د بریا په هیله یم.

اولیاء اطرافي

لښکرګاه، هلمند

۱۳۹۲، قوس ۲۴مه

2 COMMENTS

  1. اول دا قریشی را وپېژنه، بیا حامد اسماعیلوف، بیا په کتاب نظر تېر کړه… دا عجیبه لیکنه وه په ښکاره ټکیو کې یې ژباړل نه سپکاوی کړی و (په کتاب کې املايي تېروتنې د تېر کتاب (د زوی د مینې په پار) ډېرې لږ تر سترګو کېږي) لږ به دې د زوی د مینې یار را پېژندلی و
    خو خیر لا ډېره لاره پاته ده چې لیک مو د لوستلو، فکر مو د چټکې انګېرنې او ژوروالي په اوبه خړوب شي

  2. جمیل ملګری مقاله د مخکتنې د غونډې لپاره لیکل سوې وه، اوس یې په سایټ کې خپره کړې، نو ځکه یې ځیني څېزونه درته ګونګ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب