Homeداسې هم شتهساینسد لیتیومي بېټریو د طرفیت د لوړولو لپاره له ویروسو استفاده

د لیتیومي بېټریو د طرفیت د لوړولو لپاره له ویروسو استفاده

تاند- د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو له یوه ویروس څخه په استفادې د لیتیومي بېټریو موثریت څو برابره زیات کړی دی.

دوی یو جنیټیکي اصلاح شوی ویروس د میکروسکوپي الیکترودونو پر سیمونو ږدي او په دې توګه د لیتیومي بېټریو د کار کولو ظرفیت زیاتوي.

دا بېټرۍ نن سبا په اکثرو الیکترونیکي وسایلو لکه موبایل، لپ ټاپ او نورو کې کارول کېږي. او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو کلونو کې د موټر د تېلو ځای ونیسي.

ویروس د لیتیومي بېټریو ټول محدودیتونه له منځه وړي.

په دې ټکنالوژۍ کې د هغو سیمونو یا تارونو چې د الیکترودونو په توګه ورڅځه کار اخیستل کېږي، پنډوالی د یوه سره ګلوبول هومره دی.

په دې پروژه کې استعمالېدونکی ویروس ایم ۱۳ نومېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...